1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدشاهي امپراتوري څرنگه رامنځ ته شوه؟

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

دویچه ویله (المان غږ) د افغانستان د معاصر تاریخ د دورو په اړه پرله پسي لیکنې خپروي. دغه لیکنې د افغان لیکوال شهسوار سنگروال په قلم لیکل کیږي چې تاسو یې لومړۍ برخه لولئ.

https://p.dw.com/p/14R71

ابدالي احمد شاه (۱۷۴۷-۱۷۷۳)

ابدالي احمد شاه (۱۷۴۷-۱۷۷۳)
ابدالي احمد شاه (۱۷۴۷-۱۷۷۳)انځور: AP

د بریتانیا د ملکې رنګین تاج هغه مهال لا ښکلی شو چې په تندي یي د لوی افغانستان ځلیدونکی الماس وټومبل شو. دا هغه الماس وو چې ابدالي احمد شاه تر ګوتو کړی وو. دا چې څرنګه یی تر ګوتو کړی و په دې اړه تاریخپوهان او څیړونکي په یوه خوله نه دي.

ځینې انګېري، کله چې درانی احمد خان په ۱۷۴۷زېږدي کال پاچا شو نو په همدې مهال د لاهور د نواب زکریا خان او د کابل د پخوانی والي ناصر خان د دوه کروړو په ارزښت یوه آمیانۍ، چې د الماسو غمي هم پکې ول، په درې سوه اوښانو بار د کندهار سیمې ته راورسیده. دغه خزانه نادر افشارته وړل کیدله. دوی خبر نه ول چې اوس ابدالی احمد شاه د افغانستان پاچا دی. کله چې دغه کاروان د نور محمد خان، کدو خان او نورو مشرانو له خوا لوټ شو شمیر یې پنځه سوه اوښانو ته رسیده.

کله چې ابدالي احمد شاه خبر شو وایي چې د دغه خبر په اوریدو دومره خوشاله شو چې کله هم دومره نه و خوشاله شوی. دا ځکه چې ده غوښتل یو پیاوړی پوځ جوړ کړي او اوس یې د داسې یو پوځ لپاره د پانګې څرک هم ولګاوه. احمدشاه ابدالي لوټماران بندیان کړل او خزانه یې تر ګوتو کړه. عمادالسادات ټوله خزانه د لس لکو اشرفیو په ارزښت ښودلې ده. خو د الماسو او شالونو په ګډون ټوله خزانه دوه کروړو ته رسیده.

د کوه نور الماس په هکله داسې هم کښل شوي دي چې نادر افشار خپل ځانګړی مال ګاڼه او تل به یې تر مټ پورې تړلی وو.

غلام محمد غبار په خپل نامتو اثر (افغانستان در مسیر تاریخ) کې لیکلي دي چې د نادر ملکې د احمد خان د لوړو خدمتونو په مقابل کې چې په ترڅ کې یې د دې پت او عزت د پارسیانو له تیري نه ژغورلی و د کوه نور الماس په ګډون یو شمیر نور ګرانبیه توکي احمد خان ته ډالۍ کړل.

هره خبره چې وي، وي به خو ابدالي احمد شاه له هر څه ړومبی دې ته ډیره پاملرنه وکړه چې یو پیاوړی پوځ جوړ کړي. دی په دې پوهیده چې د یوه باثباته مرکزي حکومت د جوړولو لپاره یوه پیاوړي پوځ ته اړتیا ده.

که څه هم د احمد شاه بابا پلار او کورنۍ‌ یې له حکومتي چارو سره بلد ول، خو مهمه خبره دا وه چې ځینی وایي کله چې دی وزیږید پلار یې زمان خان لږه موده د مخه مړ شوی و او یو شمیر په دې اند دي چې د ده له زوکړې وروسته مړ شو.

احمد شاه دراني څوک و؟

احمد خان د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی کیږي. سرمست خان د شیرخان زوی د خضر خان لمسی او د سدو خان کړوسی دی. سدو (وروسته سدوزي) د عمر زوی د معروف خان لمسی او د ګني خان کړوسی د بامي کوسی دحبیب کودی بلل کیږي.

حبیب خان د پوپل (وروسته پوپلزي) زوی، پوپل د ځیرک زوی د عیسی لمسی د اختر کړوسی د ابدال (وروسته ابدالیان) کوسی، ابدال (په ۴۳۰ هجري کال تیر شوی دی) د ترین زوی د شرخبون لمسی او د سړبن کړوسی دی.

احمد خان په ۱۷۲۲ زیږدیز کال (۱۱۳۵ لمریز) په هرات کې زیږیدلی دی. پلار یې محمد زمان خان د هرات حکمران و. مور یې زرغونه او مشر ورور یې ‌ذولفقار نومیدل.

ویل کیږي احمد خان د شپاړسو کلو په شاو خوا کې وو چې د نادر افشار په ځانګړي ګارډ کې د ساتونکو د یو مشر په توګه وګمارل شو.

دی د خپلو خدمتونو له کبله او د هغې پوهې له مخي چې څښتن ورکړې وه نادر افشار ته دومره نږدې شو چې بیا یې د څلور زرو سرتیرو مشر وټاکه.

د احمد خان لپاره دغه دنده د ده په سیاسي ژوند کې ډیره مهمه وه. دی یې د افغانستان په شمول د ایران، هندوستان او د منځنۍ اسیا هیوادونو له سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو سره اشنا کړ.

ځینې تاریخپوهانو کښلي دي چې کله چې نادر افشار له هندوستان نه بیرته راوګرځید، احمد خان د ده په پوځونو کې شامل شو. خو ځینې نور باور لري کله چې نادر په ګورګاني محمد شاه برلاسی شو د لال کلا (دیوان عامه) سره نږدې احمد خان ولاړ و چې د هند پخوانی صدراعظم نظام الملک ولید نو ورته یې وویل چې ستا په څیره کې د یو واکمن نښي نښانې لیدل کیږي.

احمدشاه څرنگه د افغانستان پاچا شو؟

صابر شاه کابلي او د څمکنو میاعمر صاحب هم د هند صدراعظم نظام الملک قالیج خان په څیر احمد خان ته داسې ویلې و چې تاسو هرومرو په راتلونکي کې د دې خاورې واکمن یاست. نادر افشار هم د احمد خان په هکله دا ډول څرګندونې اوریدلې وې نو ځکه خو ده نوموړي ته په غوږ کې څڅولې وه چې له ما نه وروسته به زما له اولادې سره له خواخوږۍ ډک چلند کوې.

د نادر افشار وروستی ژوند له ستونزو او کړاوونو ډک و. د خپلې بې باورۍ له کبله یې په هر چا شک کاوه او ډیر کسان د ده د همدغې ناروغۍ له کبله ووژل شول. ډیر پارسیان، آن د ده ډیر نږدې سرداران او دوستان، له ده څخه خوابدي شول چې په همدغه لړ کې د ده وراره علي قلي خان په سیستان کې پاڅون وکړ.

نادر په دې پوه شوی و چې د پارس سرداران غواړي دی له منځه یوسي نو ځکه خو ده د افغان پوځ مشران راوغوښتل او په خپل ګارد باندې یې خپله بې باوري په ډاګه کړه او دا یې هم ورته وویل چې دی په افغانانو ډېر باور لري. د ده دغه خبره یوه جاسوس محمد قلي خان ته ورسوله او هغه یې له صالح خان سره شریکه کړه.

د شپې پر مهال محمد قلي خان، صالح خان، محمد خان قاجار، موسی بیګ افشار او د فوجا بېګ په لارښوونه اویا تنه مشران د نادر د خېمې لور ته روان شول. نور له خېمې نه بهر ودرېدل او یوازې صالح خان او مخمد خان قاجار ورننوتل. صالح خان د ده لاس په توره غوڅ کړ او قاجار یې سر ورپرې کړ.

ابدالي احمد خان چې د نادر له مرګ نه خبر شو له خپل پوځ سره د هغه د خېمې په لور روان شو. په دغه وخت کې پارسیانو د پنډغالي په لوټولو پیل کړی و چې جګړه پیل شوه.

کله چې د نادر افشار ووژل شو نو بیا احمد خان له خپلو پوځیانو سره کندهار ته راغی او د هغې جرګې له خوا چې اته ورځې پرله پسې ناسته وه، په نهمه غونډه کې مشر وټاکل شو.

د دغې جرګې په اړه ډاکټر ګنډا سنګ داسې کښلي دي: «اته ورځې پرله پسې غونډې روانې وې... په نهمه غونډه کې د محمدزیو مشر حاجي جمال خان د رایو اکثریت لاسته راوړ، خو اقلیت پیاوړی و... احمد خان دا هر څه په سړه سینه اورېدل، د صابر شاه په نامه یو ملنګ د احمد خان ادعا وړاندې کړه. نو بیا حاجي جمال خان سملاسي د احمد خان حقانیت ته غاړه کېښوده.»

خو غبار بیا په دې اړه وایي: «کله چې خراساني نادر شاه ووژل شو، افغاني پوځ چې له څلور زره غلجیانواو دولس زره ابدالیانو او ازبکانو نه جوړ شوی و د غلجي نور محمد خان او ابدالي احمد حان په مشرۍ د کندهار په لور وخوځېد. کومه چرگه چې د اکتوبر په میاشت کې په ۱۷۴۷ زېږديز کال د شېر سرخ مزار ته څېرمه جوړه شوه، په پای کې یې احمد خان خپل مشر وټاکه.

احمد شاه د خپلې واکمنۍ پر مهال څه وکړل؟

د ابدالي احمد شاه لومړی کار دا و چې په ټولو خواوو یې د یووالي غږ وکړ او بیا یې له بېلابېلو مشرانو یوه جرګه ګۍ جوړه کړه چې د گډون والو شمېر یې نهو تنو ته رسېده، او ده ته به یې د هېواد ملي چارو کې سلا ورکوله.

د دولت په جوړښت کې یې بامیزی شاه ولي خان صدراعظم وټاکه. د هېواد د فاع وزیر یې سردار جان خان، او لوی درستیز یې شاه پسند خان ونومول شول.

همداراز برخودار خان، عبدالله خان، نورالدین، او نور سرداران د افغانستان لوړپوړي چارواکي شول. د مالیې وزارت (عالي دیوان)، خزانه دار، کورنی امنیت، د جزا دفتر، استخبارات، مستوفیت، قضا، درالانشا، د قومونو او قبایلو جرګه، او په لسګونو لویې او وړې ادارې د دولت په جوړښت کې منځ ته راغلې.

احمد شاه په لومړي سر کې شپاړس زره منظم پوځ جوړ کړ چې په دې کې پلې او سواره ځواکونه شامل ول. احمدشاه همداراز له دېرش زرو نه زیات نامنظم ځواک درلود. خو د جګړې په مهال دغه ځواکونه څو برابرو ته رسېدل. د پلې پوځ له پاره شپږ روپۍ او د سورو لپاره دولس روپۍ تنخا ورکول کېده.

احمدشاه بابا له کابل نه تر پېښوره، او له کندهار نه نیولې تر هراته، او له خراسان نه راواخله تر بدخشانه پورې ملي یووالی ټینګ کړ. د هرات والي یې دروېش علي خان هزاره، د نیشاپور والي یې عباس علي خان، د مشهد والي یې شاه رخ افشار، د کشمیر والي یې خواجه عبدالله، د پټیاله والي یې امیر سنګ، د بلوچستان والي یې نصیر خان، د پنجاب والي یې زین خان مومند، د سند والي یې شهنواز خان، د ډېره اسمعیل خان والي یې موسی خان، او د ملتان والي یې شجاع خان غوره کړل. همدارنګه د بدخشان نه تر بادغیسه، او د زابل نه تر پېښور پورې یې د دولت استازي په دندو وګمارل. سکه یې په خپل نوم ووهله چې له سرو او سپینو زرو جوړه وه او یو تن هندي کارپوه یې عمومي خزانه دار وټاکه.

احمدشاه دراني ولې د خپلې واکمنې پر مهال پر نورو هیوادونو بریدونه وکړل؟

یو شمېر کسان پوښتنه کوي چې ولې احمد شاه ابدالي په باندنیو هېوادونو بریدونه وکول چې له کبله یې ډېر افغانان ووژل شول؟ د احمد شاه دراني د بریدونو لاملونه دېر دي، خو په لنډیز سره د ځینو ټکو یادول اړین بولم:

لومړی دا چې احمدشاه بابا لا واک ته نه و رسېدلی چې له هرات نه نیولې تر کابله پورې افغانستان د اوسني ایران تر ولکې لاندې و، او له کابل نه نیولې تر پېښوره پورې د هندي ګورګانیانو په واک کې و.

دویم دا چې د افغانستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو پولې د اوس په څېر څرګندې نه وې. کله به هېواد ډېر لوی شو، او کله به وړوکی شو.

دریم، د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال په منځنۍ اسیا کې په لسګونو سیمه اییزې واکمنۍ شته وې. په ایران کې اصفهان د علي مردان په لاس کې و. د پارس جنوبي برخې د کریم خان زند له خوا چلول کېدې. نور پارس د څو تنو سیمه اییزو واکمنانو په لاس کې و.

د خضر سواحل د محمد حسین قاجار په واک کې و. آذرباییجان د یوه افغان مشر آزاد خان غلجي له خوا اداره کېده. همدارنګه ډېر نور سیمه اییزه واکمنان یادولی شو چې د خپلمنځي جګړو له کبله یې احمدشاه بابا ته بلنه ورکړه چې په ایران کې هم خپل حکومت جوړ کړي.

د اورنګزېب (۱۱۷۰زېږدي) له مړینې وروسته د هند نیمه وچه د سلګونو سیمه اییزو واکمنانو تر ګواښ لاندې راغله. هر چا ځان پاچا ګاڼه حال دا چې انګرېزانو هم د ختیځې کمپنۍ په مټ ډېر واک او ځواک ترلاسه کړی و. د هند یو شمېر مغلي چارواکو او مذهبي پوهانو له دراني احمدشاه څخه و غوښتل چې هند ته راشي، او ورپېښو کورنیو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

د یادو شوو او نورو لاملونو له مخې احمد شاه بابا اړ شو چې اته وارې په هندوستان برید وکړي.

په لومړي سفر کې یې د غزني، کابل او پېښور نه وروسته سر هند لاندې کړ. د هند صدراعظم قمرالدین ووژل شو.

ابدالي احمد شاه د ۱۷۵۱ او ۱۷۵۲ کلونو په اوږدو کې د هند بل نظامي سفر وکړ. لامل دا و چې د پنجاب والي میر منو د مالیې له ورکولو ډډه وکړه. احمد خان په دغه سفر کې د حسن ابدال له لارې کشمیر، لاهور، پنجاب او ملتان ونیول او خپل هیواد پورې یې وتړل او میر منو هم لوړه وکړه چې خپل مالیات به په ټاکلي وخت هرومرو لیږې.

احمد شاه ابدالي بل ځل په داسې مهال (۱۷۵۶-۱۷۵۷ زیږدیز) د هند سفر وکړ چې د هند والي میرمنو (۱۷۵۳ زیږدیز) مړ شوی و. دی د بلوچستان له لارې سند او پنجاب او په پای کې لاهور ته ورسېد. "ادینه بیګ" لا د مخه تیښتې ته اړ شوی و. احمد خان د نواب نجیب الدوله، چې د سهارنپور والي و، په ملتیا مخ په ډیلي روان شو. د محمدشاه ګورګاني زوی احمد شاه ګورګاني او د ده استازو له خوا د احمد شاه بابا دروند هرکلی وشو او د جنوري په میاشت (۱۷۵۷ زیږدیز) کې ډیلي ته ننووت.

د پاني پت جگړه

په ۱۷۵۸ زیږدیز کال کې یو ځل بیا پنجاب بغاوت وکړ او سکانو په امرتسر کې ځانګړي تشکیلات جوړ کړل. مرهټیانو هم د پخواني وزیر غازي الدین په مشرۍ پاڅون وکړ او په پای کې ډیلي ونیول شو. راجپوتان هم د جګړې ډګر ته راننوتل، ادینه بیګ او ورسره ټولو یاغیانو ګڼ شمیر افغانان ووژل.

مرهټیانو نو په داسې حال کې پر افغانانو برید وکړ چې د دوه سوه زرو په شاوخوا کې جنګیالي ورسره ملګري ول. شهزاده تیمور او سردار جانخان له لاهور نه په شا شول او ځانونه یې اټک ته راورسول. دغو پیښو په نصیر خان هم اغیزه وکړه او د بلوچستان خپلواکي یې اعلان کړه.

احمد شاه د هیواد صدراعظم شاه ولي خان بلوچستان ته ولیږه او دی ورپسې ولاړ. نصیر خان عذر وکړ او خپله لور یې احمد خان ته ورکړه. ابدالی احمد شاه له دې وروسته کندهار ته راغی او په ۶۱-۱۷۶۰ کال کې د بولان له لارې سیند او بیا د پیښور په لور وخوځید او له هغه ځایه تیمور او جان خان هم ورسره مل شول. کله چې احمد شاه درانی سیمی ته ورسید په دغه وخت کې د ده د غلیمانو درې ځایه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې ول. خو افغان واکمن په "سهارنپور" کې نجیب الدوله او د روهیله نور سرداران لکه سوراله خان، حافظ رحمت خان، عنایت خان، قطب خان او نور له ځان سره ملګري کړل او د څلویښت زرو پوځونو په ځواک مخ په ډیلي روان شو. له خونړیو جنګونو وروسته سندیان او راجپوتان تسلیم شول او دی ډیلي ته ننووت. خو مرهټه له هندوانو او راجپوتانو سره په ګډه یو پیاوړی ځواک جوړ کړ.

احمد شاه بابا له خپلو جنګیالیو سره ځان پاني پت ته ور ورساوه، او بیا یې خپل ځواکونه داسې ځای په ځای کړل چې د سیالو ځواکونو هغه لارې بندې کړي چې ورته د خوړو او نورو مرستو توکي رسیدل.

جګړه د ۱۷۶۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۶ نیټه د پاني پت په میدان کې ونښته او تر درې میاشتو اوږده شوه. دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. د سر له زیانه سربېره یوازې ۲۲۰۰۰ مرهټه سرتېري ونیول شول، ۵۰۰ پیلان ،زرګونه اوښان، پنځوس زره اسان او ۲۰۰ زره غوایان د احمد شاه ابدالی پوځ ته په لاس ورغلل.

له دی پرته احمدشاه بابا بیا هم هند ته سفر کړی دی خو د پاني پت جګړه ټاکونکې وه او په دغه جګړه کې ښایې چې افغانانو له ۱۰ څخه تر د ۱۵ زرو په شاوخوا کې جنګیالي له لاسه ورکړي وي.

د لویدیځ په لور لښکرکشۍ

پر دې سربېره احمد شاه بابا د خپل هیواد لویدیځو سیمو ته هم سفرونه کړي دي. کله چې په ۱۷۴۹ زیږدیز کال هرات ته ورسید، امیر خان نه یوازې تسلیم نه شو بلکې په جګړه یې لاس پورې کړ خو درویش خان هزاره د ابدالی په ګټه پاڅون وکړ، امیر خان ووژل شو او درویش خان هزاره د هرات والې وټاکل شو.

بیا نو د هیواد صدراعظم شاه ولې خان بدخشان، تالقانو، کندز، سمنګان، بلخ، میمنه او نورې سیمې ولیدلې او د خپل حکومت استازي یې وټاکل چې په خپل وخت مالیه راټوله کړي.

احمد شاه درانې په ۱۷۵۰ کال کې یو ځل بیا د هیواد لویدیځو سیمو ته سفر وکړ، مشهد او نیشاپور یې مرکزي حکومت پورې وتړه او خپل استازي یې هلته مقرر کړل.

په ۱۷۶۹ کال کې په خراسان کې د هغه اخ وډب له کبله چې د شاه رخ میرزا د زامنو تر منځ (میرزا نصراله ـ نادر میرزا) د واک پر سر رامینځ ته شو، ابدلې احمد شاه یو ځل بیا د دې ستونزو په تړاو مشهد ته سفر وکړ. نوموړي د هغو ښیګنو له امله چې نادر افشار ورسره کړي ول، شاه رخ په خپل واک پریښود او هم يې د هغه لور ګوهر شاد خپل زوی تیمور ته په نکاح کړه.

ټولنیز خدمتونه

احمد شاه بابا د ملي یووالي په رڼا کې د پام وړ خدمتونه کړی دي. د ده په ټولواکمنۍ کې هر قوم او د ولس هر غړی که هغه مسلمان و او که سک، او که هغه هندو وه او یا د بل دین او مذهب لاروی و، ټولو ګډ ژوند درلود.

د کندهاد د نوي ښار بنسټ د احمدشاهي ښار په نوم د همدې ټولواکمن د واکمنۍ په مهال کیښودل شو. خو له بده مرغه چې د یوه ښاري اقتصاد د رغاونې په کار کې پاتې راغی.

د کابل ښار د بیا رغاونې له پاره یې ډیرې هلې ځلې وکړې او د خلم د ښار بنسټ یې هم کیښود. سودا ګریزو چارو ته یې هم پاملرنه د پام وړ وه. احمدشاه دیپلوماتیکې اړیکې هم پاللې او خپل استازي یې بیلابیلو هیوادونو ته لیږل او هم یې د هغوی سفیران خپل حضور ته رابلل. درانی احمد شاه د پښتو ژبې یو ښه شاعر و او د شعر دیوان یې هم خپور شوی دی.

احمدشاه ابدالي د هغې ناروغۍ له کبله چې هغه ته ورپېښه شوې وه په ۱۷۷۳ زیږدیز کال کې ومړ او په کندهار کې خاورو ته وسپارل شو.

لیکوال: شهسوار سنگروال
کتونکی: مسعود جهش