1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان فوتسال ټيم نړېوال جام ته ووت

۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبه

د افغانستان د فوتسال ملي ټیم نړېوال جام سیاليو ته د وتلو په وروستي پړاو «پلې آف» کې قرغزستان ته ۵ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکولو سره نړېوال جام ته ووت. دغه لوبه نن یکشنبه د اپريل ۲۸مه په ټایلند کې وشوه. افغانانو ېې هرکلی کړی.

https://p.dw.com/p/4fGvX
د آرشیف انځور - فوتسال
د آرشیف انځور - فوتسالانځور: Imago Images/Xinhua

د فوټسال په ننۍ لوبه کې چې ټایلند کې وه، د افغانستان ملي ټيم وتوانید چې خپل قرغزستاني حریف د ۵ په ۳ ګولو سره ماتې ورکړې. دې سره افغانستان د لومړي ځل له پاره د فوتسال نړېوال جام سیالیو ته ووت.

د فوتسال فدراسیون فني ډايرکټرو طاهر روفي، وايي چې افغانستان سږکال د لومړي ځل له پاره د اسیا جام سیالیو ته ووت چې د دغه جام په ډلیزو سیاليو کې ېې ایران پر وړاندې ۱ د ۳ په مقابل کې ماتې وخوړه، کويټ سره مساوي شو او بحرین په مقابل ۳ په ۲ سره بریالی شو.  

له دې پايلې سره د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي د آسیا له اتو نورو ټیمونو ډلې ته ځان ورساوه، خو په دې ډله کې له تاجیکستانه ۱ د ۲ په مقابل کې له ماتې وخوړو سره د آسیا جام له سیالیو حذف شو او نړېوال جام ته له نېغ په نېغه وتو پاتې شو.

خو د فوتسال آسیا جام نیمه وروستي پړاو ته د ازبکستان وتل، د آسیا څلورو حذف شوو ټيمونو ته د دې چانس په لاس ورکړ چې د پلې آف له لارې مخته ولاړ شي.

افغانستان په دې لړ کې عراق او قرغزستان ته ماتې ورکړه او نړېوال جام ته ېې لار ومونده.

د افغانستان پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني، د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په ګدون سیاستوالو او ګڼو عادي افغانانو نړېوال جام ته د افغانستان د فوټسال ټيم د وتلو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي دي.

غني پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې دغه بریا د «افغانستان د ملي ټيم غړو، معزیزو ځوانانو او ټول ولس ته مبارک وایم.»

مجاهد بیا پر ټويټر ليکلي: « ټولو هیوادوالو ته د فوټسال ملي لوبډلې ستره بریا او ۲۰۲۴ نړیوال جام ته د لار موندنې مبارکي وایم.»

عامو افغانانو هم پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان له دغې بریا هرکلی کړی او یو بل ته ېې مبارکيانې ورکړي دي.

د فوتسال نړېوال جام سيال روان ميلادي کال د ازبیکستان په کوربتوب ترسره کیږي چې په کې د افغانستان په ګډون ۲۶ ټیمونه ګډون ولري.