1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټایټانیک د يو مسافر ساعت په ۱،۴۶ میلیونه ډالره لیلام شو

۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبه

۱۲۰ کاله مخکې د خپل لومړي سفر پر مهال د ډوبې شوې کښۍ (ټایټانیک) د تر ټولو شتمن مسافر د مړي په څنګ کې موندل شوی جیبي ساعت، په ۱،۴۶ میلیونه ډالره لیلام او وپلورل شو.

https://p.dw.com/p/4fGxi
Uhr von «Titanic»-Passagier erzielt Millionensumme bei Auktion
د دې ساعت پر شا د جان جیکب ایسټور د نوم مخفف JJA نقش یا ښکل شوی دی.انځور: Henry Aldridge & Son/PA Media/dpa

د دې ساعت خرڅونکي لیلام خونې «هنري آلدرچ اینډ سن» وړاندوېنه کړې وه چې دغه ساعت به د (۱۰۰۰۰۰ او ۱۵۰ زره یورو) ترمنځ قیمت وپلورل شي.

د جان جیکب ایسټور څلورم د سروزو ۱۴ قراطه والتم جیبي ساعت د لیلامۍ داوبالایي له ۶۰ زره یورو څخه پيل شوې وه. دغه ساعت یوه امریکایي شخص پيرلی دی.

پر دې ساعت د جان جیکب ایسټور د نوم مخفف JJA نقش یا ښکل شوی دی.

د ۱۹۱۲م کال په اپریل کې د ټایټانیک له ډوبیدو څو ورځې وروسته کله چې د هغه مړی وموندل شو، نو دغه ساعت یې د جسد تر څنګ پروت وو.

جان جیکب ایسټور کوښښ وکړ او خپله ښځه یې چې اومیدواره وه د ژغورونې په وروستي کوچنۍ کښتۍ کې کښینوله چې له امله یې د هغې ژوند وژغول شو، خو دی پخپله بیا په اوبو کې ډوب او مړ شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا