1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک له داعش څخه د ملاتړ په تور یوه افغانه اخراجوي

۱۳۹۷ تیر ۷, پنجشنبه

ډنمارک له دوو هغو پخوانیو مهاجرو څخه د دغه هیواد تابعیت اخیستی دی چې د داعش له ترهګرې ډلې څخه یې ملاتړ کړی. همدارنګه د یوې افغانې په ګډون دوه ښځې په بند محکوم شوې دي. ټاکل شوې ده چې دغه افغانه تر بند وروسته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/30SwE
Dänemark, Kopenhagen: Presse vor dem Gerichtssaal zum Mordfall Kim Wall
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Rasmussen

د ډنمارک یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د هغو دوو تنو تابعیت بیرته اخیستی دی چې هڅه یې کړې وه په سوریې کې له داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره یوځای شي. محکمې دوه ښځې هم د ورته جرم له امله محکومې پیژندلي دي.

د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن د کلوستروپ ناحیې محکمې ویلي دي چې له یوه ۲۱ مراکشي الاصله ډنمارکي او یوه الجزایري الاصله ډنمارکي څخه د یوه بهرني ترهګریز سازمان د ملاتړ له امله ډنمارکي تابعیت اخیستل شوی دی.

محکمې زیاته کړې ده چې دغه دوه تنه سړي هر یو یې په دری دری کاله بند هم محکوم شوي دي. دوی دواړه به د خپل بند دورې تر بشپړولو وروسته له ډنمارک څخه اخراج کړای شي.

په عین وخت کې دوه تنه ښځې هم د ورته تور له امله ګرم پیژندل شوي او هره یوه یې په دری دری کاله بند محکومې شوي دي. له دغو ښځو څخه هم د ډنمارک تابعیت او د اقامې حق اخیستل کیږي. خو چارواکو ویلي دي چې د دوی له جملې څخه یوازې یوه ښځه به چې ۲۲ کلنه او د افغانستان تابعیت هم لري د خپل دری کلن حبس دورې تر بشپړولو وروسته افغانستان ته اخراج شي.

د دغې افغانې ښځې تر څنګ یوې ۱۸ کلنې ډنمارکۍ نجلې هم د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره د یوځای کیدو کوښښ کړی وو او له همدې امله په دری کاله بند محکومه شوې ده.

د «ریتزاو» خبري آژانس په حواله دا لومړی ځل دی چې د ډنمارک یوه محکمه له ترهګریز سازمان سره د یوځای کیدو د هڅې له امله ښځې په بند محکوموي.

دوه الجزایري او مراکشي سړو او یوې افغانې ښځې د ۲۰۱۷ م کال په مارچ میاشت کې ترکیې ته تیښته کړې وه او هلته تر نیول کیدو وروسته بیرته ډنمارک ته استول شوي ول. یوه بله ځوانه نجلۍ چې په هغه وخت کې ۱۷ کلنه وه، د دې له پاره چې مور پلار یې پاسپورت ځنې اخیستی وو، ونه شو کولی له دوی سره ترکیې ته لاړه شي.

دغو څلورو محکوم شویو کسانو پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي او د استیناف غوښتنه یې کړې ده. دوی ویلي وو چې ترکیې ته د دوی د سفر موخه د ۱۹ کلن هلک او ۱۷ کلنې ډنمارکۍ نجلې د واده مراسم ول. تیر کال هم نوموړي محکمې یو بل تن هم په پنځه کاله بند محکوم او ډنمارکي پاسپورت یې ترې اخیستی وو. دغه کس هم په خپله خوښه په سوریه کې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې له پاره جنګیدو ته امادګي ښودلې وه.