1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرو له پاره د اقامې لس ډولونه

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

په آلمان کي مهاجر او پناه غوښتونکي څه ډول ممکنه اقامې تر لاسه کولای سي؟ په دغه مطلب کي يې لس ډولونه پېژندلای سئ.

https://p.dw.com/p/36EY2
Aufenthaltserlaubnis-Beschäftigung
انځور: gemeinfrei

د پناه غوښتونکو او مهاجرو له پاره د درجو پر اساس په آلمان کي د اقامې يا قانوني پاتېدو له پاره لس ممکنه مؤقفه موجود دي. دغه لس ډولونه په دې مطلب کي داسي معرفي کيږي چي ترتيب يې د محافظت د درجې له مخي انتخاب سوی دی. يعني د محافظت د تر ټولو لوړو درجو لرونکو له پاره اقامې په سر کي راغلي دي:

۱ ـ د سياسي پناه اقامه
(درې کلنه، شين پاسپورټ، د کار غېر محدوده اجازه)


دغه درې کلنه اقامه چي عموماً د قبولۍ پر يوه شين رنګ لرونکي پاسپورټ ورکول کيږي، تر لاسه کوونکی شخص د آلمان د مرکزي پارلمان په ټاکنو کي د رايه اچونې په استنثنا نژدې نور ټول هغه حقونه ترلاسه کوي، لکه يو آلمانی چی یې لري. د بېلګي په توګه دغه کس په سمدلاسه توګه کار لټولای او کولای سي او په همدې شان د آلمان په هره سيمه کي چي وغواړي اوسېدلای سي. دغه اقامه لرونکي د خپل کاروبار شروع کولو اجازه هم لري. د دې تر څنګ د دغې اقامې لرونکي کولای سي چي خپله مېرمن يا خپل سړی او تر ۱۸ کالو کښته ټول ماشومان هم آلمان ته راوغواړي. دغه درې کلنه اقامه د نورو درو کالو له پاره تمديديږي او يا هم په دايمي اقامه او بيا آلماني تابعيت بدلېدلای سي.
 

دغه اقامه او ورسره ملګری محافظت هغه وخت له منځه تللای سي کله چي پناه تر لاسه کوونکی په آلمان کي د خپل هيواد سفارت ته پخپله خوښه د ملي پاسپورت د تر لاسه کولو يا تمديد يا ورته کار له پاره مراجعه او يا هم خپل هيواد ته سفر وکړي. له همدې کبله آلمان تر قبولۍ وروسته په سمدلاسه توګه قبول سوي کس ته شين پاسپورت ورکوي او ورڅخه غوښتنه نه کوي چي د خپل اصلي هيواد له قونسلګرۍ يا سفارت څخه پاسپورت واخلي او يا يې تمديد کړي.

د لومړۍ درجې قبولۍ دغه اقامه د آلمان د اساسي قانون د شپاړسمي مادې الف او د اقامې د قانون د ۲۵ پاراګراف د لومړۍ فقرې (Art. 16 a GG., Aufenthaltserlaubnis §25 Abs.1 AufenthG.) پر اساس پناه غوښتونکو ته ورکول کيږي. خو دغه قبولي او ورسره ملګرې عموما درې کلنه اقامه هغه وخت يو پناه غوښتونکي ته ورکول کيږي چي پر نورو شرايطو سربيره دا شرط هم پوره کړي وي چي له خپل هيواد څخه مستقيم په الوتکه کي آلمان ته راغلی وي. يعني د اروپايي ټولنې د نورو غړو هيوادونو په گډون په بل هيڅ داسي هيواد کي نه وي کښته يا پاته سوی چي د ژينف د پناه غوښتنې کنوانسيون يې لاسليک کړی وي.

د دغې اقامې يا قبولۍ د درجې تر لاسه کوونکو شمېر تر نورو ټولو ډېر کم وي. دا ځکه چي شرايط يې ډېر سخت دي. د بېلګي په توګه پناه غوښتونکی بايد د خپل سياسي فکر، قومي تړاو، دين، هم جنسبازۍ، اقليت سره تړاو او ورته نورو فردي لاملونو له کبله تر دولتي تعقيب لاندي وي. په بله اصطلاح داسي ستونزه ولري چي په خپل هيواد کي يې واکمن دولت يا يو دولتي ارګان تعقيبوي. په دې ترڅ کي د يوې کوچنۍ غير دولتي ډلې يا اشخاصو له خوا تعقيب د قبولۍ سبب نه کيږي. پر دې سربيره داسي يوه ستونزه چي نه يوازي دغه پناه غوښتونکی، بلکي ټوله سيمه يا ټول خلک ورسره مواجه وي لکه کورنۍ جګړه، نو هغه هم د لومړۍ درجې قبولۍ سبب نه ګرځي.

۲ ـ د ژنيف کنوانسيون پر اساس د قبولۍ اقامه
(درې کلنه، د کار غېر محدوده اجازه)


دغه اقامه د ژنيف د کنوانسيون د آلمان د اقامې د قانون د ۶۰ پاراګراف د لومړۍ فقرې او د اقامې قانون د ۲۵ پاراګراف د دويمې فقري

(§ 60 Abs. 1 AuftenthG., § 25 Abs. 2 AufethG.) پر اساس ورکول کيږي. که درې کاله وروسته بيا هم د محافظت لاملونه پر ځای پاته وي نو د دايمي اقامې ترلاسه کولو امکانات سته. د دغې اقامې لرونکي د آلمان په هغه سيمه کي چي خوښه يې وي ژوند کولای سي او په غير محدوده توګه د کار اجازه لري. دغه اقامه لرونکي د ژبي د کورس او نورو ټولو ټولنيزو مرستو مستحق وي او خپله کورنۍ لکه مېرمن يا سړی او تر ۱۸ کلنۍ کښته ماشومان آلمان ته رابللای سي.

دغه اقامه د پناه غوښتونکو په تړاو د ژنيف کنوانسيون له مخې ورکول کيږي. د اړونده قانون د لومړۍ فقرې پر اساس د قبولۍ مؤقف د محافظت له مخي د سياسي پناه تر لاسه کوونکو د مؤقف سره تقريبا يو شان دی. د سياسي پناه ترلاسه کوونکو له مؤقف سره يې توپير دا دی چي ضروري نه ده چي پناه غوښتونکی له خپل هيواده په مستقيمه توګه المان ته راغلی وي. د دې تر څنګ دا شرط هم نه سته چي پناه غوښتونکی به حتماً تر دولتي تعقيب لاندي وي. د دغې قبولۍ له پاره دا هم کفايت کوي چي تعقيب د غېر دولتي خو قوي ډلې له خوا وي او دولت له دغې ډلې څخه د پناه غوښتونکي د ساتنې مؤثر واک يا اراده و نه لري.

۳ ـ د دويمي درجې قبولۍ اقامه
(يو کلنه، د کار غېر محدوده اجازه)


د دويمي درجې قبولي (Subsidärer Flüchtlingsschutz) هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کيږي چي په خپل هيواد کي د اعدام سزا، شکنجې، غېر انساني چلن، جبري کار، لوږې يا ورته حالاتو سره مخامخ وي. د دغه ډول پناه تر لاسه کوونکو ته د آلمان د اقامې د قانون د ۶۰ پاراګراف د دويمي تر څلورمې فقرې(§ 60 Abs. 2 bis 4 AufenthG.) پر اساس ميعادي اقامه ورکول کيږي. عموما دغه اقامه يو کلنه وي او که د پناه غوښتونکي په هيواد کي د تېښتي لاملونه همداسي پاته وي نو هميشه د دوو دوو نورو کالونو له پاره تمديدېدلای سي. د دغې اقامې لرونکي په غير محدوده توګه په آلمان کي د کار کولو اجازه او د ادغام او ژبو د کورسونو ويلو امکانات لري.

د دويمي درجې قبولۍ او ورسره تړلې اقامه زيات وختونه د کورنيو جګړو څخه تښتېدلو پناه غوښتونکو ته ورکول کيږي. د بېلګې په توګه له ۲۰۱۵م کال راهيسي آلمان ته راغلو سوريايي پناه غوښتونکو ته دغه قبولي ورکړل سوې ده.

د ۲۰۱۸م کال د نوو قواعدو له مخي هره مياشت يوازي ۱۰۰۰ کسان کولای سي چي په آلمان کي د خپلي کورنۍ له خپلو هغو غړو سره يوځای سي چي د دويمي درجې قبولي ورکړل سوې وي. د دې تر څنګ په آلمان کي اوسېدونکي کسان بايد له دولت څخه د ټولنيزو مرستو ترلاسه کوونکي نه وي، اړين مقدار خپل معاش ولري او د راتلونکو کورنۍ غړو (مېرمن يا مېړه، کم سنه ماشومانو) د اوسېدو له پاره په کافي اندازه ځای ولري. د نورو شرايطو تر څنګ يو شرط دا هم دی چي قبولي تر لاسه کوونکی کس بايد په ټاکلې لنډه موده کي له خپلې کورنۍ سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړي.

۴ ـ د بشري لاملونو له کبله د اخراج د ممانعت اقامه
(يو کلنه، د کار غېر محدوده اجازه)


هغه کسان چي خپل هيواد ته يې اخراج د اروپا د بشري حقونو د کنوانسيون د نقض معنی درلولای سي، نو د هغوی د اخراج ممانعت اعلانيږي او هغوی ته يو کلنه اقامه ورکول کيږي. دا هغه وخت که د دغو کسانو ژوند، جسمي سالميت او آزادۍ ته ښکاره او لوی ګواښ موجود وي. د بېلګي په توګه هغه کسان چي داسي ناروغي ولري چي په هيواد کي يې درملنه ممکنه نه وي او يا داسي کسان چي په هيواد کي يې د لوږي ناورين وي، نو کولای سي چي د اخراج د ممانعت اقامه تر لاسه کړي. د اخراج دغه ممانعت او اقامه د اړونده قانون د ۶۰ پاراګراف د ۵مې فقرې او د ۲۵ پاراګراف د ۳يمې فقرې (§ 60 Abs. 5 AufenthG., § 25 Abs. 3 AufenthG.) پر اساس ورکول کيږي.

که د اړونده کس په اصلي هيواد کي لا د اخراج د ممانعت سبب سوي لاملونه پر ځای پاته وي نو اقامه يې بيا تمديدېږي. د دغې اقامې لرونکي کسان په غېر محدوده توګه په آلمان کي د کار کولو اجازه لري. د دې تر څنګ هغوی ممکن د بنيادي اړتياؤ له پاره ټولنيزي مرستي او د ادغام کورسونه هم ترلاسه کړي. د دغې اقامې لرونکي تر ۷ کالو وروسته د ځانګړو شرايطو د پوره کولو په صورت کي د دايمي اقامې غوښتنه کولای سي.

۵ ـ د پناه غوښتني پروسې پر وخت اقامه
(درې مياشتنۍ)


هغه کسان چي په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي نو هغوی ته يو ډول تصديقنامه يا سند ورکول کييږي چي پکښي تائيد سوې وي چي د دغه کس د پناه غوښتني دوسيه ادامه لري. دغه سند ته په آلماني ژبه (Aufenthaltsgestattung) وايي چي د پناه غوښتني د قانون د ۵۵ پاراګراف (§ 55 AsylVerfG.) پر اساس پناه غوښتونکي ته ورکول کيږي. دغه سند په لومړي سر کي د درو مياشتو له پاره پناه غوښتونکي ته ورکول کيږي او بيا د شپږو مياشتو له پاره تمديديږي. دغه سند هغه وخت باطليږي چي پناه غوښتونکی خپله پناه غوښتنه بېرته واخلي.

د دغه سند لرونکی کس په اصل کي تر ۹ مياشتو پوري د کار کولو اجازه نه لري. خو د آلمان نوي ائتلافي حکومت په خپل ائتلافي تړون کي پر دې توافق کړی دی چي د دغه سند درلودونکو له پاره به د کار د ممانعت ميعاد ۳ مياشتو ته راکم کړي. که يو کس تر ۴۸ مياشتو پوري په پرله پسې توګه دغه سند ولري نو تر هغه وروسته بيا په غير محدوده توګه د کار کولو اجازه تر لاسه کوي. هغه کسان چي ۱۲ مياشتي پرله پسې دغه سند ولري هغوی کولای سي چي د چارواکو بې اجازې هم مسلکي زده کړې پېل کړي.

۶ ـ د سهميې او بيا مېشتېدونکو مهاجرو اقامه
(ميعادي اقامه، د کار غېرمحدوده اجازه)


سهميه وي مهاجر هغه کسان دي چي د بشري لاملونو پر اساس آلمان ته له بهر څخه راوستل کيږي. دغه کسان، آلمان د نړيوالي مرستي د يو ګډونوال هيواد په توګه په يوه ځانګړي شمېر کي مني. دا چي آلمان څومره مهاجر له کوم هيواد يا يوه نړيوال مرستندوی فعاليت په ترڅ کي په رضاکارانه توګه پر غاړه اخلي، پريکړه او اعلاميه يې د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر غاړه وي.

دغه مهاجر چي کله آلمان ته راوستل سي نو هغوی ته بې له دې چي د پناه غوښتنه وکړي، د قبول سوو مهاجرو مؤقف يا مقام ورکول کيږي. په دې توګه نو دغه مهاجر د پناه غوښتني تر جنجالې او په زياتو مواردو کي اوږدمهالې پروسې نه تيريږي. دغه کسانو ته د اقامې د قانون د ۲۳ او ۲۴ پاراګراف (§ 23 und § 24 AufenthG.) پر اساس ميعادي اقامې ورکول کيږي. که د دغو مهاجرو په اصلي هيواد کي د تېښتي لاملونه پر ځای پاته وي نو دغه اقامې تمديديږي. دغه مهاجر و آلمان ته له راتګ سره سم په غېرمحدوده توګه د کار کولو اجازه لري.

د دغې اقامې لرونکي کسان د ټولنيزو مرستو او د ادغام او ژبو د کورسونو مستحق وي. خو د دغې اقامې لرونکي کسان کولای نه سي چي په خپله خوښه د اوسېدو ځای انتخاب کړي. بلکي دغه مهاجر د ځانګړې سهميه وي فورمولې پر اساس د آلمان پر بيلو فدرالي ايالتونو وېشل کيږي.

۷ ـ د عالي ايالتي ادارې له خوا له اخراج څخه محافظت ترلاسه کوونکو اقامه
(شپږمياشتنی دولدونګ)


د آلمان د هر ايالت د کورنيو چارو وزارت په دې لړ کي د عالي ايالتي ادارې څخه عبارت وي. دغه وزارت په ايالت کي د موجودو ټولو (Ausländerbehörde) يا بهرنيانو له پاره د مؤظفه ادارو نظارت پر غاړه لري او د اقامې د قانون د ۲۳ پاراګراف د لومړۍ فقرې (§ 23 Abs. 1 AufenthG.) پر اساس د مهاجرو د اخراج ميعادي محافظت اعلانوي.

د اخراج دغه محافظت شپږ مياشتنی وي او تر لاسه کوونکی کس ته د يادې مودې له پاره دولدونګ (Duldung) اقامه ورکول کيږي. د ياد آلماني لغت پښتو معنی «زغم» يا «برداشت کول» ده. د دغه سند لرونکي کسان د کار کولو اجازه نه لري او مکلف دي چي په ورته منتخب سوې سيمه کي واوسيږي. دغه اقامه «مجروح کېدونکو» کسانو ته ورکول کيږي. د بېلګی په توګه لکه د آلمان د شليسويګ هولشتاين ايالت چي د ۲۰۱۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټي پوري د سربستان او مقدونيا سره د تړاو لرونکو روما (جټانو) له اخراج څخه د شپږو مياشتو پوري صرف نظر کړی ؤ.

۸ ـ په اخراج کي له خنډ سره مخامخ مهاجرو سند
(دولدونګ)


هغه کسان لکه رد سوي مهاجر چي په آلمان کي د پناه يو ډول محافظت هم نه لري خو اخراج يې د بعضو لاملونو له کبله دمګړی ممکن نه وي، هغوی ته د اقامې د قانون د ۶۰ پارګراف الف (§ 60 a AufenthG.) په رڼا کي د دولدونګ (Duldung) په نوم سند ورکول کيږي. دولدونګ په اصل کي اقامه يا په آلمان کي د اوسېدو اجازه نه سي بلل کيدلای، بلکي دغه تر اخراج پوري يو عبوري سند دی. يعني د دغه سند کسان په اصل کي له آلمان څخه په وتلو مکلف (vollziehbar ausreisepflichtig) دي، خو دا چي د اخراج امکانات يې نه سته نو د هغوی له اخراج څخه صرف نظر کيږي ولي چي خنډونه موجود وي.

د اخراج خنډ د بېلګي په توګه دا کيدلای سي چي يو په وتلو مکلف کس د سفر اسناد و نه لري او يا يې هويت څرګند نه وي. دلته د دوو ډولو خنډونو توپير کيږي يو هغه خنډ چي پکښي د اړونده کس ملامتيا نه وي، لکه د هيواد سفارت يا قونسلګري يې د خپل هيواد وګړی نه مني او يا يې په اسنادو جوړولو کي خنډونه جوړوي. دويم د اخراج خنډ داسي کيدلای سي چي لامل يې د اړونده په اخراج مکلف کس خپله ملامتيا وي لکه هغه خپل اصلي هويت پټ کړي وي يا يې په تثبيت کي خنډونه جوړوي.

د دولدونګ ميعاد له کمو ورځو څخه تر څو مياشتو پوري کيدلای سي. تر يو کال پوري د دولدونګ لرونکي کسان د کار اجازه نه لري. تر يو کال وروسته که البته اړونده د کار د ادارې يا آژانس اجازه او موافقه موجوده وي، نو کار کول يې ممکن کيږي. تر څلورو کالو دولدونګ درلودلو وروسته په دغه کس په غير ميعادي توګه د کار اجازه تر لاسه کوي.

۸ الف ـ د ممکنه اوږدمهالو د اخراج خنډونو سره مخامخ کسانو اقامهد آلمان د اقامې د قانون د ۲۵ پاراګراف د ۵مې فقرې (§ 25 Abs. AuftenthG.) په رڼا کي که په اخراج د مکلف يو کس په اخراج کي بې له د هغه د ملامتيا خنډونه ۱۸ مياشتي پر ځای پاته سي نو د (Aufenthaltserlaubnis) ميعادي اقامه ورکول کيدلای سي. خو دا هغه وخت چي دغه کس د خپل هويت په ترڅ کي غلط معلومات نه وي وړاندي کړي او د بهرنيانو له پاره اړونده چارواکي دې نتيجې ته ورسيږي چي د دغه کس اخراج په راتلونکې نژدې وخت کي ممکن نه دی.

۸ ب ـ د ښه مدغم سوو ځوان مهاجرو له پاره اقامه

له۲۰۱۱م کال راهيسي په اخراج مکلف او دولدونګ لرونکو کسانو ته د ځانګړو شرايطو پر اساس د اقامې د قانون د ۲۵ پاراګراف الف (§ 25 a AuftenthG.) په رڼا کي اقامه ورکول کيدلای سي. دا هغو کسانو ته د «ښه مدغم سوو ځوانانو» خطاب کيدلای سي. هغوی بايد لاندني شرايط پوره کړي:

ـ دولدونګ لرونکي بهرنی واوسي چي تر ۱۵ کلنۍ کښته آلمان ته راغلی وي.
ـ د دغې اقامې له پاره د ژوند د شپاړسم او دوه دويشتم کال تر منځ غوښتنليک وړاندي کړي.
ـ دغه ځوان يا پيغله بايد په دوامداره توګه په آلمان کي د دولدونګ يا د پناه غوښتني د روانې پروسې په ترځ کي په آلمان کې اوسېدلی وي.
ـ هغه يا خو په آلمان کي ۶ کاله په ښوونځي کي زدکړي کړي وي او يا يې په آلمان کي يو منل سوی د ښوونځي يا حرفوي زدکړو بری ليک په لاس راوړی وي.

که د دغه ځوان يا پېغلي والدين د ټولنيزو مرستو ترلاسه کوونکي نه واوسي، د اخراج په خنډونو کي د دوی خپله ملامتيا نه وي، نو کولای سي چي هغوی د خپلو اولادونو د اقامې په ترڅ کي پخپله هم دغه اقامه په لاس راوړي.

د دغې اقامې لرونکي د آلمان په هره سيمه کي چي يې زړه غواړي واوسيږي، کولای سي ژوند وکړي.

۹ ـ په خپله ملامتيا د اخراج خنډونه جوړونکو سند

هغه کسان چي د خپل هويت په تثبيت کي يې اړينه همکاري نه وي کړې او يا حتی درواغ يې ويلي وي او خپل اصلي نوم او هيواد د معلومېدو مخنيوی کوي، هغوی ته د اقامې د قانون د ۶۰ پاراګراف د دويمې فقرې (§ 60 Abs. 2 AufenthG.) پر اساس تر اخراج پوري دولدونګ سند ورکول کيږي. خو دغه کسان په دوامداره توګه له دې ګواښ سره مخامخ وي چي اخراج به سي.د بېلګي په توګه هغه وخت که آلمان يې له هيواد سره د بېرته لېږد تړون لاسليک او په دې توګه اخراجونه آسان کړي.

د دغه دولدونګ لرونکو کسانو له پاره هم تر يوه کاله پوري د کار ممانعت وي خو تر يوه کال وروسته که چارواکي ورسره موافق وي نو کار کولای سي. دغه کسان مکلف وي چي په معينه سيمه کي واوسيږي.

۱۰ ـ ناقانونيت

د يو بهرني له پاره په آلمان کي پاته کېدل هغه وخت ناقانونه بڼه خپله وي، چي هغوی آلمان ته د خپل هيواد پرته له بل هيواد څخه راداخل سوي وي او په آلمان کي يې نه د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې «بامف» سره او نه يې هم ځان د بهرنيانو په اداره کي ثبت کړی وي. د ناقانونيت حالت هغه وخت هم رامنځ ته کيږي کله چي د پناه غوښتونکي د پناه غوښتني ټول مراتب د منفي جواب لامل سوي وي او دغه کس ځان پټ کړي. دا هغه وخت چي کله پوليس او اړونده چارواکي نور نه وي خبر چي دغه کس چيري دی او چارواکو ته دا هم نه وي جوته سوې چي دغه کس له آلمان څخه وتلی دی. په داسي يو حالت کي اړونده کسان د مطلوبو کسانو په ليسټ کي شامل کيږي.

د مهمو لنډيزونو او نومونو تشريح:

Grundgesetz (GG.) ـ د آلمان اساسي قانون
Asylverfahrengesetz (AsylVerfG.)
ـ د پناه غوښتنې د ځانګړو قوانينو مجموعه
Aufenthaltsgesetz (AufenthG.)
ـ د اقامې د قوانينو مجموعه
Artikel (Art.)
ـ د قانون ماده
Paragraph (§)
ـ د قانون پاراګراف
Absatz (Abs.)
ـ د قانون د پاراګراف فقره

مهمه حقوقي يادونه:

دغه معلومات په هيڅ توګه د بشپړتيا ادعا نه لري او نه هم د دې ادعا لري چي تر ټولو تازه بې له غېر قصدي سهوې دي وي. دغه معلومات د يو وکيل او حقوقي کارپوه د مشورې ځای نه سي نيولای او نه يې هم ادعا لري. په دغه مطلب کي راغلي معلومات د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه د آلمان د عدليې د وزارت، بامف ادارې، په برلين کي د مهاجرو د پاڼې او يو شمېر نورو منابعو څخه اخيستل سوي دي.
]
ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی[