1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مجرمو پناه غوښتونکو په اړه بحثونه

۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه

په آلمان کي کورني سياستوال د هغه پناه غوښتونکو په اړه بحثونه کوي چې مجرم پيژندل شوي وي او يا د مجرم شک پرې کيږي.

https://p.dw.com/p/393eE
Syrien Symbolbild
انځور: Reuters/M. Djurica

د آلمان د داخله چارو وزيرانو د کنفرانس رئيس هولګر شتالکنیشت په اوس وخت کې سوريې ته د دغه ډول رد شوو پناه غوښتونکو بيرته ستنول رد کړل.

د سه شنبې په ورځ په زاکسن ان هالت ايالت کې د داخله چارو د وزیرانو کنفرانس رئیس هولګه شتالکنيشت شپيګل مجلي ته  وويل: «اوس آلماني چارواکي هيڅ سوريايي مهاجر بيرته سوريې ته نه شی استولای.» هغه په دې اړه وويل چې که څوک بل ډول ادعا کوي نو بايد د بهرنيو چارو د دفتر له خوا د وضيعت په اړه رپوټ ته يو نظر وکړي چې وايې په اوس وخت کي په سوريه کې د بيرته ورګرځيدلو له پاره هيڅ کوم ځای نه شته.

سوریه د بيرته ورګرځیدونکو مهاجرو له پاره څومره خطرناکه ده؟ د آلمان د داخله چارو د وزيرانو کنفرانس د نوامبر مياشتي له اته ويشتمې نيټې د آلمان په ماګده بورګ ښار کې پيل شوی. په دې باره کې چې مجرمين او هغه چې د آلمان له پاره د خطر احساس ترې کيږي سوريې ته واستول شي. سربيره پر دې د سوريې له پاره د روان بنديز نيټه په دسمبر میاشت کې پای ته رسيږي.

په دې کنفرانس کښي به پر نورو سربيره پر دې بحث وشی چې آيا د هغه پناه غوښتونکو اخراج لا هم وځنډول شي چې د هغوی په هيوادونو کې جګړه دوام لري.

شتالکنيشت د شپيګل مجلې ته وويل: «زه په دي باور لرم چې د کورنيو چارو د وزيرانو کنفرانس به د اخراج کولو نيټه شپږ مياشتې او يا کيدای شي يو کال وغځوي او بيا وروسته به وضعیت بيا و ارزوي».

د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند مشرتوب ته کانديد فريديش ميرڅ د سه شنبې په ورځ له شتوتګارت ورځپاڼې سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې د هغو پناه غوښتونکو پر وړاندي چې مجرم پيژندل شوي وي کوټلي ګامونه پورته شي. «دا نه شي کيداي چې يو مجرم کس چې له قانون څخه سرغړونه کوي محکوم شوی وي او په حقيقت کي بايد له آلمان څخه ووزي، لا هم آزاد ګرځي».

ميرڅ وويل: «تورن شوي کسان باید ونيول شي او محکامه شي. دغه راز د قانون حاکمیت ته په پام سره لکه د سوريې په څير جګړه ځپلو سیمو ته اخراج کول منع وي».

په ورته وخت کې د زرغون ګوند وياندي آيرين ميهاليک د آلمان فدرالي جنايي پوليسو په پلان کې له قانون څخه د سرغړونکو پناه غوښتونکو له پاره د نمرو ورکولو يو سیستم جوړلو په اړه انتقاد وکړ. هغې د آلمان له ARD تلويزيوني چينل له سهارنۍ مجلې سره په خبرو کي دغه پروژه نامناسبه وګڼله او ويې ويل چې کيداي شي مجرم کسان به پرته د نمرو ورکولو له سیستم څخه هم وپيژندل شي.

د آلمان د جنايي ادارې مشر هولګر مونش په دې وروستيو کي شپيګل مجلې ته ويلي ول: «د آلمان پلیس او جنايي ادارې غواړي په ټول هيواد کې د شکمنو او مجرمينو په اړه معلومات راټول کړي».