1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کارفرمايانو څخه د ځينو پناه غوښتونکو کارګرانو شکايت

۱۳۹۷ اسفند ۱۱, شنبه

په آلمان کې ډيری کارفرمايان خپلو کارکونکو سره د ښه چلند کولو قانون په ښه توګه مراعاتوي او دغې مسئلې ته پابنده دي. خو ځينې استثناوې هم شته. يو شمير مهاجرو دويچه وله ته ويلي چې کارفرمايان يې حق خوري او بد چلند ورسره کوي.

https://p.dw.com/p/3EMHs
Deutschland Aufnahmestelle für Flüchtlinge Zirndorf
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

سوريايي مهاجر عماد آلمان ته تر رسيدو يونيم کال وروسته د يو مهاجر په توګه د پاک کارۍ په يوه شرکت کې په کار پیل وکړ. د دغه شرکت مالکه يوه عربه ښځه وه چې د عماد په څير له يوه عربي هيواده آلمان ته راغلې وه.

د عماد او د شرکت د خاوند تر منځ د ژبې او کلتوري نژدې والی او ترڅنګ د پيژندګلوۍ او امنيت احساس د دې سبب شو چې د دوي ترمنځ روابط ډير ژر برقراره شي. عماد به نيم وخت له مالياتي کارت او نيم وخت نور به يې له مالياتي کارت پرته کار کاوه. د دا ډول کار په نتيجه کې د هغه کارفرما اړ نه وو چې د عماد د اجتماعي بيمې له پاره پيسې تحويل کړي.

عماد له دويچه وله سره په مرکه کې وويل: «ډيری کسان چې هلته کار کوي سوريايي مهاجر دي.» د عماد په وينا په دغه شرکت کې ۲۰۰ کسان کار کوي. هغه زياتوي: «زموږ څخه هر يو بايد د کار په يوه شيفت کې ۲۰ کوټې پاکې کړې. له ۲۰ کوټو تر پاکولو څخه د مخه څوک د تللو اجازه نه لري، حتی که ډير ځنډ هم رامنځ ته کيږي. دا ډير سخت کار دی. روغتيايي بيمه نه لرو او کارکونکو پورې اړوند له هيڅ ډلو حقونو څخه برخمن نه يو.»

د ګډ کلتور او ګډې ژبې رول

د شرکت خاوند له يوې مودې راهيسې پناه غوښتونکي د کارګرانو په توګه انتخابوي. دا چې ډيری پناه غوښتونکي د لږ مودې راهيسې په آلمان کې ژوند کوي نو د دغه هيواد له قوانينو سره پوره بلديا نه لري. په دا ډول يوه وضعيت کې همژبيتوب او د فرهنګي نژدې والي موجوديت مهم رول لوبوي.

Deutschland  - Arbeitslose stehen Schlange
د آلمان په يوه اداره کې د کار له پاره د درخواست کونکو کتارانځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

د عماد په وينا کې څوک د دغو شرايطو لاندې خپل کار ته ادامه ورنکړي نو له کاره وښکل کيږي. هغه وايي چې د شرکت له خاوندې څخه يې د کار د قرارداد غوښتنه کړې خو هغې نه ده منلې. له همدې امله عماد بلاخره اړ کيږي چې له درو مياشتو سخت کار او استثمار کيدو وروسته له دغه کاره ووځي.

عماد سره د آلمان د کار آژانس د مرستې سربيره، هغه نه وو توانيدلی چې له هغې مخکې ځان ته کار پيدا کړي. دی وايي چې په سوريه کې د پوځ افسر وو او اوس په دې لټه کې دی چې د خپل مسلک اړوند کار پیدا کړي. عماد فکر کوي چې ښايي په يوه امنيتي څانګه کې به کار وکړي خو وايي چې دا به اسانه هم نه وي. هغه وايي: «په کوم ځای کې چې زه ژوند کوم دا ډول کارونه ډیر دي. خو په عين وخت کې د دغو کارونو اجوره ډيره کمه ده.»

د «شديدو استثمارونو» موارد

که څه هم په آلمان کې داسې موارد عام نه دي چې څوک دې د عماد په څير د مالياتي قوانينو د رعايتولو او د کارګرانو اړوند حقونو پرته په کارونو بوخت وي خو بيا هم دا ډول موارد رامخته کيږي. د دې له پاره چې يو پناه غوښتونکی وشي کړای په بريا سره د آلمان د کار بازار ته لار پيدا کړي، بايد آلمانۍ ژبه يې زده او له ښو زدکړو څخه برخمن وي.

د آلمان د کار آژانس له لوري د يوې ترسره شوې څيړنه له مخې په ښځينه او نارينه پناه غوښتونکو کې تحصيلي او حرفوي کچه ډيره متفاوته ده. ۴۰ سلنه پناه غوښتونکي د ښوونځي د فراغت سند سره آلمان ته راغلي، ۳۵ سلنه نور يې په آلمان کې فارغ شوي، ۱۲ سلنه يې يوازې ابتدائېه ښوونځي ته تللي او ۱۳ سلنه نور يې بيا هيڅ ښوونځيو ته نه دي تللي.

د آلمان د بشر حقونو د انستيتوت په رپوټ کې راغلي دي: «دلته پناه غوښتونکي کارګران د تيرو وختونو په څير له شديد استثمار سره مخ دي، د بيلګې په توګه په ساختماني، قصابۍ، نرسينګ او کرهڼې په برخو کې. هغوي په اصل کې په ساعت کې د دوو تر درو يوور پورې کار کوي هغه هم د ډيرې اضافه کارۍ سره او پرته له کومې اجتماعي بيمې» په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې مهاجر په اساسي توګه کولای شي له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي خو په عين وخت کې دغه کار تر ډيره بريده سخت هم دی.

Deutschland Deutschkurs für Geflüchtete in Wesel
مهاجر د آلمانۍ ژبې د زکړې په يوه ټولګي کېانځور: DW/M. Karim Saleh

«کارفرما مې د کار پيسې رانکړې»

د عماد يو ملګري چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي له دويچه وله ته وويل چې ۲۰ ورځې يې په دوسلدورف ښار کې په يوه شرکت کې چې مالک يې له عربي هيوادونو څخه وو کار وکړ خو اجوره يې ترلاسه نه کړه. هغه وايي چې د دغه شرکت د کار په اړه معلومات يې په فيسبوک کې ليدلي وو او تر هغې يوه ورځ وروسته خپل کارفرما ته د مرکې له پاره ورغي چې په نتيجه کې پرته له ځنډه يې کار پيل کړ.

دی وايي چې د څو ورځو کار کولو وروسته يې له خپل کارفرما څخه د قرارداد غوښتنه وکړه خو کارفرمايي نه يوازې چې د هغه دغه غوښتنه رد کړه هغه ته يې د يو بل داسې کار وړانديز وکړ چې له يوې خوا يې اجوره لږ او له بلې خوايې د ادامې ضمانت هم موجود نه وو. په نهايت کې دغه پناه غوښتونکي د خپل کارفرما غوښتنه نه ده منلې او له هغې څخه يې غوښتي چې د شلو ورځو د کار پیسې يې ورکړي چې کارفرما یې يې نه دی حاضر شوی دغه پيسې ورکړي.

ياد پناه غوښتونکي په خپله مرکه کې ټینګار کوی چې دغه کارفرما په همدې شکل د پناه غوښتونکو استثمار ته ادامه ورکوي.

Deutschland Frankfurt - Ausbildung von Flüchtlingen
يو ارتريايي مهاجر د مسلکې زکړې پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

هڅې او د وخت اړتيا

خو د دا ډول بيلګو سره سره، کارپوهان په دې باور دي چې د آلمان د کار په بازار کې د پناه غوښتونکو د جذب بهير بريالی دی. د آلمان د کار آژانس د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ مياشت کې د ۴۵۵ زره داسې پناه غوښتونکو نومونه چې د کار په لټه کې دي، ثبت شوي دي. له دې ډلې څخه شاوخوا ۱۸۷ زره يې بيکاره دي. په رپوټ کې ويل شوي چې د کار په بازار کې د پناه غوښتونکو جذب، وخت او هڅو ته اړتيا لري.

 سميه یوه له هغو پناه غوښتونکو څخه ده چې وروسته له اوږدې مودې انتظار يې د خوښې کار پیدا کړی. دغې سوريايي ميرمن دويچه وله ته وويل: «مخکنی کارفرما مې له يو عربي هيواد څخه وو. هغه ماته ډير سخت کارونه راکول او د وړې تيروتنې په مقابل کې به يې راته سپکې سپورې ويلې. د داسې سختو شرايطو لاندې مې کار کړی چې نه شم کولای وې وايم.»

خو سميه وايي چې اوس له يو بل شرکت سره کار کوي چې د هغه مالک هم له يوه عربي هيواده څخه دی خو چلند يې ورسره ښه دی. هغه وايي: «هغه ماسره په درناوي برخورد کوي او له ماسره يې خپله فاصله مراعاتوي. د کارګرانو ډوډۍ وړيا ده. کاري فضا د پخواني کار په پرتله ډيره متفاوته ده. زمونږ پخواني کارفرما موږ ته د استراحت، خوړلو او څښکلو فرصت نه راکاوه.»

پناه غوښتونکي د کار په بازار کې زيانمنونکي دي. د بشر حقونو ملاتړ کونکي هم پر دغې مسئلې ټينګار کوي. په ځانګړې توګه له ژبې سره په کافي اندازه نه اشنايي د دې سبب ګرځي چې پناه غوښتونکي ونشي کړای له يو لړ ستونزو سره مخ او له خپل ځانه دفاع وکړي.