1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ادغام په برخه کې د آلمان د حکومت هڅې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان حکومت غواړي هغه وګړي چې د مهاجرو په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا لري، د نوو راغلو مهاجرو د ادغام په چارو کې شامل کړي. په پام کې ده چې د دغي ازمایښتي پروژې په چوکاټ کې په ټولنه کې د مهاجرو په ادغام کې مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/3I3rs
Deutschland Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

په پام کې ده چې د یوې آزمایښتي پروژې په ترڅ کې هغه وګړي چې د مهاجرو د چارو په برخه کې لیوالتیا لري، سږکال له ۵۰۰ مهاجرو سره مرسته وکړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې هغه داوطلب کسان چې په دغه ازمایښتي پروګرام کې برخه اخلي له مهاجرو سره به د اداري چارو، د یوه کور، کار ځای او ښوونځي په موندلو او دې ته ورته برخو کې مرسته کوي.

د آلمان د حکومت د مهاجرت چارو مسئولې آنیته ویدمن ماوڅ، ویلي دي چې د دغي پروژې هدف دا دی چې په دې برخه کې لیوالیتا لرونکي کسان د لارښود په توګه د مهاجرو «بریالی ټولنیز ادغام» آسانه کوي. هغې ویلي دي: «له دې څخه خوندیتوب ته اړتیا لرونکي کسان او هم ټوله ټولنه ګټه اخلي.»

د کورنیو چارو وزارت د پارلماني چارو معین شتیفان مایر دغه پروګرام د دولت او مدني ټولنې تر منځ د واقعي ګډې همکارۍ په توګه یاد کړی دی.

په پام کې ده چې دغه داوطلب کسان له نوو راغلو مهاجرو سره هم له معنوي او هم له مالي نظره مرسته وکړي. د دغه پروګرام له مخې هر پنځه لارښودان باید دا ژمنه وکړي چې د یوه یا څو مهاجرو له پاره د اوسیدو یو مناسب ځای پیدا کړي او د اوبو او بریښنا د مصارفو پرته یې د دوو کلونو کرایه ورکړي. پر دې سربیره دغه لارښودان باید د یوه کال له پاره له مهاجرو سره د ټولنیز ژوند د برخې د ګرځیدو په ترڅ کې په چارو کې مرسته وکړي.

په پام کې ده چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به له سږني دوبي څخه ۵۰۰ مهاجر ګټه واخلي چې ځانګړې خوندیتوب ته اړتیا لري او د بشري دلایلو له مخې به په آلمان کې میشت کړل شي. دغه ډول پروژې تر مخه په کاناډا او بریتانیا کې هم وې.

په دې هکله یو ارتباطي مرکز هم پرانیستل کیږي، څو هغه کسان چې له مهاجرو سره د مرستې لیوالتیا لري معلومات او مشوره تر لاسه کړي. په دغه آزمایښتي پروګرام کې اوس د کاریتاس، د آلمان د سره صلیب او د ویستفالن پروتستانت کلیسا استازي ګډون لري.

دغه پروګرام یا پروژه چې مسئولیت یې د آلمان د کورنیو چارو وزارت، د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادارې (بامف) او د آلمان د حکومت د ادغام چارو مسئول پر غاړه لري، پر نورو سربیره د بېرتلزمن او مرکاتور بنسټونو له خوا ورسره مالي مرسته کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: