1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش په ابتدايي ښوونځو کې د پوړني پر سرول منع کړل

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

دا پریکړه په لوړه کچه د قدرت ښکاره کولو سمبول دی: د اتريش پارلمان په لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو پر پوړني بندیز تصويب کړ. د دې پریکړې پر ضد به، د بیلګې په توګه د اسلامي ټولنو د مظاهرو پیلیدل ډیر وخت ونه نیسي.

https://p.dw.com/p/3Ia2u
Symbolbild Grundschülerin mit Kopftuch
انځور: Imago/photothek/L. Johannsen

د هغه نوي قانون له مخې چې د اتریش په پارلمان کې د محاظفه پاله ÖVP او ښي اړخه پوپولیست FPÖحکومتي ائتلاف ګوندون, استازو تصویب کړی دی، په راتلونکي کې به «په لومړنیو ښوونځیو کې د ایډیالوژۍ او مذهبي عقيدې پر بنسټ د سر پټول منع وي.»

همدارنګه حکومت واضحه کړې ده چې دا قانون یوازې د مسلمانانو د ټکري (د مسلمانو نجونو څادر) پر سرولو په برخه کې صدق کوي، نه د یهودانو د خولۍ او یا د سکانو د دستار یا پګړۍ په برخه کې.

د اتريش په پارلمان کې د ښی اړخي پوپولیستي ګوند ویاند وانډلین مولڅر، وویل چې د ټکري له منع کیدو سره به د اسلام سیاسي کولو پر ضد یو سګنال ورکړل شوی وي.

د محافظه پاله ګوند استازي رودولف تشنر، واضحه کړې ده چې دلته هدف دا دی چې مسلمانې نجونې په اصطلاح له «تسليمیدو» څخه آزادي شي. دا په داسې حال کې ده چې اپوزیسیون بیا په نږدې مطلق اکثریت سره د دې قانون د تصویبولو پر ضد رایه ورکړه او پر حکومت یي تور ولګاوه چې دلته موضوع یوازې د خبرونو په سر کې د ځای نیولو پر سر ده، نه د ماشومانو د هوساېنې.

حکومت د پارلمان له پریکړې مخکې لا ویلي ول چې دوی به د اساسي قانون محکمې له شکایت سره مخامخ کیږي. دغه نوی تصویب شوی قانون د اتريش له اساسي قانون سره مطابقت نه کوي، ځکه دا د دوه پر درې اکثریت سره نه دی تصويب شوی. په اتريش کې د IGGÖ په نوم اسلامي ټولنې د ټکري پر منع کیدو سخته نیوکه کړې ده.

آژانسونه/ ش. ن/ ن. ز