1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته تیر کال ډیر مسلکي کسان راغلي دي

۱۳۹۸ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو چارو فدرالې ادارې ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې له اروپايي ټولنې څخه د باندې هیوادونو څخه آلمان ته ۲۷ زره مسلکي کډوال راغلي دي. آلمان په ۲۰۱۷ کال کې هم ډیرو مسلکي کسانو ته اقامه ورکړي وو.

https://p.dw.com/p/3JrLs
Europa Visa - Blaue Karte für ausländische Fachkräfte
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې چارو فدرالې ادارې یا «بامف» د سه شنبې په ورځ وویل چې آلمان ته له غیرې اروپايي هیوادونو څخه د راغلو مسلکي کارکوونکو شمیر لوړ شوی دی.

د بامف په حواله آلمان په ۲۰۱۸ کال کې ۲۷ زره «بلو کارت» یا آبي رنګه کارتونه ورکړل شوي دي. دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله د دغه ډول کارتونو په توزیع کې ۲۵،۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ۲۰۱۷ کال کې آلمان د ټولې اروپا په کچه ۸۵ سلنه «ابي کارتونه» ورکړې وو. په دې کال کې په ټولې اروپا کې ۱۰۴ زره دغه ډول کارتونه ویشلې وو.

نوی کار او ژوند

د «ابي کارت» ترلاسه کوونکي باید له پوهتنون فارغ وي او په آلمان کې یې داسې یو کار موندلې وي چې معاش یې په کال کې لږ تر لږه ۵۳۶۰۰ یورو وي. هغه کسان چې د ډاکټرانو، انجینرانو او ساینس پوهانو په توګه په آلمان کې کار پیلوي باید لږ تر لږه ۴۱۸۰۸ یورو په کال کې معاش ولري.

د بامف په حواله په ۲۰۱۸ کال کې له آلمان څخه د آبي کارتونو یو پر دریمه برخه ترلاسه کوونکي د هندوستان، چین او روسیې څخه وو.

د دې کارتونو د توزیع هدف دا دی چې په آلمان او اروپا کې د مسلکي کارکوونکو کمښت په موقتي توګه پوره کړی شي. خو ډیر شمیر هغه کسان چې آلمان ته د دې کارت ترلاسه کولو وروسته راغلي وو، په دې هیواد کې پاتې دي.

د بامف شمیرې ښيي چې د تیر کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نیټه په آلمان کې د آبي کارت لرونکو ۵۱۱۳۰ کسانو ژوند کوه چې له دې ډلې څخه یې ۲۸۲۰۰ دایمي اقامي هم لرلې.

د بامف اداري یوې لوړپوړې چارواکې اندریا شومخر، ویلي دي: «دغه شمیرې په واضح ډول ښيي چې آلمان له اروپايي ټولنې څخه اوسیدونکو مسلکي کسانو ته په یوه لا ډیر جذاب ځای بدلیږي. موږ ډاډه یو چې ابي کارتونه به په راتلونکې کې هم مشهور پاتې شي.»

(ms/sr (DW: Jon Shelton