1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لومړي ځل د مهاجرو شمير تر ۷۰ ميليونه لوړ شوی

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې د مهاجرو شمیر په بې سارې توګه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسارۍ د یووالي نه شتون څخه شکایت کړی او آلمان یې ستایلی دی.

https://p.dw.com/p/3Kho7
Bangladesch Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones

تل نوي کړکیچونه رامنځ ته کیږي او حل لارې يې نه تر سترګو کیږي. د نړۍ په کچه دومره انسانان بې ځایه شوي دي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ په کابو ۷۰ کلن تاریخ کې نه تر سترګو کیږي. یو ان اچ سي آر په ژنیو کې د خپل نوي رپوټ د وړاندې کولو پر مهال ویلي دي چې په تیر میلادي کال کې تر ۷۰،۸ میلیونه انسانان د زور زیاتي، شخړو، تعقیب او یا د بشري حقونو د نقضیدو له کبله له خپلو ټاټوبو لیرې شوي دي. تر هغې څخه ترمخه کال کې ملګرو ملتونو دغه شمیر ۶۸،۵ میلیونه کسه اټکلوه.

د یو ان اچ سي آر مشر فلیپو ګراندي ویلي دي چې ارقام دا ښېې «چې د جګړو، شخړو او تعقیب له کبله د تېښته کوونکو کسانو شمیر په اوږدمهاله موده کې مخ پر لوړیدو دی.» هغه د یووالي له نه شتون څخه شکایت کړی دی: «کله چې د بشري موضوع مطرح کيږي نو د امنیت شورا یوه ګډ دریځ نه شي غوره کولی.» خو پر دې سربیره هغه په دې تړاو آلمان ستایلی دی. هغه ویلي دي چې آلمان هغه يو مودل دی چې نور هیوادونه ترې باید زده کړه وکړي. د ګراندي په خبره آلمان د ادغام په برخه کې پانګونه وکړه او دا یې رد کړه چې بحران نه شي مدیریت کیدی. هغه پې دې آند دی چې ښایي د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له سیاسي لحاظه د دې له پاره لویه بیه ورکړي وي او تاریخ به په دې هکله پریکړه کوي.

زیاتره انسانان په خپلو هیوادونو کې پاتې کیږي

د نړۍ په کچه د مهاجرو تر څنګ داسې کډوال هم شته چې په کوم بهرني هیواد کې د یوه ښه کار او د ژوندانه د بهتره شرایطو په لټه کې دي. د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) دغه شمیر په ۲۰۱۷م کال کې ۲۵۸ میلیونه اټکل کړی وو.

د مهاجرو په تړاو یو ان اچ سي آر په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې ۴۱،۳ میلیونه کسان د خپلو هیوادونو دننه بې ځایه شوي دي. رپوټ زیاتوي چې ۲۵،۹ میلیونه د جګړو او تعقیب له کبله له خپلو هیوادونو تښتیدلي دي چې له هغې څخه ترمخه کال په پرتله ۵۰۰ زره تنه زیاتوالی ښيې.

ګراندي په خپله وینا کې پر دې ټینګار کړی دی چې له هرو پنځوو مهاجرو شوو کسانو څخه څلورو یې ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړې، نه اروپا او امریکا ته. د هغه په خبره ډیری بار د لویدیځو هیوادونو په اوږه نه دی، د کومو چې ډیری سیاستوال د یوه کړکیچ څخه یادونه کوي چې پرې لاس بري کیدی نه شي. د یو ان اچ سي ار د معلوماتو له مخې بډایي هیوادونو په ګډه د ټولو مهاجرو ۱۶ سلنه منلي دي. زیاته شوې ده چې د مهاجرو یوې پر دریمې برخې بې وزلو هیوادونو ته پناه وړې ده.

د یو ان اچ سي آر د احصایې له مخې د پنځو هیوادونو په ډله کې آلمان هم راځي چې ډیر مهاجر یې منلي دي او په لویدیځو هیوادونو کې یوازینی هیواد دی. د تیر میلادي کال په پای کې په آلمان کې د منل شوو مهاجرو شمیر ۱،۱ میلیون کسانو ته رسیده او همداشان ۳۷۰ زره نور پناه غوښتونکي داسې ول چې په دوسیو یې لا پریکړه نه وه شوې. په ۲۰۱۸م کال کې د هغو کسانو شمیر چې د پناه غوښتنه یې کړې، راکم شوی او ۱۶۱۹۰۰ کسانو ته رسیده. دا په داسې حال کې ده چې دغه شمیر په ۲۰۱۷م کال کې ۱۹۸۳۰۰ او په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۲۴۰۰ تنه وو. زیاتره پناه غوشتونکي د سوریې، عراق او ایران وو. د آلمان څخه زیات مهاجر یوازې په ترکیه، پاکستان، اوګنډا او سوډان کې د

له وینزویلا څخه د مهاجرت څپه

د یو ان اچ سي آر د معلوماتو له مخې د وینزویلا څخه د نوو پناه غوښتونکو شمیر ۳۵۰ زرو ته رسیدلی دی. زیاته شوې ده چې دغه شمیر د هغې څخه دمخه کال په پرتله تر درې ځله هم زیات دی. په دې ترتیب د وينزويلا کډوال د افغانستان او سوریې وروسته د پناه غوښتونکو بله لویه ډله جوړوي.

زموږ له آرشیف څخه: