1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډير مهاجر اوس هم په آلمان کي د پناه غوښتنه کوي

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني په چوکاټ کي اکثره پناه غوښتونکي اوس هم غواړي چي په آلمان کي ژوند وکړي. د يوه نوي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸م کال کي ۱۸۴زرو کسانو له آلمان څخه د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3L2MK
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge Asylbewerber Warteschlange Warten
انځور: picture-alliance/dpa/J.Stratenschulte

دا اووم پرلپسې کال دی چي د اروپايي ټولني په چوکاټ کي تر ټولو ډيره پناه غوښتنه په آلمان کي کيږي. خو له دې سره سره بيا هم په آلمان کي د پناه غوښتني سلنه د هغه د تيرکال په پرتله ۱۷ فيصده لږه سوې ده.

په ۲۰۱۸م کال کي ۱۸۴زرو کسانو له آلمان څخه د پناه غوښتنه کړې ده، چي ډيری افغانان، عراقيان او د سوريې وگړي ول.

دغه شمېرې د مهاجرو د ملاتړ په برخه کي د اروپايي ټولني ادارې په کلني راپور کي راغلي دي چي د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي خپور سوی دی.

په ټوله ايزه توگه تير ميلادي کال د اروپايي ټولني په غړيو او دغه راز ناروې، سويس، ايسلند او ليختن شتاين هيوادونو کي ۶۶۴۴۸۰کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

په راپور کي راغلي دي چي دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۱۰ سلنه لږ دي. په ۲۰۱۵م کال کي نژدې ۱،۴ ميليونو کسانو د پناه غوښتنه کړې وه.

د مهاجرو د ملاتړ په برخه کي د اروپايي ټولني ادارې دغه راز په خپل کلني راپور کي ليکلي دي چي د ۲۰۱۹م کال له جنوري مياشتي څخه تر می مياشتي پوري د دغي ټولني په غړيو هيوادونو کي د پناه غوښتني ۲۹۰۰۰۰ غوښتنليکونه وړاندي سوي دي. دا د تير مېلادي کال په پرتله ۱۱ سلنه زيات دي.

د راپور له مخي د دغو پناه غوښتونکو دوهمه ډيره برخه افغانان او د وينزويلا وگړي دي.

(N.Z/S.R(dpa

زموږ له ارشف څخه: