1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران د امريکا بنديزونو افغان مهاجر هم اغېزمن کړي

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

پر ایران باندې د امریکا متحدو ایالاتو بندیزونو په دغه هیواد کې میشت افغان مهاجر نور هم تر فشار لاندې راوستي دي. هغوی وايي چي نه په ایران کې خپل لګښتونه پوره کولی شي او نه هم خپل جنګ ځپلي هیواد ستنیدو ته زړه ښه کوي.

https://p.dw.com/p/3LnPw
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

نجیب الله اکبري، په ایران کې افغان مهاجر او د ورزشي کالیو د تولید د یوه شرکت مالک دی. هغه تر بل هر چا زیات پر افغان مهاجرو د ایران د اقتصادي وضعیت اغیز درک کوي، ځکه چې هره ورځ د کارګرو د لاسه ورکولو شاهد دی.

اکبري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې زیاتره افغان کارګرانو خپل شرکتونه بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي او یا هم ترکیې او یونان ته تللي دي. هغه وایي چې دلیل یې همدا دی چې د یوه کارګر میاشتنی مزد په ایران کې د هغوی د ژوندانه مصارف نه پوره کوي.

اکبري زیاتوي: «یو کارګر دوه میلیونه تومان عاید لري او له دې پیسو باید یو میلیون د کور کرایه ورکړي، باقي پاتې پیسې د برق، اوبو او ورځني لګښتونو له پاره بسنه نه کوي.»

امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې خپل بندیزونه سخت کړي دي چې دغه کار د دې سبب ګرځیدلی چې د ایران اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي او پولي واحد ارزښت یې د پام وړ کم شي. پر دې سربیره په ایران کې د کار بازار هم فلج شوی دی.

د بیلا بیلو ارقامو له مخې په ایران کې له دوو څخه تر درو میلیونو پورې افغانان په قانوني او غیر قانوني توګه ژوند کوي. هغوی اغلبا په ساختماني شاقه کارونو مصروف دي او شکایت کوي چې بیې لوړې شوي دي خو د کار نرخ چندان تفاوت نه دی کړی. دغه مهاجر وایي چې له یوه اړخه د کار پیدا کول سخت دي او له بل اړخه د کار مزد نه شي کولای د دوی لګښتونه تأمین کړي.

په ایران کې یو بل افغان مهاجر مهدي شریف، وایي چې د افغان مهاجرو له پاره د اقتصادي وضعیت خرابیدل له خوراک څخه نیولی په هره برخه کې تر سترګو کیږي: «مخکې به یوه کارګر په میاشت کې له یو نیم میلیون څخه تر دوه میلیونه تومان پورې کار کاوه، چې د ۱۵ او ۲۰ زرو افغانیو معادل وو. د ایران په اوسني وضعیت کې یو افغان مهاجر د میاشتې د سلو ډالرو (نژدې ۸۰۰۰ افغانيو) معادل عاید لري.»

پر دې سربیره افغان مهاجر د ایران د کار په بازار کې له محدودیتونو سره هم مخامخ دي چې دې کار یې ستونزې لا زیاتې کړي دي. په تهران کې د افغان مهاجرو آتشه سید ابراهیم حجازي، په ایران کې د افغان مهاجرو د وضعیت له خرابیدو څخه اندیښنه ښيې او وایي: «افغانان شغلي محدودویتونه هم لري او هغه ښارونه چې یې خوښیږي نه شي کولی کار او ژوند پکې وکړي. په هر شغل کې د کار اجازه نه لري او دې محدودیتونو د افغان مهاجرو د عاید او اقتصاد سطح راټیټه کړې ده.»

د تيښتې د لارې لټون

دا وضعیت د دې سبب شوی دی چې یو شمیر افغان مهاجر خپل هیواد ته چې له ناامنۍ سره مخامخ دی، د ګرځیدو تصمیم ونیسي. د مهاجرت د نړیوال سازمان د ارقامو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې ۸۰۰ زره افغان له ایرانه خپل ټاټوبي ته ګرځیدلي دي او د سږني میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دغه شمیر ۲۰۰ زرو تنو ته رسیږي.

پر دې سربیره په زرونو مهاجر په دې هڅه کې دي چې له ایرانه اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي چې په زرونو کسان یې په ترکیه کې بند پاتې دي. نجیب الله اکبري هم وایي چې زیاتره پخواني کارګر یې په ترکیه کې دي، څو وکولای شي ځانونه اروپا ته ورسوي.

هغه چې په تهران کې د افغان مهاجرو د فوټبال د یوه ټیم مسوولیت هم پر غاړه لري وایي: «زموږ ډیر شمیر لوبغاړو ایران پریښی دی. د دغو لوبغاړو شا او خوا له ۴۰ تر ۵۰ سلنه ترکیې یا یونان ته تللي دي او یا هم بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.»

شکیلا ابراهیم خیل

زموږ له آرشیف څخه: