1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یو مهاجر د جنسي تیري او قتل په تور په عمري بند محکوم شو

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

یوې آلمانۍ محکمې ۲۲ کلن عراقی په ماینڅ ښار کې پر یوې ۱۴ کلنۍ نجلۍ باندې د جنسي تیري او د هغې د وژلو په جرم په عمري بند محکوم کړ. دغه کس پر قتل اعتراف کړی خو ټنګار یې کوه چې ده او نجلۍ په رضا سره جنسي اړیکې لرلې.

https://p.dw.com/p/3LqCg
Wiesbaden | Urteilsverkündung im Susanna-Prozess
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د چهارشنبې په ورځ په آلمان کې یوې محکمې دغه عراقی پناه غوښتونکی چې یوه کم سنه نجلۍ یې وژلې وه په عمري بند محکوم کړ. فرانکفورت ته څیرمه په ویسبادن ښار کې محکمې ۲۲ کلن عراقی چې د علي ب. په نوم یاد شوی دی پر ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تیري او د هغې د قتل په پیښو کې مجرم پيژندلی دی.

قتل او د مهاجرت بحثونه

دغه کس په ۲۰۱۸م کال کې آلمان ته راغلی وو او د پناه غوښتنه یې کړې وه، خو د هغه د پناه غوښتنه رد شوې وه. هغه د ۲۰۱۸م کال په می میاشتې کې کله چې دغه پيښه رامنځ ته شوه، فرانفکورت ته څیرمه په ماینڅ کې ژوند کوه.

د نجلۍ جسد په ویسبادن کې د اورګاډي پټلۍ ته څیرمه په یوه ځنګل کې وموندل شو. تحقیق کوونکو ومونده چې دغه نجلۍ په خفک کولو سره وژل شوې وه. په آلمان کې د مهاجرو مخالفینو دغه قضیه د کډوالو په تړاو د صدراعظمې انګلا میرکل، د سیاست د ناکامۍ د یوه سمبول په توګه یاده کړه.

عراق ته تر تیښتې وروسته نیول کیدل

علي ب. د محاکمې د بهیر په جریان کې پر قتل اعتراف کړی وو، خو د جنسي تیري تور یې رد کړی وو. هغه ادعا کړې وه چې د ده او قربانۍ نجلۍ ترمنځ جنسي اړیکه په خوښه وه او د پیښې په ورځ یې لفظي شخړه کړې وه. دغه عراقي په خپله ادعا کې محکمې ته ویلِ وو چې نجلۍ دی ګواښلی وو چې شکایت به ترې وکړي، چې تر دې خبرې وروسته «هر څه تور» شول.

په عمري بند محکوم شوي کس وړاندې ویلي دي: «زه نه پوهیږم چې دغه کار څه ډول وشو.»

د هغه په خبره یوازې د نجلۍ د جسد پټ ساتل یې په یاد دي.

څارنوالانو ادعا کړې چې دغه کس د نجلۍ له تلیفون څخه د هغې مور ته پیغام استولی چې په پاریس کې ده. تر هغې وروسته دغه کس خپل ټاټوبي عراق ته وتښتید، خو د کردي چارواکو له لوري ونیول شو او بیرته آلمان ته راستون کړل شو.

هغه په یوه بله قضیه کې د جنسي تیري له تورونو سره مخامخ دی. څارنوالانو ویلي دي چې ده په آلمان کې پر یوې بلې یوولس کلنې نجلۍ باندې څو وارې جنسي تیری کړی دی. پر دې سربیره چارواکي د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشتې کې د غلا په قضیه کې هغه ښکیل بولي.

(sr/ms (AFP, dpa