1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي ولی مهاجر مجبور دي يونان ته ولاړ سي؟

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

يونان ته د نوو رسېدلو مهاجرو ډيره برخه افغانان دي. دغو مهاجرو ولي اوس، په غير قانوني ډول يونان ته مخه کړې؟ ولي زياتره مهاجر غواړي له ترکيي څخه ووځي؟ په يونان کي د مهاجرو وضيعت څه ډول دي؟

https://p.dw.com/p/3QdoS
Lesbos Ankunft Flüchtlingsboot
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masiello

په تيرو مياشتو کي يوا وار بيا د هغو مهاجرو شمير ډير سوی چي له ترکيي څخه د يونان د اژې سمندرگي ټاپوگانو ته ځي. په خاص ډول ډيرو افغان مهاجرو له هغه وروسته له ترکيي څخه په وتلو پيل کړی دی چي حکومت پر بې اسناده مهاجرو فشار زيات کړی دی.

آلمان بيا په هرصورت غواړي د مهاجرو له نوي بحران څخه مخنيوی وکړي، له همدې کبله د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د پنجشنبه او جمعې په ورځ د خبرو اترو له پاره ترکيي او يونان ته سفر کوي.

د اژې په ټاپوگانوکي وضيعت څه ډول دي؟

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو ادارې UNHCR په حواله، د روان کال له پيل راهيسي څه د پاسه ۳۵ زره ۸۰۰ مهاجر د اژې سمندرگي ټاپوگانو ته رسېدلي دي.۹۷۰۰ کسان نور بيا يونان ته د وچي لاري اوښتي دي.

د ليسبوس په ټاپو کي د اگست مياشتي په پای کي په يوه ورځ څه د پاسه ۵۰۰ مهارجر ځای پر ځای سول. هلته د موريا کمپ بې له هغه هم ډير ډک دی. په دغه ځای کي د اورلگيدني تر يوي وژونکې پيښې وروسته، د يکشنبې په ورځ سختي ناآرامۍ رامنځته سوې.

 دغه بحران څنگه رامنځته سو؟

د مهاجرو په هکله د هغه تړون له مخي چي په ۲۰۱۶م کال کي له ترکيي سره رامنځته سوی، ټول نوي راغلي مهاجر مجبور دي تر هغه وخت پوري د اژې په ټاپو کي پاته سي تر څو يي د پناه غوښتني د عريضو په هکله پريکړه وسي. هر هغه څوک چي رد جواب اخلي، بايد ترکيي ته واستول سي. د کډوالو د چارو چارواکي تر سخت کاري فشار لاندي دي او له همدې کبله د مهاجرو عريضې هم ځنډيږي. بيرته استول ډير کم پيښيږي. په کمپ کي د ناوړه حالت له امله، څو وخته مخکي په سونو مهاجر د يونان هيواد ته دننه انتقال سول.

Flüchtlingslager Moira auf der griechischen Insel Lesbos
انځور: DW

نوي راغلي مهاجر له کومو هيوادونو دي؟

د هغو مهاجرو له ډلي څخه چي په دا وروستيو وختو کي د مديترانې له لاري يونان ته رسېدلي دي، ۳۸ اشاريه ۸ سلنه يي افغانان دي. دوهمه لويه ډله سوريايان دي چي۲۰ اشاريه ۶ سلنه دي ورپسې په ترتيب سره له کانگو څخه مهاجر، عراقيان او فلسطينان دي.

د UNHCR په حواله د يونان د آژې په ټاپو کي د راغلو مهاجرو له اوسني شمير څخه چي ۳۵۵۰۰ دی، ۳۵ سلنه يي کوچنيان دي. ۲۰ سلنه کم سنه کوچنيان بيا پرته له والدينو دي چي زياتره يي افغانان دي.   

ولي مهاجرتونو يو وار بيا زور اخيستی؟

د امريکا متحده ايالاتو له خوا پر ايران باندي تر بنديزونو وروسته، د هغه ځای اقتصاد په ۲۰۱۸م کال کي له سخت بحران سره مخامخ سو. ډير افغانان چي هلته په ساختماني او يا نورو کارونواخته ول، له همدې کبله د يوه کار د پيدا کولو له پاره ترکيي ته ولاړل. خو د ترکيي حکومت له جولای مياشتي راهيسي، پرهغو کډوالو خپل فشار زيات کړ چي قانوني اسناد نه لري. دا کار له دې کبله هم وسو چي د اقتصادي بحران له امله په خلکو کي د مهاجرو پر ضد حساسيت رامنځته سو.  

هغوی ولي غواړي له ترکيي څخه ووزي؟

په ترکيه کي غير سوريايي مهاجر دايمي ويزه نه لري او ډيری هغه نارينه چي کورنۍ يي نه دي ورسره ، د مهاجرو په ليست کي درج سوي نه دي. له همدې کبله د ۱۷۰ زره افغانانو او ۱۴۲ زره عراقيانو سرنوشت معلوم نه دي.

له جنورۍ مياشتي راهيسي حکومت، د خپلو معلوماتو له مخي، څه د پاسه ۳۰۰ زره مهاجر چي قانوني اسناد يي نه درلودل، نيولي او په لسونو زره افغانان يي ديپورت کړي دي. له همدې کبله زياتره مهاجر اوس غواړي ترکيه پريږدي. 

اردوغان څه پلان لري؟

د ترکيي ولسمشر رجب طيب اردوغان په تکرار سره گواښ کړی دی چي د مهاجرو د ساتلو له پاره، د اروپايي ټولني له ملاتړ پرته هغه مجبور دي خپلي دروازي د اروپا پرخوا پرانيزي. نوموړی د خپل دغه پلان د ملاتړ له پاره غواړي، له ۳،۶ ميليونو سوريايانو څخه، يو ميليون يي له کوردانو سره په سرحد په اصطلاح امنيتي زون کي ځای پر ځای کړي. خو زياتره کارپوهان د هغه دا کار له واقعيته ليري بولي.

 اروپايي ټولنه د دغو مهاجرو له پاره څه کوي؟

د ۲۰۱۶م کال په مارچ کي د مهاجرو په هکله له انقري سره د تړون پر اساس، بروکسل تر ۲۰۲۲م کاله پوري په ترکيه کي د سوريايي مهاجرو د ساتني له پاره،  د شپږ ميليارده يورو د ورکولو ژمنه کړې ده. د اروپايي ټولني په حواله، تر اوسه پوري دوه اشاريه څلور ميليارده ورکړل سوي دي.

لکه څنگه چي اردوغان په وار وار سره ويلي دي دا پيسې ډيري کمي دي. سربيره پر دې د ملگرو ملتونو په حواله، اروپا سږکال تر اوسه پوري له ترکيي څخه د ۷۲۰۰ مهاجرو د قبلولو ژمنه کړې چي له هغو څخه ۲۴۰۰ يي آلمان ته راوغوښتل سي. 

گ.پ/ن.ز/آژانسونونه