1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ځينو ښارونو د مهاجرو د منلو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

اروپایي اتحادیې په مدیترانې سمندرګي کې د ژغورنې چارې محدودي کړي، یونان او ایټالیا بيا خپلو هیوادونو ته د نویو رارسیدولو کسانو له ستونزي سره لاس او ګریوان دي.د آلمان ځينو ښارونو د اقداماتو د ترسره کیدو د اجازې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3WAWA
Deutschland 2016 | Hochschule für Grafik und Buchkunst in Leipzig | Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د دوشنبې په ورځ د آلمان د ځينو ښارونو ښاروالیو د صدراعظمې انګلا مېرکل له حکومته غوښتي دي چې دوی ته اجازه ورکړي چې په عاجل ډول په مدیترانې سمندرګي کې ژغورل شوي مهاجر بیا ځای پر ځای کړي.

په داسې حال کې چې د اروپایي اتحاديې د مهاجرو د ژغورولو او د هغوی د ویش په تړاو هڅې له یوه بن بست سره مخامخ دي، د پوستدام، دوسلدورف او یو شمیر نورو ښارونو استازو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دا د دوی بشري دنده ده چې د مهاجرو د سیاست اوسني وضعیت ته بدلون ورکړل شي.

د پوستدام ښاروال او د خوندي بندري ښارونو په نوم د نوښت غړي مایک شوبرت، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «که چیرې موږ ته اجازه راکړل شي نو موږ به د زیاتو کسانو منلو ته چمتو یو. اوسمهال موږ د انتظار او سنجولو پالیسي تجربه کوو.»

د ادغام او مهاجرت د آلماني بنسټونو د کارپوهانو د شورا په نظر له ۲۰۱۵م کال راهیسې د میرکل دا پریکړه چې د یوه میلیون بې ځایه شوو کسانو پر وړاندې یې د آلمان پولې پرانیستې، د هغې حکومت «د مهاجرت د کنترول او د ادغام د مساعدت د بیلانس کولو په هڅو بوخت دی.»

آلمان لایحه هم منظوره کړې چې د سوریې او یو ځينو نورو هیوادونو د پناه غوښتونکو ادغام په لومړیتوبونو کې راولي او د پناه غوښتنې د پروسې چاره یې هم ګړندۍ کړې.

خو د آلمانانو په منځ کې مهاجرت اوس هم یوه مهمه موضوع ده او د صدراعظمې انګلا مېرکل حکومت د اخراج لړۍ د چټکولو له پاره ګامونه اخیستي او د خپل هیواد د پولو په اوږدو کې يې د غیر قانوني مهاجرو د مخنیوي له پاره د پولیسو د حضور د زیاتیدو په هکله بحثونه کړي دي.

د ادغام او مهاجرت د آلماني بنسټونو د کارپوهانو د شورا په وینا د ټولې اروپا په سطحه یو بل ډول وضعیت دی چیرې چې «د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو د قوانینو جوړول عملا په ټپه ولاړ دي.»

اروپایي اتحادیه د دوبلن مقررات مراعاتوي، چې له مخې یې پناه غوښتونکی باید په هغه هیواد کې پناه وغواړي چې لومړی ورته وررسیدلی وي. دې چارې د یونان، ایټاليا، هسپانيا او مالتا په څیر هیوادونه تر سخت فشار لاندې راوستي دي. زیاتره هغه غیر قانوني مهاجر چې د مدتیراني سمندرګي له لارې سفر کوي د دغو هیوادونو بندرونو ته رسیږي.

په یونان کې رپوټونه دا په ګوته کوي چې په لسونو زره کسان ډیري میاشتې د یونان په مهاجر کمپونو کې چې له حده زیات ډک انتظار باسي. دا په داسې حال کې ده چې ایټالیا د هغو مدني ټولنو پر ضد قانوني ګامونه اخلي چې په سمندر کې ژغورل شوي مهاجر دغو هیوادونو ته ورولي.

په عین وخت کې د اروپایي اتحادیې هیوادونو په مدیترانې سمندرګي کې د ژغورنې چارې تر ډیرې کچې درولي دي او د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ وینا په دې سره دغه چاره یوازې څو مدني سازمانونو ته پاتې ده چې په سیمه کې ځینې کښتۍ لري.

ګیچ کوونکي حقوقي او سیاسي وضعیت ته په کتو سره د یو شمیر هیوادونو ائتلاف چې پکې آلمان، مالتا، ایټالیا او فرانسه شامل دي د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د مهاجرو د ژغورولو او د هغوی د ویش پر یوه چوکاټ باندې توافق وکړ. په دې ترڅ کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ژمنه وکړه چې آلمان به په سمندر کې د ژغورل شوو کسانو یوه پر څلورمه برخه مني.

له ترکیې او لېبیا سره د اروپایي اتحادیې پر یوه تړون سربیره چې له دغو هیوادونو راغلې مهاجر به بیرته ورلیږي، په تیر میلادي کال کې شا او خوا ۹۵۰۰۰ کسان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د دغه سفر په ترڅ کې ۱۲۲۱ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

اوس د آلمان د یو شمیر ښاروالیو اتحاد په دې هڅه کې دی چې دغه ولاړ حالت ته د یوې ځانګړې اجازې په اخیستلو سره د پای ټکی کښیږدي، څو په عاجل ډول هغه مهاجر ومني چې مدیترانه سمندرګي کې ژغورل شوي او اوس په یونان، ایټالیې او نورو هیوادونو کې دي.

د ښاروالیو استازو د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه ائتلاف د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې د ۱۳ بنسټ ایښودونکو ښاروالیو سره رامنځ ته شو او اوس یې شمیر ۱۲۰ ته رسیږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه استازي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر زیهوفر د دغه نوښت د پلان په هکله خبرو ته تيار دی، خو لا کومه نیټه نه ده ټاکل شوې چې کله به فدرالي چارواکي د ښاروالیو له استازو سره وویني.