1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې د ګمنامه افغان مهاجرو هدیره

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

په ترکیه کې ډیری افغان مهاجر په غیر قانوني ډول ژوند کوي، داسې وخت هم راځي چې څوک یي له مرګ څخه هم نه خبریږي. په تیرو دوو کلونو کې د داسې کسانو شمیر ډیر لوړ شوی دی. د دغو مهاجرو په اړه د یوې آلمانۍ انټرنټ پاڼې رپوټ.

https://p.dw.com/p/3WQc2
Afghanische Flüchtlinge protestieren vor dem UNHCR-Gebäude in der Türkei
انځور: Ali Hekmat

له ایران سره په پوله د ترکيي وان ښار ډیر سوړ ژمی لري او په واورو پوښل شوی وي. دا ښار د تراژیديو يا غميزو صحنه ده چې نوره نړۍ ترې بی خبره ده. دا هغه جملې دي چې د «ټاکس شاو» آلماني انټرنټ پاڼې پرې خپل رپوټ پيل کړی دی.

په رپوټ کې راغلي دي مهدي سلطاني څلور کاله مخکې له افغانستانه تښتیدلی او ترکیي ته راغلی دی. هغه اوس د نورو پناه غوښتونکو مرستې ته وردانګي. مهدي هغه ځای مونږ ته ښکاره کوي چې څو میاشتې مخکې یي کشف کړی دی. دلته هغه کسان ښخ دي چې خپل عمر یي په مساپرۍ او غربت کې تیر کړی دی. اکثره د دوی افغانان دي. د لومړي ځل له پاره کله چې هغه دغه هدیره ولیدله نږدې تشه وه، خو اوس له قبرونو ډکه ده.

ایران نور د پاتې کیدو ځای نه دی

ډیري پناه غوښتونکي له سرحد څخه د اوښتو چانس په ژمي کې ازمایې، ځکه د پولیسو مامورین په سړه هوا کې ډيرې ګزمې نه کوي. هغه مسیر چې غریز او خطرناک دی. کله ناکله خلک ترې را ښویږي او یا یې یخ وهي. مهدې وايي سره له دې هم د هغو پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی دی چې دغه لاره انتخابوي. د هغه په خبره په افغانستان کې د جګړې وحشت او ترور هغوې دې ته اړباسي چې دغه لاره انتخاب کړي. په افغانستان کې وضعیت په دوامداره توګه لا زیات خرابیږي. هغه کسان چې له دغه هیواد څخه مهاجر کیږي د امنیت او ښه ژوند په لټه کې دي.

تهران له دې ښار څخه ختیځې خوا ته زر کیلومتره لرې پروت دی. ایران د څو لسیزو له پاره داسې یو هیواد وو چې په سلګونو زرو افغان مهاجرو به ورته پناه وړله. خو ایران نور د پاتې کیدو ځای نه دی. ډیري له دوی څخه نه شي کولی ځانته د ماښام ډوډۍ برابره کړي. د ایران بد اقتصادي حالت او بندیزونه د دې سبب شوي دي چې حکومت دغه پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته ستانه کړي.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو په حواله تیر کال ۴۵۰ زره افغان مهاجرو ایران د خپل هیواد په نیت ترک کړی دی. له دوی څخه ۲۴۵ زره کسان په اجباري توګه ایستل شوي دي. له دې برخلیک څخه د تیښتې په خاطر ډیري د دوی هڅه کوي چې د ترکيي پر لور حرکت وکړي.

د اخراجیدو دایمې ویره

له مهدي سره د داسې یوه کس کور ته ځو چې څو ورځې مخکې ترکیي ته راغلی دی. دوی خپل هر څه خرڅ کړي دي څو دلته ځان ورسوي. د دې کورنۍ میرمنه شکایت کوي: «اوس حتی د یوې مړۍ ډوډۍ له پاره پیسې نه لرو. نن مو له یو کس څخه پنځه لیره پور کړي دي. هغه پخپله هم هیڅ شی نه لري، موږ شرمیږو، خو نه پوهیږو چې څه وکړو.»

هغه کوټه کې چې دوی پکې شپې سبا کوي ډیره سړه ده او د ګرمولو هیڅ وسیله نه لري. دوی نه شي کولی ځان پولیسو ته تسلیم کړي، ځکه دا د اخراجیدو سره مساوي ده.

تر یو نیم کال مخکې افغان پناه غوښتونکو کولی شول په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان له لارې د پناه غوښتنې عریضه وړاندې کړي، خو نوموړي سازمان د ۲۰۱۸م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې دا کار د ترکيي دولتي ادارو ته سپارلی دی او دوی افغان پناه غوښتونکي په ډیرې اسانۍ سره هغه ځای ته بیرته ستنوي چې له کوم ځایه ورغلي دي.

د یوه بې نام او نښانه کس له پاره نوی قبر

ناڅاپه د وان ښار په بې نام و نښانه هدیره کې د قبر کیندونکو یوه ډله ترسترګو کیږي. دوی د یوه نوي قبر کیندنې ته راغلي دي، خو نه پوهیږي چې د چا له پاره. د کورنۍ د غړو یا آشنایانو څخه هیڅ څوک نه پوهیږي چې د وان ښار د قبرستان دغه توره او سړه ځمکه نن د چا کوربتوب کوي.

مهدي وایي: «شاید د دې ځوان کورنۍ په تمه وي چې دا به ورته تلیفون وکړي، او هغه دلته دفن کیږي، بې له دې چې حتی څوک یي نوم وپيژني.» هدیرې ته د ننوتلو د دروازې پر تابلو باندې لیکل شوي دي «د ګمنامه افرادو ګورستان».

دویچه ویله/ش.ن/ن.ص