1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: اروپايي ټولنه د مهاجرو له تړونه سرغړونه کوي

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

ترکيې ته د صدراعظمي ميرکل ترسفر لږ مخکي د دغه هيواد خارجه وزير څرگنده کړې ده چي عاجلو خبرو اترو ته اړتيا ده. هغه اروپايي ټولنه، د مهاجرو په هکله تړون څخه په سرغړونه تورنوي.

https://p.dw.com/p/3WgDD
Türkei Außenminister Mevlut Cavusoglu
انځور: picture-alliance/dpa/A. Deeb

 

د ترکيي د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو، د بيلد په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي »موږ دغه تړون ته وفادار يوو او ټول هغه مهاجر منو چي بيرته راستنيږي. خو اروپايي ټولني څه کړي دي؟«

هغه زياتوي چي »اروپايي ټولني ژمنه کړې وه چي د ۲۰۱۶م کال په پای کي به له تړون سره سم، لومړني درې ميليارده يورو او د ۲۰۱۸م کال تر پايه نورې درې ميليارده يورو ترکيي ته ورکړي. او اوس دا دی۲۰۲۰م کال راورسيد او تر اوسه مو لا اولي دري ميليارده يورو هم په بشپړ ډول نه دي ترلاسه کړي.

اوغلو انتقاد کوي چي د مالي مرستو ترڅنگ اروپايي ټولني د تړون نوري ژمني  هم نه دي عملي کړي. يعني دا چي گمرکي اتحاديه نه ده پراخه سوې او همدارنگه اروپايي ټولني ته د ترکيي د شامليدو په هکله هم نوی وړانديز نه دی سوی. يوازي د همدغه دلايلو پر اساس بايد موږ خپل سرحدونه  پرانيستلي وای. موږ ددې کار حق درلود خو هغه مو و نه کړ. پر دې ټولو سربيره ترکيه بيا هم د تړون له دوام سره موافقه لري.

د غير قانوني مهاجرت په وړاندي مبارزه

د ۲۰۱۶م کال د مهاجرو په هکله د تړون مهمه موضوع راکړه ورکړه وه : دا په دې معني ده چي اروپايي ټولنه اجازه لري ټول هغه مهاجر چي د ۲۰۱۶م کال د مارچ له ۲۰ مي نيټې څخه په غيرقانوني ډول د يونان جزايرو ته راغلي، بيرته ترکيي ته واستوي.

د دې کار په مقابل کي بيا لکه څنگه چي اوغلو هم وويل، اروپايي ټولنه کولای سي، ترکيي ته د هر سوريايي مهاجر د استولو په بدل کي د ۲۰۱۶م کال له اپريل مياشتي څخه، له ترکيي څخه يو بل سوريايي مهاجر په قانوني ډول وغواړي.

د چاووش اوغلو په خبره په دغه تړون کي، په ترکيه کي د سوريايي مهاجرو د ژوندانه د ښه کولو په هدف، همدارنگه په مجموعي ډول د شپږو ميلياردو يورو پر ورکولو هم  موافقه سوې ده.

Athen will Grenzüberwachung ausbauen
آرشیف: له ترکیی څخه د یونان لیسبوس ته د مهاجرو رارسیدلانځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل د جمعې په ورځ د ترکيي د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ليدلو کتلو په هدف استانبول ته سفر کوي. د هغوی ترمنځ د خبرو اترو مهمه موضوع به د مهاجرو د سياست ترڅنگ د سوريې او ليبيا ترمنځ د کړکيچ موضوع  وي.