1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي يو وار بيا د پناه غوښتونکو شمير زيات سوی

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

په اروپا کي له ۲۰۱۵م کال راهيسي يو ځل بيا د اول وار له پاره په تير کال کي ډيرو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. د افغانانو له خوا د پناه د عريضو په ورکولو کي همد ۲۰۱۸م کال په پرتله، ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی.

https://p.dw.com/p/3YSU7
Deutschland Berlin-Neukölln, Straßenszene
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel

د پناه غوښتني په برخه کي اروپايي ادارې(Easo) د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي خبر ورکړی چي په ۲۰۱۹م کال کي د اروپايي ټولني په ۲۷ هيوادونو،  همدارنگه، بريتانيا، ناروې او سويس کي څه د پاسه ۷۱۴ زره انسانانو د پناه غوښتنه کړې ده. چي دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۱۳ سلنه زياتوالی ښيي.

يادي ادارې څرگنده کړې ده: »د دغو شميرو لوړوالی د هغو مهاجرو له امله هم دی چي د لاتين امريکا له ډيرو هيوادونو څخه پرته له ويزو څخه راغلي دي.«

په دې ډول له وينزويلا څخه د هغوی شمير تر ټولو لوړ دی. د ۴۵ زره پناه غوښتونکو د عريضو په وړاندي کولو سره د جنوبي امريکا له بحراني هيوادونو څخه د راغلو پناه غوښتونکو شمير دوه برابره سوی دی.

همدارنگه په ښکاره ډول ډيرو افغانانو هم د پناه غوښتنه کړې ده. د ۶۰ زره عريضو په وړاندي کولو سره يي شمير د  ۲۰۱۸م کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړ وو. د پخوا په ډول ډير مهاجر بيا هم له سوريي څخه راغلي دي. د هغوی د پناه غوښتني د عريضو شمير ۷۲ زره دي چي ثابت پاته دی. 

د Easo په حواله په ۲۰۱۹م کال کي ددغو عريضو پر شاوخوا يو پر دريمه برخه باندي مثبته پريکړه سوې ده. تر ټولو زيات سوريايانو مثبت جواب اخيستي ، ورپسې د يمن اتباعو چي ۸۲ سلنه دي، بيا له ايريتيريا څخه چي ۸۱ سلنه ده.

د رپوټ په حواله د افغانانو نيمايي برخه د ساتني حق يا د پاتيدو ويزه ترلاسه کړې ده، دا په داسي حال کي چي د هغوی قبليدل له يوې سيمي څخه بلي ته ډير فرق کوي.

د هغو هيوادو اتباعو ته چي پرته له ويزې راځي، د پناه ورکولو ډېر لږ حق ورکول کيږي.

د Easo په حواله له وينزيولا څخه يوازي ۵ سلنه کسان د پاتيدو چانس ترلاسه کوي. شاوخوا هره لسمه عريضه د هغو کسانو له خوا ورکړل سوې چي مخکي يي هم يو وار د پناه غوښتنه کړې وه.