1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان، افغانستان ته اخراجونه په موقتي ډول درولي دي

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

آلمان د کرونا ویروس له کبله تر راتلونکي امر پورې افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ درولې ده. د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي چې دغه پریکړه د افغان چارواکو په غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3aCNi
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د وروستي ځل له پاره د مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه له آلمان څخه رد شوي افغانان خپل هیواد ته اخراج شول. تر اوسه په ۳۳ پروازونو کې ۹۰۷ نارینه افغانستان ته اخراج شوي دي. خو د اخراج موضوع شخړه ایزه ده. ځکه چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو سربیره په دغه هیواد کې کړکیچ ادامه لري.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي چې «د کرونا ویروس له کبله د افغانستان آسیب پذیرۍ ته په کتو سره موږ د اخراج د پروازونو د ځنډولو غوښتنه کړې.»

پر نورو سربیره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي. د پلازمېنې کابل په شمول په یو شمیر ولایتونو کې د ورځې له خوا پر ګرځیدو بندیز لګول شوی. له ګاونډي هیواد ایران سره چې کرونا سخت ځپلی، پر پوله د خلکو تګ راتګ اندیښنې لا پسې زیاتې کړي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان په وینا په وروستیو کې له ایران څخه کابو ۲۰۰ زره افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي چې له ډلې یې یوازې څو سوه کسان د کرونا ویروس له معاینې تیر شوي دي.