1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مهاجرو په دوو کمپونو کې د کرونا ویروس خپریدل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

په آلمان کې د مهاجرو په دوو کمپونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ډیر شوی دی. بن ښار ته څیرمه کمپ کې ۱۶۵ تنه په کوویډ-۱۹ناروغۍ اخته شوي دي او ماینڅ ته څیرمه یو بل کمپ قرنطین شوی دی.

https://p.dw.com/p/3cWP1
Coronavirus - St. Augustiner Flüchtlingsheim
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

ځایي چارواکو د سه شنبې په ماښام وویل چې د بن ښار ته څیرمه د سانکت اوګوستین په کمپ کې ۱۵۲ مهاجر او د کمپ ۱۳ کار کوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د ځایي چارواکو په خبره دغو کسانو د کوویډ-۱۹، ناروغۍ خفیف یا هیڅ علام نه درلودل او د کمپ یوه بیله برخه کې په تجرید کې ساتل کیږي. تر دې یوه ورځ دمخه په دغه کمپ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۳۰ تنه وو.

دغه کمپ د ۶۰۰ تنو د ځایدو ظرفیت لري او اوسمهال په کې ۳۱۲ مهاجر اوسیږي. وروسته له هغې چې تیره اوونۍ په دغه کمپ کې د کوویډ-۱۹ لومړنۍ پيښه تشخیص شوه نو د روغتیا اړونده ادارې د کمپ د ټولو اوسیدونکو د معاینې او کمپ د قرنطین کولو لارښوونه وکړه.

په عین وخت کې د ماینڅ په ښار کې په یوه کمپ کې د کرونا ویروس د څو مثبتو پيښو وروسته دغه کمپ قرنطین شوی دی چې په کې ۱۱۳ تنه اوسیږي.

د ځایي چارواکو په وینا تیره اوونۍ معلومه شوه چې د یوې لس کسیزي کورنۍ پلار په کرونا ویروس اخته شوی دی. دغه کورنۍ په یوې ځانګړې شوې ودانې کې د ۱۴ ورځو له پاره قرنطین شوي. د روغتیاپالانو له لوري ترسره شوو وروستیو ازموینو کې جوته شوه چې د دغه کورنۍ ټول غړي او د یوې بلې کورنۍ غړي هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.

په کمپ کې د نورو کسانو ډله ییزه معاینه هم شوې چې په درو کسانو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د علایمو رپوټ ورکړل شوی دی.

د ماینڅ ښار اړونده چارواکو ویلي دي چې «وروسته معلومه شوه چې د دغه کمپ په هر پوړ کې یو تن په کرونا ویروس اخته شوی دی.» له دې کبله دغه کمپ قرنطین شوی دی. د آلمان سور صلیب د دغه کمپ د اوسیدونکو پالنه پر غاړه لري او د هغوی د ضرورت وړ سودا رانیسي او وررسوي یې.

په عین وخت کې د آلمان زرغون ګوند د آلمان له فدرالي حکومته غوښتي دي چې د مهاجرو کمپونو ته په په ښه توګه رسیدګي وکړي.

sr/bs (dpa, KANN)