1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو سره نه بيان کيدونکی وحشت

۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبه

هدف ته تر رسيدو مخکي لا، په افريقا کي هرکال په زرونو مهاجر شکنجه او حتي وژل کيږي. د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په حواله که څه هم دا هرڅه د عام محضر په مخکي ترسره کيږي خو بيا هم سترګي پرې پټيږي.

https://p.dw.com/p/3g6th
Niger Sahara-Wüste
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Delay

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو ان اچ سي آر) شکايت کړی چي په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کي په افريقا کي ۱۷۵۰ انسانان مديترانې ساحل او يا هم له لويديځي افريقا څخه ختيځي ته پر لار وژل سوي دي.

نوموړي ادارې د مهاجرت له ډنمارکۍ شورا سره په ګډه په دې اړه يو نوی رپوټ خپور کړی دی چي عنوان يې دي :«د دغه سفر پر وخت هيڅوک په دې قصه کي نه دي چي څوک به ژوندي پاته سي او څوک به مړ سي».

سخت متضرر سوي انسانان

د نوموړي رپوټ ليکوالانو څرګنده کړې ده چي څرنګه دغه انسانان د مهاجرتونو پر وخت له نه بيان کيدونکي وحشت سره مخامخ سوي دي. په هغو کي شکنجه، ناوړه استفاده، اجباري کارونه، جنسي سؤاستفاده او پر خپل سر وژني شاملي دي. مجرمين، قاچاقبران، انساني قاچاق وړونکي او مليشې، خو په ځينو مواردو کي سرتيري او پوليس هم دا ډول اعمال سرته رسوي.

ويل کيږي چي ددغو کسانو يو پر څلرمه برخه د افريقا له صحرا څخه د تيريدو پر لار له منځه ځي. د دغي صحرا په سرحدي پوستو کي د ښځو او نجونوو او همدارنګه ځوانو نارينه وو پر وړاندي جنسي تيري ورځنی حال وي. همدارنګه په خپله قاچاقبران هم ښځي بدلمنيو ته مجبوروي. د يو ان اچ سي آر په حواله ژوندي پاته سوي کسان وروسته بيا له سخت رواني فشارونو سره ليبيا ته ستنيږي.

Libyen Tripolis Flüchtlingslager Sika road
په لیبیا کې په یوه مهاجر کمپ کې مېشت مهاجرانځور: DW/Maryline Dumas

له پامه ايستل سوي پيښي

 

د مهاجرو له پاره د ډنمارکۍ شورا مشر برام فراوس ټينګار کوي چي هغه ارقام چي زموږ په لاس کي دي، بيا هم دا په ډاګه کوي چي ليبيا داسي ډاډمن هيواد نه دی چي مهاجر دي بيرته وروليږل سي.

د رپوټ په حواله له جنورۍ مياشتي راهيسي څه د پاسه ۶۲۰۰ مهاجر او پناه غوښتونکي د ساحلي ساتونکو له خوا د شمالي افريقا دغه هيواد ته استول سوي. هلته دوي زياتره وخت بنديخانو ته وړل کيږي او پر خپل سرساتل کيږي.

د مهاجرو د عالي کميسارۍ رييس فيليپو ګراندي ويلي چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له غمه ډکي تجربې تر اوسه له نظره اچول سوي. دغه مايوسه کسان له جګړو او تعقيب څخه تښتيدلي ، د هغوي په وړاندي ظلمونه بايد په ټپه ودريږي او مجرمين بايد  دقانون منګُلو ته وسپارل سي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب