په افغانستان کي د کال له پيله ۱۰۰ زره کسان بې ځایه سوي
۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبهد ملګرو ملتو د بشري مرستو د همږغي کولو سازمان د رپوټ په حواله ددغو کسانو نیمايي برخه د هیواد د شمالي ولایتونو له جنګ ځپلو سیمو څخه تښتیدلي کسان دي.
د ملګرو ملتونو په حواله له جنورۍ میاشتي راهیسي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه له ۳۰ ولایتونو څخه خلک تیښتي ته مجبوره سوي.
د هغوی ۵۹ سلنه هغه کوچنیان او تنکي ځوانان دي چي عمرونه یې تر اتلس کلنۍ کښته دي. په تیرو کلونو کي شاوخوا ۴۲۶ زره انسانان د داخلي کډوالو په توګه ثبت سوي دي.
دا چي هغوی به تر اوسه پوري په کډوالي کی ژوند کوي او که څنګه د ملګرو ملتو په حواله جګړه ځپلو سیمو ته د ورتګ د مشکلاتو له امله دا موضوع نه سي روښانه کیدلای. د اټکلونو له مخي په افغانستان کي څه د پاسه ۳۰ میلیونه انسانان ژوند کوي.
د دغه رپوټ په حواله د سولې پر پلان سوو خبرو سربیره، د طالب ملیشو او افغان حکومت ترمنځ وسله واله شخړه لاپسي زیاته سوې.
کارپوهان دا موضوع په دې ډول څرګندوي چي دواړي خواووي غواړي له دغو خبرو اترو مخکي خپل دریځ د پوځي بریا له لاري لا پسي قوي کړي. د اختر په شپو او ورځو کي دواړو خواوو پر یوه درې ورځني اوربند باندي توافق کړی دی.