1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د مهاجرو اخراج نور هم لږ شوی

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د ۲۰۲۰م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له آلمان څخه د غير قانوني مهاجرو اخراجونو شمیر، د ورستيو کلونو هغو ته په کتو خپل تر ټولو ټيټ حد ته رالويدلی دی. د دې تر ټولو لوی دليل، د کرونا وبا خپريدل ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3gUu8
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور په ۲۰۱۹ د جولای په وروستيو کې د افغان مهاجرو د اخراج دی / آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له آلمان څخه د غيرقانوني اخراج شوو مهاجرو شمیر د تيرکال د همدې مودې په پرتله خورا ډير راټيټ شوی دی.

د «نويه اوسنابروکر» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۷مه) رپوټ ورکړ چې د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ نيمايي کې په مجموع کې ۴۶۱۶ کسان په اجباري توګه له آلمان څخه اخراج او خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي.

د رپوټ په حواله، دغه معلومات د آلمان د کورنيو چارو وزارت د آلمان په مرکزي پارلمان (بونديستاګ) کې د کيڼ اړخ ګوند يا د چپيانو فراکسيون د پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي.

تيرکال دوه برابره ډير اخراجونه

د تير ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۱۴۹۶ بهرني اتباع اړ شول چې د آلمان له خاورې څخه ووځي چې دغه شمير د روان کال په همدې موده کې د شوو اخراجونو په پرتله څه باندې دوه برابره لوړ دی.

په سږنيو اخراجونو کې د کمښت د راتلو لوی دليل، په نړيواله کچه د کرونا وبا خپريدل ښودل شوي دي چې د روان ميلادي کال له دريمې مياشتې راوروسته په آلمان کې هم ډيره شوه. د کورنيو چارو وزارت د دغو نوو ارقامو په خپرولو سره، د کيڼ اړخ فراکسيون يو ځل بيا د غيرقانوني مهاجرو او پناه غوښتونکو د اخراجونو د درولو غوښتنه کړې ده.

د آلمان د يو تلويزيون د«ټاګس شاو» ويب پاڼې په حواله، د ۳۴۷۷ تنه بهرنيانو اخراج د الوتکو په وسيله تر سره شوی دی چې په دوی کې نژدې ۱۰۰۰ يې ښځې او ۷۸۲ ماشومان او تنکي ځوانان دي.

 د دغه رپوټ پر اساس، د آلمان پوليسو او سرحدي چارواکو، د بهرنيو وګړو د اخراج په ۳۶۲ پيښو کې اړ شوي چې له زور څخه کار واخلي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د کيڼ اړخ فراکسيون د پوښتنې په ځواب کې دا هم ويلي دي چې دوی سږکال د ۴۴۸ تنه بهرنيانو په اخراجولو کې پاتې راغلي او د اخراج په ۷۴ مواردو کې هوايي شرکتونو او د دوي پيلوټانو له دغه کار څخه ډډه کړې ده.

«اخراجونه دي متوقف شي»

په بونديستاګ کې د کيڼ اړخ ګوند د فراکسيون غړې، اولا يلپکه، د کرونا وبا د خپريدا ادامې ته په کتو، له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج د بشپړ توقف غوښتونکې شوې ده.

هغې د آلمان د مهاجرت ادارې چارواکي تورن کړل چې د کرونا وبا په دليل په اخراجونو کې د کمښت په راتلو سره اوس غواړي چې دغه لړۍ له سره پيل کړي.

د چپيانو د ګوند استازې وویل، په داسې وخت کې چې د کرونا وبا خپريدل اوس هم ادامه لري، له آلمان څخه د بهرنيانو اخراجول يو غیرمسئولانه کار دی. هغې وويل چې د مرکزي او ايالتي حکومتونو مسئولان، بايد د دې له پاره چې د مهاجرو روغتيا له خطر سره نه وي مخ شوي د اوس له پاره دې د اخراجونو لړۍ په بشپړه توګه متوقف کړي.

 دويچه وله ف/ م.ک.ص./ن.ز.

د اخراجونو پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (14.09.2017):