1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزادينړیوال

موږ په ټوله نړۍ کې بیطرفه ژورنالیزم ته ژمن یو

۱۳۹۹ مهر ۱, سه‌شنبه

دویچه ویله پر کړکیچونو، د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو، د پیښو پر قربانیانو او اوسنې وضعیت د ښه کیدو پر هڅو د رڼا اچولو له پاره د بیان او رسنیو د آزادۍ په تړاو مغلق مسایل تر پوښښ لاندې نیسي.

https://p.dw.com/p/3iqNT
Insomnia | Free Speech | Campaign
انځور: DW

زموږ هدف: د آزادو فکرونو له پاره بېطرفه معلومات 

په ټوله نړۍ کې دیموکراسي  تر فشار لاندې ده او پر آزادیو باندې بریدونه کیږي. په هغو هیوادونو کې چې ځواکمن کسان خبرونه کنترولوي، خلک اړ دي چې د خرابو انتخابونو تر منځ یو غوره کړي. له همدې کبله موږ دا په خپل هدف ګرځولی دی چې په له ۱۸۰ څخه ډیرو هیوادونو کې د بیطرفه معلوماتو د برابرولو او د بیان د آزادي او دیموکراتیکو ارزښتونو د ملاتړ له لارې اتوکراتان یا مستبد چارواکي وننګوو. له دې سره موږ ځان ډاډه کوو چې دغه مستبدین بې خوبه شپې سبا کړي. 

موږ څرنګه د بیان د آزادي ملاتړ کوو؟ 

دویچه ویله پر کړکیچونو، د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو پیښو پر قربانیانو او د بیان د آزاد د ملاتړ پر نوښتونو باندې د ړنا له اچولو سره د بیان د آزادي په تړاو د مغلقو موضوعګانو په اړه رپوټونه ورکوي ترڅو اوسنی وضعیت لا بهتره شي او د دغو موضوعګانو په تړاو پراخ بحثونه رامنځ ته شي. 

موږ په ټوله نړۍ کې له فعالانو، اکادمیکو شخصیتونو، هنرمندانو، کارتونیستانو او لیکوالو سره د مرکو او د هغو د رپوټونو له لارې، پر هغو موضوعګانو باندې نظر ساتو چې د بیان او نظر له آزادۍ سره مرسته کوي. 

له ۲۰۱۵ کال راهیسې دویچه ویله هغو کسانو ته د «دویچه ویله د بیان د آزادي جایزه» هم ورکوي چې هر ورځ د دې موضوع له پاره مبارزه کوي. د دې جایزې په ګټونکو کې په زندان کې وخت تیرونکي بلاک لیکونکي، فعاله خبریالان او داسې کسان شامل دي چې هڅې یې د رسنیو د آزادي د تظمین له پاره دي. 

Zensurumgehung - Software Psiphon
انځور: DW/O. Linow

د پیغام رسول 

اوس تر بل هر وخت ډیر کسان په ټوله نړۍ کې سره په ارتباط کې پاتې کیدای شي او معلوماتو ته لاسرسي لري. خو داخبره بیا کله په اسانۍ سره له پامه غورځول کیږي چې اوس هم په نړۍ کې ډیرې داسې سیمې شته چې په کې هغه کسان چې مخالف نظرونه خپروي مجازات کیږي او د آزادو معلوماتو مخه نیول کیږي. له سانسور سره مبارزه دویچه ویله په یوه اصلي اصل باندې بدله کړې ده او تل د دې له پاره کار کوي چې په هر ځای کې خلکو ته هغه معلومات ورسوي چې دوی ورته اړتیا لري تر څو ځان په ستونزو او هغو موضوعاتو باندې خبر کړي چې په ټولنو کې یې ژوند اغیزمنوي. 

په ډیرو هیوادونو کې له دې کبله چې حکومت د بنسټونو کنترول په لاس کې لري، کیدای شي معلومات سانسور او یا هم په بشپړه توګه قطعه شي. له همدې کبله دویچه ویله تل پر داسې حل لارو کار کړی چې په مرسته یې معلومات له سانسور څخه بچیدای شي او خلک ورته لاسرسي لرلی شي. د بیلګې په توګه په هغو هیوادونکو کې چې حکومت یې بیطرفه خبرونو ته لاسرسي محدودوي او یا یې هم په بشپړه توګه بندوي، خلک کولی شي په امن توګه او پرته له دې چې هویت یې افشا شي د «او.تي.اف» او «ټور پروژې» په مرسته د دویچه ویله محتویات ترلاسه کړي. دویجه ویله یو داسې پروکسي انسټال کړې ده چې په مرسته یې د دې رسنې انترنتي پاڼه په تور نیتورک کې پرانیستل کیږي. 

د تور په مرسته پرانیستل کیدونکي انترنتي پاڼې د «نقطه اونین» په واسطه پیژندل کیدای شي. د دې له پاره چې له دې طریقې انترنتي پاڼې پرانیستل شي، د «فایر فاکس تور» په څیر بروزر ته اړتیا شته. د دویچه ویله تر څنګ د نیویارک ټایمز او بي بي سي په څیر یوازې یو څو محدودې رسنې دغه ډول امکان لري. 

د  تیرې لسیزې په جریان کې دویچه ویله له سانسور څخه د تیریدو په موخه د «پسفون» په نوم یو سیستم ته وده ورکړې چې له بیلابیلو پراکسي سرورونو سره کار کوي. له دې سره نو د ایران او چین په څیر هیوادونو کې کاروونکي د دې توان لري چې بې طرفه معلوماتو ته په معتبرو منابعو کې لاسرسي ولري. 

له دې تکنالوژي سره د وصلیدو له لارې موږ یو پیغام استولی دی: دویچه ویله به هیڅ کله هم د آزاد انترنت له ملاتړه لاس وا نه خلي. او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې به ټولو کاروونکو ته بېطرفه او په ښه کیفیت معلومات ورسوي. 

JaafarTalk aus dem jordanischen Flüchtlingslager Zatari
انځور: DW

تنوع ډیالوګ رامنځته کوي 

په تیرو څو کلونو کې په عربي نړۍ کې رسنۍ او رسنیو ګډون ډیر زیات بدلون موندلی دی. دا بدلون یوازې په ځوانانو کې نه دي رامنځ ته شوی. ټول خلک د بدلون په حال کې دي. په داسې حال کې چې خلک تر بل هر وخت ډیر د تکنالوژي په مرسته، د بیلګې په توګه  بحث او اړیکو ته پرانیستی نظر لري، داسې ښکاري چې ځینې کسان نه غواړي چې دوی په بحثونو کې ګډون وکړي. 

د جعفر ټاک خپرونه غواړي دغه څه بدل کړي. دا داسې یوه خپرونه ده چې ټولو ته د خبرو کولو چانس ورکوي - آن داسې غږونه چې په عربي نړۍ کې نه اوریدل کیږي. په دې خپرونه کې پر داسې موضوعګانو باندې بحث کیږي چې ډیر وخت په نورو تلویزیونونو کې تر پوښښ لاندې نه راځي. په دې خپرونه کې پر سیاسي او ټولنیزو موضوعګانو باندې بحث پاروونکي خبرې کیږي چې د میلمنو تر منځ پر محاورې باندې متمرکزې وي. دغه میلمانه له بیلابیلو هیوادونو او د متفاوتو نظرونو خاوندان وي. د خپرونې په پای کې د سټودیو میلمانه او لیدونکي د میلمنو د نظرونو په اړه رای اچوي چې روښانوي کوم میلمنه د لیدونکو نظر خپل کړی دی. دغه خپرونه هغو کسانو ته چې د یوې موضوع په اړه متفاوت نظر لري د بحث تر ټولو ښه چانس ورکوي ترڅو یو ډیالوګ رامنځ ته کړي. 

جعفر ټاک داسې یوه خپرونه ده چې لیدونکي په کې ونډه اخلي او د عربي نړۍ تنوع نندارې ته وړاندې کوي. د خپرونې چلوونکی جعفر عبدالکریم د خپرونې لیدونکو ته هم د دې چانس ورکوي چې خپل نظر ورکړي. دغه بحث آزاد، بېطرفه خو پر څیړنو، حقایقو او شمیرو ولاړ وي ترڅو یو لوی انځور وکاږي. تاسو کولی شيء پر انستاګرام، فیسبوک او یوټیوب باندې جعفر ټاک تعقیب کړئ. 

د موضوع انځورول 

ایا د لبنان اوسیدونکي د اوکراینانو په پرتله ډیر خپل نظرونه پر دیجیټالو پلټفارمونو باندې بیانوي؟ د دویچه ویله د اکاډمي د «سپیک آپ اندازه کوونکی» پروژه په انتخاب شویو هیوادونو کې پر دیجیټالو پلټفارمونو باندې د خلکو د نظر د شریکولو اندازه، د بیان آزادي، معلوماتو ته لاسرسي اندازه کوي. په دغو هیوادونو کې ډویچه ویله اکاډمي له ځايي سازمانونو سره په ګډه د رسنیو د ودې له پاره کار کوي. 

له دې سره دغه پروژه پر ډیجیټال پلټفارمونو د بیان د آزادي او د ګډون د اندازې له معلومولو سره ځایي سازمانونو، غیر دولتي سازمانونو او خبریالانو ته د دې چانس ورکوي چې داسې تدابیر چې د بیان د آزادي او معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت ښه کوي، تر لاس لاندې نیسي. 

د رسنیو د آزادي د کچې معلومول 

ستاسو په هیواد کې رسنۍ څومره آزادې دي؟ د رسنیو د آزادي د کچې معلوموونکي تاسو ته د رسنیو د آزادي د بیلابیلو شاخصونو یو انځور درکوي. تاسو د نړۍ په نقشه کې پر هر هیواد باندې کلیک کولی شي چې په کې د رسنیو د آزادي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړئ. پر دې سربیره د هر اندیکس په اړه هم په دې ځای کې معلومات مجود دي. 

د ناسمو معلوماتو په سمندر کې اعتبار 

په ترکیه کې د خبریالانو کار ورځ تر بلې د سختیدو په حال کې دی. دویچه ویله د بي بي سي، فرانس ۲۴ او امریکا غږ رسنیو په همکاري یو د یوټیوب کانال جوړ کړی دی چې ترکي ژبو لیدونکو ته داسې د اعتبار وړ معلومات رسوی چې له هغوی سره به د یوې مفکوري په جوړولو کې مرسته وکړي. 

Plus 90, +90, türkischer Youtube Kanal, Deutsche Wele, BBC, France 24, VOA
انځور: DW

دغه یوټیوب چاینل ۹۰+ نومیږي چې د ترکیې د تلیفون د نړیوال کود له مخې یې نوم انتخاب شوی دی. په دې چاینل کې خپلواکه او د اعتماد وړ معلومات خپریږي چې د بیان د آزادي د احترام او بیلابیلو موضوعګانو په اړه د بیلابیلو نظرونو د احترام پر أساس برابر شوي دي. په دې کانال کې داسې ویډیوګانې شته چې تر یو میلیون څخه د ډیرو ځلونو له پاره لیدلې شوې دي. ځینې دغه ویډیوګانې بیا په آلماني ژبه هم ژباړل شوي دي. په دې کانال کې داسې موضوعګانې تر پوښښ لاندې راځي چې ډیر وخت د ترکي رسنیو له خوا یې په اړه رپوټ نه ورکول کیږي. د بیلګې په توګه د مهاجرو، همجنسبازانو او د ښځو د حقونو په اړه موضوعګانې. د دغو موضوعګانو له پوښښ سره دا کانال غواړي چې د ورځیني ژوند مسائیلو ته په داسې یوه هیواد کې چې ورځ تر بلې د بدلیدو په حال کې دی، یو متعادل نظر واچول شي