1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هغه ښځه او ميړه وپيژنئ چې د کرونا واکسين يې جوړ کړی

۱۳۹۹ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د کوويد - ۱۹ واکسين جوړولو په برخه کې پرمختگ د آلماني بايوان ټيک شرکت مسؤلان، ښځه او ميړه د ټولې نړۍ د پام وړ وگرځول. په ځانگړي توگه د ترکي مهاجرو د اولادو په توگه دوی ډېره توجو جلب کړه.

https://p.dw.com/p/3lPM7
Ugur Sahin und seine Frau Özlem Türeci
انځور: Stefan F. Sämmer/imago images

اوغور شاهين او ميرمن یې اوزلم توريچي په ۲۰۰۸م کال کې د آلمان په لويديځ ښار ماينس کې د بايو ان ټیک شرکت تاسيس کړ. دا شرکت د فايزر په نامه امريکايي شرکت سره په گډه د واکسين جوړولو يوه تر ټولو مخکښه پروژه پر مخ وړي.

د دې شرکت له خوا تیره اوونۍ دا اعلان چې تر کار لاندې واکسين یې پر انسانانو د آزميښت په دريم پړاو کې د کرونا ويروس پر ضد ۹۰ سلنه اغیزمن دی، په ټوله نړۍ کې د خبرونو په سر ټکو بدل شو او په عين حال کې یې د کرونا پاندمي پر ضد د مبارزې له پاره هیلې را بیدارې کړې. له دې سره په د ونډو په بازار کې د دې شرکت ارزښت هم ډېر لوړ شو.

په دې توگه د بايو ان ټيک شرکت اوس ۲۵،۸ ميليارده ډالر ارزښت لري.

د بايو ان ټیک شرکت اجرايوي رئيس شاهين څلور کلن وو چې آلمان ته راغی او پلار یې د ترکي کارگرانو له هغه نسل څخه وو چې زياتره یې په آلمان کې پاته شول. د شاهين پلار په کلن ښار کې د «فورد» د موټر جوړولو په کارخانه کې کار موندلی وو.

د شاهين ميرمن توريچي چې د بايو ان ټیک د شرکت د طبي برخې مشره ده، د يوه ترکي ډاکتر لور ده چې له استانبول څخه آلمان ته مهاجر شوی وو.

داسې ښکاري چې دا ښځه او مېړه له دې موضوع سره چې د آلمان په ټولنه کې د موافق ادغام د نمونې په توگه ورته وکتل شي، محتاطانه چلن کوي.

شاهين د «گاردين» بريتانوۍ ورځپاڼۍ ته ويلي: «ډاډه نه يم چې واقعاً همداسې څه غواړو. موږ بايد د يوې ټولنې په توگه له ځانه وپوښتو چې څرنگه کولی شو هر چا ته په ټولنه کې د ونډې اخيستلو چانس ورکړو. زه د مهاجرت ريښې لرونکي په توگه يو تصادفي نمونه يم. زه په مساويانه توگه کيدای شوای چې يو آلمانی او يا اسپانوی وای.»

Deutschland Haar | Corona Impfstoff | Testung
د بايوان ټیک شرکت د کرونا ضد خپل واکسين د ۹۰ اغیزمنتيا څخه خبر ورکړ انځور: picture-alliance/dpa/F. Hoemann

که څه هم چې دا جوړه همدا اوس مشهوره شوې خو په علمي نړۍ کې له اوږدې مودې راهيسې د سرطان په اړه د تحقيق په برخه کې د مخکښو څېړونکو په توگه مشهور دي. دې ښځې او میړه د سرطان د طبابت په برخه کې «انقلابي» تحول خپل هدف گرځولی دی.

۵۵ کلن شاهين چې د ايمونولوژۍ يا د بدن د دفاعي سیسټم د پيژندنې او ماليکولي طب مختصص دی، په لومړي سر کې یې د کلن په پوهنتون کې او بيا وروسته د زارلند په پوهنتون کې زده کړې کړي او په همدې پوهنتون کې یې خپله ميرمن توريچي چې د طب په برخه کې په زده کړو بوخته، پيژندلې وه.

دوی په ۲۰۰۲م کال کې واده وکړ او د واده پر سبا بيرته لابراتوار ته ستانه شول. دوی يوه لور لري.

توريچي ويلي چې له ماشومتوب راهيسې له طبابت سره اړيکي لري. نوموړې يو وخت د آلمان يوې علمي انترنت پاڼې ته ويلي ول: «په کور کې مو د پلار [طبي] کار يوه د معمول خبره وه.» هغې زياته کړې وه چې د طب پرته په بله کومه رشته کې مې د کار تصور نه وو کړی.

شاهين او توريچي په ۲۰۰۱م کال کې د « Ganymed» په نوم د بايو تکنالوژۍ خپل لومړی شرکت جوړ کړ او بيا یې په ۲۰۱۶م کال کې هغه خرڅ کړ.

اړونده موضوع:دوو شرکتونو د کرونا ضد واکسین په جوړولو کې د بې ساري پرمختګ ادعا کړې

د بايوان ټیک په نوم د دوی دويم شرکت د سرطان د ناروغانو د انفرادي درملنې برخې ته پراختيا ورکړه او دا کار یې د هماغه تکنالوژۍ پر بنست کاوه چې اوس د کرونا ويروس ضد واکسين په جوړولو کې یې ترې گټه پورته کړې ده.

دا شرکت چې ۱۵۰۰ کارکوونکي لري، اوس د سترو پانگوالو له خوا ملاتړ کيږي. له دې پانگوالو څخه يې توماس شتروينگمان او ميشايل موچمان په دې وروستيو کې دا جوړه «د باور وړ، درنو، خواري کښو او د بې مثاله ځيرکو کسانو» په توگه ياده کړې وه.

د بايوان ټیک شرکت چې په ماينس ښار کې موقعيت لري، د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه یې د سرطان د درملنې په برخه کې خپل کارونه ځنډولي دي او د کوويد – ۱۹ ناروغۍ پر ضد پر مبارزه یې تمرکز کړی دی.

دې شرکت په مارچ مياشت کې د واکسين جوړولو د خپلو طرحې په مشخصولو سره د امريکايي فايزر شرکت سره په همکارۍ پيل وکړ.

د کرونا واکسين په برخه کې د پرمختگ سره شاهين او توريچي په آلمان کې د ۱۰۰ تر ټولو شتمنو کسانو په نوملړ کې شامل شول.

خو دې جوړې د «گاردين» ورځپاڼې ته ويلي چې تر هغه وروسته چې د واکسين د موثريت په اړه یې خبر ترلاسه کړل، يو څه آرام شول او دا خوښي یې يو څه «ولمانځله»، بيا کښيناستل او يو پياله چای یې وڅښل.

ب.ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: