1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي د ډېرو افغان مهاجرو شکایتونه منل سوي»

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

افغان پناه غوښتونکي زیاتره وخت، د جرمني د مهاجرو چارو ادارو د منفي جوابونو پر وړاندي بریالي کیږي. د آلمان د کیڼ اړخه ګوند یوې سیاستوالي، د افغان مهاجرو په اړه د مهاجرو چارو د ادارې پر ناسمو پریکړو انتقاد کړی.

https://p.dw.com/p/3qRUJ
Bundesamt für Migration Schild Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو پر اساس چي ددغه هیواد په پارلمان کي د کیڼ اړخه ګوند د داخلي چارو د ویاندي، اولا یلپکه په غوښتنه وړاندي سوي دي، افغان رد سوي مهاجر د جرمني د مهاجرو چارو ادارې «بامف» له خوا د منفي پریکړو په وړاندي، په خپلو شکایتونو کي زیاتره وخت بریالي کیږي.

دغه معلومات ښيي چي قاضیانو په مجموعي ډول په هغو ۲۱۱۷۰ شکایتونو کي چي د افغان مهاجرو له خوا سوي دي، په ۸۳۹۰ مواردو کي یې د آلمان د مهاجرو چارو ادارې پر منفي پریکړو له سره غور کړی دی.

که هغه ۷۲۷۰ دوسیې چي د قاضيانو له ارزوني پرته په نورو شکلونو سره پريکړې ورباندي سوي دي، په نظر کي ونیول سي، په دې معنی دي چي د افغان رد سوو مهاجرو ۶۰ سلنه شکایتونو مثبته نتیجه ورکړې ده.

خو په اکثرو دغو پیښو کي یعني ۶۴۳۵ قضیو کي بیا دغو مهاجرو اوږدمهاله حفاظت نه دی ترلاسه کړی او یوازي یې د اخراج ممنوعیت په لاس راوړی دی. دا په دې معنی چي په آلمان کي یې اوږدمهاله اقامت نه دی ترلاسه کړی. د رد سوو افغان مهاجرو ۵۵۰۰ شکایتونه بې اساس بلل سوي او رد سوي دي.

دغو ارقامو ته په کتو سره، میرمن یلپکه د افغان مهاجرو په اړه د آلمان د مهاجرو چارو د ادارې پر پریکړو انتقاد کړی او ویلي یې دي «د ناسمو پریکړو دغه ډول رقم له حده زیاته رسوايي ده، دا ځکه چي خبره د پناه غوښتونکو پر مرګ او ژوند باندي ده.«

د کیڼ اړخه ګوند دغه سیاستواله زیاتوي: «دغه رد سوي پناه غوښتونکي داسي یوه هیواد ته د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي چي په هغه کي نه یوازي دا چي هره ورځ مرګوني بریدونه ترسره کیږي، بلکي علاوه پر دې هلته روغتیايي سیستم هم په ډیر بد حالت کي دی او د کووید -۱۹ ناروغانو ته د رسیدګۍ وړتیا نه لري.«

GP/NZ/AG