1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

په ډنمارک کي د مهاجرو د اخراج سياست

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

ډنمارک نور هیڅ مهاجر نه مني. حکومت غواړي حتی هغه مهاجر چي همداوس یې په هیواد کي اوسیږي، ژر تر ژره بیرته واستوي. له څه وخت راهیسي حتی سوريې ته مهاجر بيرته لېږي او وايي چي په دمشق کي امنیت دی. خو ولي؟

https://p.dw.com/p/3rwDN
Dänemark Schülerin Aya Abo Daher
سوریايي مهاجره، ایو ابو داهیر، چي د اخراج د خطر سره مخامخ دهانځور: Rahima Abdullah

د ایو ابو داهیر په نامه یوې سوریايۍ ته همدا تازه د بکلوریا دورې د پيل خولۍ ورکړل سوه او غوښتل یې په درو میاشتو، یعني جون میاشتي په اخره کي تر فراغت وروسته د ډنمارک په نیبورګ ښار کي هغه د خپلو ملګرو سره ولمانځي.

خو په همدې اپریل کي یوه ورځ ورته د ډنمارک د مهاجرت ادارې له خوا یو ایمیل د دې ټوله پلانونه تغیر کړل. په ایمیل کي لیکل سوی ول چي «ستا اقامت نه تمدیدیږي.»

د ایمیل ترلاسه کولو وروسته دغي ۲۰ کلني وویل: «زه بې حده ډیره خوابدې سومه، ما داسي د بیګانه ګۍ احساس وکړ چي ګواکي هغوی په ډنمارک کي زما څخه هرڅه اخیستي دي.»

ایو ابو داهیر اضافه کوي، چي بیا نو زه کښینستم او یوازي مي ژړل. په نیمه شپه کي یوې ملګري زه خپل کور ته ورسولمه، ځکه چي زه نسوای بیدیدلای. خو «د دې والدینو او همدارنګه د دمشق او د هغه د شاوخوا سوریایانو ته هم عین ایملونه راغلي ول.»

«پر دمشق باندي نه جنګ په دغه ښار کي د امنیت په معنی نه دی»

تر هغه وروسته، چي ډنمارکي چارواکو پروسږکال د سوریې پایتخت دمشق د امنیتي لحاظه اطمیناني درجه بندي کړ، ددغي سیمي د ډیرو مهاجرو اقامت بیرته واخیستل او یا تمدید نه سو.

د ډنمارک د مهاجر پلوه سازمان،DRC عمومي منشۍ شارلوته سلینته وايي، چي« که څه هم نه جنګ ختم سوی او نه هیر سوی دی، خو بیا هم ډنمارکي چارواکي ادعا کوي، چي په دمشق کي تر دې حده پوري هر څه سم دي چي سړی هلته اوس مهاجرین هم بیرته ورلیږلی سي.»

خو ددغه ډول نظر په درلودلو سره ډنمارک په ټوله اروپا کي یوازي پاته دی. سلینته د ډنمارکي چارواکو دغه پريکړه غیر مسؤلانه بولي. هغه وايي کوم سوریايي مهاجرین چي تر راتښتیدو وروسته بیرته هلته ولیږل سي، له جدي خطر او تعقیب سره به مخامخ سي.

په خبره یې «دا چي په دمشق کي جنګونه نه سته، معنی نه لري، چي دغه ښار د مهاجرو د بیرته ورتګ له پاره یو اطمیاني ښار ګرزیدلی دی.» په همدې خاطر د ډنمارک د مهاجرو سیاست د بشري حقوقو سازمانونو، لکه DRC او یا د بخښني نړيوال سازمان له پاره د نه منلو وړ یو سیاست ګرزیدلی دی.

د ډنمارک د مهاجرت د اوسني سیاست پر بنأ هغه سوریايي مهاجر چي نور اقامت نه لري او نه غواړي پخپله خوښه ووزي، هغوی به په لومړي سر کي د په اصطلاح تجمع مرکزونو ته انتقال او هلته عملاً بندیان سي. 

حکومت نور هیڅ پناه غوښتونکي نه غواړي

Dänemark Premierministerin Mette Frederiksen
د ډنمارک صدراعظمه، میټه فرید ریکسنانځور: Philip Davali/Ritzau Scanpix/REUTERS

د ډنمارک صدراعظمه، میټه فرید ریکسن، چي په اجتماعي مسایلو کي چپي او د مهاجرت په مسأله کي ښی اړخی سیاست تعقیبوي، اوږدمهاله هدف یې دا دی چي نور یې هیواد ته هیڅ پناه غوښتونکي را نه سي.

هغه مهاجرین چي پخپله خوښه له دغه هیواد څخه وزي، ورته مالي امکانات برابروي. بیا په سختو الفاظو سره هغه مهاجرین بیروي او تهدیدوي چي غواړي په ډنمارک کي د پاتېدو کوښښ وکړي.