1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه افغانان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی، سختي اندېښنې لري

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بې قید و شرطه وتلو له اعلان سره همهاله هغه افغانان چې له بهرنیانو سره یې کار کړی دی، د خپل کار او ژوند په تړاو اندېښمن دي.

https://p.dw.com/p/3sHkY
Afghanistan Übersetzer US Army
انځور: Getty Images

اوس په افغانستان کې ډیر هغه کسان چې له بهرنیانو سره یې په بیلابیلو برخو کې کار کړی، ان له رسنیو سره د خپلو اندېښنو شریکولو جرات هم نه شي کولای.

د کابل د بګرامیو اوسېدونکی چې خپل مستعار نوم یې سکندر وښود، دویچه ویله ته وویل چې له دغه اعلان وروسته ان له رواني ستونزو سره مخامخ شوی.

سکندر په ۲۰۱۹م کال کې په بګرام هوايي آډه کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو سره ژباړن وو، خو د کرونا وبا له امله یې په تېر ۲۰۲۰م کال کې دنده هم له لاسه ورکړه.

هغه دویچه ویله ته وویل: «له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای شپنیو عملیاتو ته تلم، په دې عملیاتو کي مو ډول ډول حالات ولیدل لکه ټپیان، مړي او ماشومان هغه هم په ډیر ناوړه وضعیت کې چي دي ټولو شیانو راته یو ډول ذهني او رواني ستونزه جوړه کړې.»

سکندر زیاتوي اوس چې بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی دی، تر ټولو ستره ستونزه له هغوی سره د ژباړونکو د برخلیک ده: «له کله نه چي له وظیفې راوتی یم وزګار یم او په ولایتونو کې هم دنده نشم کولای او نه هم تلای شم حتی په کابل کې چي اوسیږم هم امنیتي مشکلات لرم تر ټولو لوی تشویش مي دا دی چې د خارجیانو له وتلو څخه وروسته به زموږ د ترجمانانو سرنوشت څه وي؟»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی هم چې نه غواړي نوم یې یاد شي په افغانستان کې له اروپایانو سره د ژباړن په توګه دنده ترسره کړې، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دی: «ما خپله له خارجیانو سره کار کړی له ډاره ولایتونو ته نه شم تلی، طالب مې وژنې، القاعده مې وژني، داعش مې وژني او دا خورا ننګونکی وضعیت دی.»

د مالوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د رسمي شمېرو سربیره شاوخوا ۱۸ زره قراردادیانو هم له بهرنیانو سره په بیلابیلو برخو کې کار کړی دی.

له دغو ډیر یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له هېواده د وتلو اسانتیا نه لري. د چارو ځيني کتونکي له بهرنیانو سره د کارکوونکو سربیره د هغوی د کورنیو ژوند هم له ګواښ سره مخامخ بولي.

د افغانستان د ځوانانو چارو پخواني معین ډاکټر کمال سادات دویچه ویله ته وویل، له بهرنیانو سره ډیر ځوانانو کار کړی او دی ډیر داسې کسان پيژني چې د بهرنیانو تر وتلو وړاندې هدف ګرځیدلي: «هغو کسانو چې له نړېوالو ځواکونو سره د ترجمانۍ، د مشاوریت او یا د بیارغاونې په برخو کې کارونه کړي دي، که نړېوال ځواکونه ووځي مخالفینو ته به لومړی هدف همدوی وي، ځکه د هغوی له پاره دغه کسان هم له بهرنیانو کم نه بریښي.»

ښاغلی سادات زیاتوي ځيني هغه قراردادیان یا د بهرنیانو افغان سلاکاران چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه په وتو بریالي شوي او اوس په امریکا، استرالیا او یا اروپايي هيوادونو کې ژوند کوي، اوس یې دلته کورنۍ له ګواښونو سره مخامخ دي: «ډيرې داسې پېښې همدا اوس چې لا بهرنیان وتلي نه دي رامنځته شوې، د هغوی وروڼه ووژل شول، پلرونه یې په نخښه شول او اوس ورځ په ورځ پر هغوی حلقه راتنګیږي.»

دغه پخوانی افغان چارواکی پر اړوندو هيوادونو په ځانګړې توګه پر امریکا غږ کوي چې له بهرنیو ځواکونو سره د پخوانیو ژباړونکو له پاره د کډوالۍ ویزو ورکولو بهیر دې اسان او رالنډ کړي.

حکومت څه وايي؟

سره له دې چې حکومت له بهرنیانو سره د کارکوونکو افغانانو د خوندېتوب په برخه کې څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني څو ورځو وړاندې ډاډ ورکړ چې د بهرنیانو په وتلو سره وضعیت نه خرابیږي.

غني له سی این این ټلویزون سره په مرکه کې ویلي: «د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره نظام ته هیڅ ډول ګواښ نه دی متوجه، زموږ کمانډویان او هوايي ځواک کولای شي چې نظام وساتي.»

د چارو کتونکي وايي، که د افغان جګړې ښکېل اړخونه د سولې په خبرو کې پایلې ته ونه رسیږي، نو د ډیرو نورو افغانانو ژوند هم له ګواښ سره مخ دی.

سیاسي شنونکي نورالرحمن لیوال دویچه ویله ته وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم باید عمومي عفوه اعلان شي: «ځکه ډېر افغانان پرديو او تپل شويو جګړو يرغمل کړي او پخپله خوښه يې د بهرنيو مرسته نه ده کړې.»

 دا څرګندونې داسې مهال دي چې د جرمني د دفاع وزیرې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې تر وتلو وروسته به خپل افغان همکاران هیر نه کړي.

انه گریت کرامپ کارنباور د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې کله الماني ځواکونه له افغانستانه راوځي نو د خپلو افغان کارمندانو خوندېتوب ته به جدي پاملرنه کوي.

د رپوټونو له مخې یواځې جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان په بیلابیلو برخو کې په دندو ګومارلي دي.

دا څرګندونې او اندېښنې وروسته له هغې ډېري شوي چې د امریکا ولسمشر جوبایدن تېره اونۍ اعلان وکړ چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي. ورسره جوخت ناټو او د امریکا نورو متحدینو هم اعلان وکړ چې له امریکا سره یوځای له افغانستانه راوځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب