1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م: «د هېواده د باندې افغان کډوالو ته چمتووالی نيسو»

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

ملګري ملتونه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د نورو ملکيانو د احتمالي بې ځايه کيدو ته چمتووالی نيسي. ويل شوي چې په هېواد کې دننه او د باندې پر پلانونو کار روان دی.

https://p.dw.com/p/3uvDb
Abschiebung von afghanischen Flüchtlingen aus Iran nach Afghanistan
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «يو ان ايچ سي آر» مشر فيليپو ګرانده د دوشنبې په ورځ رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په سپتمبر مياشت کې به له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، احتمالاً د بې ځایه شويو شمير نور هم لوړ شي.

په داسې حال کې چې بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو لاس پورې کړی دی او د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې د ځنډ ښکار دي، تاوتريخوالي ډېر زور اخیستی دی.

فيلیپو ګرانده په بغلان کې تېره اونۍ پر ماين پاکانو بريد ته اشاره وکړه چې لس کسان پکښط ووژل شول.

ګرانده وويل: «دا هغه تاوتريخوالي ته خواشينونکي اشاره ده چې ښايي افغانستان ورسره يو ځل بيا لاس او ګريوان شي او د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به دا حالت امکان لري نور هم خراب شي.»

نوموړي زياته کړه: «له دې کبله موږ په هيواد کې دننه او په هغه صورت کې چې خلک له سرحدونو اوښتو ته مجبور شي په ګاونډيو هيوادونو کې بيړنيو پلانونو ته چمتووالی نيسو.» خو نوموړي د دغه پلانونو جزئيات په ډاګه نه کړل.

د ملګرو ملتونو په حواله دمګړۍ په ټوله نړۍ کې ۲،۵ میليونه ثبت شوي افغان مهاجر ميشت دي، په داسې حال کې چې ۴،۸ ميليونه په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي.

ګرانده وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پرمختګ له پاره قوي نړیوال ملاتړ ته اړتيا ده. نوموړي زیاته کړه: «دا سیاسي عمل بايد د جګړې ځای ونيسي خو [د نورو مهاجرتونو] خطر موجود دی او موږ ته په کار ده چې چمتو واوسو.»

Schweiz Filippo Grandi Flüchtlingskommissar UN
د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې مشر فليپو ګراندهانځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر مارک لووکوک رويترز خبري آژانس ته د مرستو په اړه وويل: «اوس له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې پياوړي اقتصادي ملاتړ ته اړتيا ده، څو افغان چارواکي د وضعيت د باثباته کولو ډېر چانس ولري.»

نوموړی چې په روانه میاشت کې له خپل دندې ګوښه کيږي، په دې اړه يو څه خوشبيني هم څرګنده کړه: «د بايدن د حکومت او همدا راز د سپينې ماڼۍ له خوا په دې برخه کې ډېره رغنده برسي لرو او موږ هم په اصل کې له هغوی سره پر دې ډېر ګټور بحثونه درلودل.»

د روانې مياشتې په سر کې امريکا متحده ایالاتو له افغانستان سره تر ۲۶۶ ميليونو ډالرو د زياتي بشري مرسته اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې څه نا څه ۱۸،۴ میليونه انسانان چې د هيواد کابو نیمايي نفوس کیږي، بشري مرستو ته اړتيا لري. ملګرو ملتونو له همدې کبله په روان کال کې د افعانستان له پاره د ۱،۳ ميلياردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. تر اوسه د دغه مبلغ يوازي ۲۳ سلنه ترلاسه شوي دي.

لووکوک وويل چې آن يو څو کاله تر مخه افغانستان ته د نړيوالو توجو ډېره زياته وه. خو د هغه په خبره دغه پاملرنه «اوس يا نشته او يا ضعيفه شوې او اوس د افغانستان اړتياو ته د خلکو د پام را اړول او د مرستو ترلاسه کول يوه ستونزه ګرځيدلې ده.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: