1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو سازمانونه: ترکيې ته دي مهاجر بيرته نه لېږل کيږي

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د بشري حقونو په لسګونو سازمانونو د یونان پر حکومت انتقاد کړی چې ترکیه یې د مهاجرو له پاره امن درجه بندي کړې ده. يونان په دې توګه غواړي د ۵ هیوادونو د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه ونه مني چې له ترکیې څخه دغه هيواد ته ورځي.

https://p.dw.com/p/3uxlJ
Griechenland | Griechische Küstenwache
انځور: Guillaume Pinon/NurPhoto/picture alliance

د یونان د بې سرحده داکترانو څانګې، د «هلسینکي مونیتور» یوناني سازمان او د ښځو د حقونو د ډېرو سازمانونو په ګډون د بشري حقونو په لسګونو سازمانونو ویلي دي: «د غیر اروپایي هیوادونو مهاجر چې په ترکيه کې د پناه غوښتنه کوي، د ۱۹۵۱ د مهاجرت کنوانسیون پر اساس نړیوال حفاظت نه ترلاسه کوي.»

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د بشري حقونو ۴۰ سازمانونو لاسلیک کړې یادونه شوې ده چې ترکیې په مارچ میاشت کې اعلان وکړ، چې غواړي د استانبول له کنوانسیون څخه ووځي او په دې ترتیب سره نه غواړي چې د جنسیتي تاوتریخوالي له قربانیانو څخه حفاظت وکړي.

نوموړي سازمانونو زیاته کړې ده: «د وروستیو کلونو په ډېرو رپوټونو کې له ترکیې څخه د مهاجرو اخراج په هکله خبرداری ورکړل شوی دی، حتی د سوریې جنګي سیمو ته.»

د یونان د مهاجرت وزارت تیره اونۍ یو فرمان صادر کړ چې پکې ترکیه د افغانستان، پاکستان، سوریې، بنګله دیش او سومالیې هیوادونو د پناه غوښتونکو له پاره د «امن هیواد» په توګه درجه بندي شوی دی.

نوموړي وزارت لیکلي دي: «هغوې (د دغو پنځو هیوادونو مهاجر) په ترکيه کې د دین، ملیت، سیاسي افکارو او یا یوې اجتماعي ډلې پورې د تعلق درلودلو له امله له خطر سره نه دي مخامخ او دوی کولی شي د یونان پر ځای په ترکيه کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړي.»  

يونان غواړي چې خپل ختیځ ګاونډي هیواد ترکیې ته د مهاجرو د بیرته ستنوني بهیر ګړندی کړي. په تیرو ۱۵ میاشتو کې ترکیې د هغو ۱۴۵۳ پناه غوښتونکي منل رد کړي دي چې یوناني چارواکو غوښتل هغوې بیرته ترکیې ته ستانه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله د یونان د ټاپوګانو په کمپونو کې ۴۵ سلنه مهاجر افغانان، ۱۵ سلنه یې سوریایي اتباع او ۹ سلنه یي د سومالیې هیواد اتباع دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز