1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان نور رد سوي افغان مهاجر هم اخراج کړل

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

آلمان يوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړل. د مهاجرو پلوي سازمانونو تر دې مخکي له آلمان څخه غوښتي ول چي د دغه هيواد امنيتي وضعيت ته په کتو سره دي د درو مياشتو له پاره د مهاجرو اخراج بند کړي.

https://p.dw.com/p/3w8TW
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

افغان چارواکو د آلمان خبري آژنس ته ويلي دي چي د چهارشنبې په سهار کابل ته په رسېدلې الوتکه کي ۲۷ نارينه افغان مهاجر سپاره ول.

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتي راهیسي افغانستان ته ۴۰ پرواز چي رد سوي افغان مهاجر پکښي انتقال سوي. په دې ډول تر اوسه پوري په دغو پروازونو کي ۱۱۰۴ رد سوي نارینه پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته استول سوي دي.

افغانستان ته د رد سوو مهاجرو اخراج په آلمان کي يوه شخړه ايزه موضوع ده. په افغانستان کي اوس هم زورزياتي روان دی او د تيرکال په سپتمبر مياشت کي د سولي د خبرو اترو پر پیل سربیره بيا هم په دغه هيواد کي جګړه روانه ده.

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان پرو ازول د سه شنبې په عاجل ډول د دریو میاشتو له پاره افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج بندولو غوښتنه کړې وه. نوموړي سازمان همدارنګه د افغانستان د امنیتي وضعیت د تازه ارزونې غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي سازمان زیاته کړې ده چې د څېړنو پر اساس له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او طالبانو د پرمختګ په پام کې نیولو سره وضعیت لا زیات خراب شوی دی.

په افغانستان کي د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیل راهیسي امنیتي حالت ډیر خراب سوی دی. طالبانو په دغه هیواد کي ډېري سیمي نيولي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخي، د روان کال د می مياشتي له پیل څخه بیا د جون مياشتي تر پایه پوري څه نا څه ۸۴ زره انسانان په افغانستان کي د جنگونو له امله له خپلو کلیو او ښارونو څخه تښتیدلي دي. هره ورځ د نښتو، بمي بریدونو او یا هم هدفي وژنو په نتیجه کي ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ وویل: «پر مخ په زیاتیدونکو زورزیاتیو سربیره، له آلمان څخه د افغان مهاجرو دغه ډول اخراج لا جواز لري.»

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو ایستل دوام لري. د آلمان پوځ د جون مياشتي په پای کي په بشپړه توګه له افغانستانه ووت. پنتاگون د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د ځواکونو وتلو پروسه يې څه د پاسه ۹۰ سلنه بشپړه سوې ده.

GP/NZ/AG