1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان مهاجر کمپ چي زندان معلوميږي

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

د یونان په ساموس ټاپو کي د مهاجرو پر کمپ اغزن تار، څارونکې کېمرې، مقناطيسي دروازې او ایکسرې سکېنرونه لګول سوي. تنقيد کوونکي وايي دا کمپ نه زندان دی.

https://p.dw.com/p/40Ws6
Griechenland I Flüchtlingslager Samos
انځور: Alkis Konstantinidis/REUTERS

څوک چي غواړي د يونان د ساموس په ټاپو کی واقع مهاجر کمپ ته داخل سي، نو بايد ورسره کمپيوتري چيپ کارد موجود وي. پرته له دغه ځانګړي کارد څخه څوک دننه نسي داخل کيدلای. پر دغه کمپ شاوخوا اغزن تار ارګرځېدلی دی او هر چيري څارونکي کېمرې نصب دي. کمپ ته د ننوتلو مخکي مقناطيسي دروازې درول سوي او د هوايي ډګر په شان ايکسرې اخيستونکي سکېرنرونه هم نصب سوي دي. په دغه کمپ کي په رشتيا هم يو زندان موجود دی.

د ساموس ټاپو د دغه مهاجر کمپ په طرز څلور نور کمپونه به د آژه په سمندر کي واقع څلورو نورو ټاپوګانو ليروس، ليسبوس، کوس او کيوس کي هم جوړیږي. اروپايي اتحاديې د دغو کمپونو په پروژه کي د ۲۷۶ مليونو يورو ونډه په غاړه اخيستې ده.

د سهار له اتو بيا د ماښام تر اتو بجو پوري

د ساموس ټاپو د نورو مهاجر کمپونو څخه دغه نوي جوړ سوي مهاجر کمپ ته د مهاجرو انتقال به د دوشنبې په ورځ پېل سي. د يونان د رسنيو په حواله به د دغه کمپ اوسېدونکي صرف د سهار د اتو او د ماښام د اتو بجو تر منځ له دغه کمپ څخه د وتلو اجازه ولري. خو هغه مهاجر چي پناه يې رده سوې ده او بايد د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د تړون پر اساس بېرته ترکيې ته ولېږدول سي، د هغوی له پاره په يادو قواعدو کي استثنی ده.

د بشر د حقونو مدافعينو پر دغه «بند مهاجر» کمپ نيوکي کړي. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ويلي چي د مهاجرو له پاره په دغه کمپ کي محدوديتونه ډېر زيات دي. دغه سازمان په خپله اعلاميه کي زیاته کړېده: «موږ له مریضانو سره صرف دومره مرسته کولای سو چي له دغه کمپ څخه مړه نسي.» ياد سازمان ويلي چي په دې کي هيڅ شک نسته چي دغه نوی کمپ به د مرستي او ټيکاؤ په تلاښ مهاجرو په وړاندي د لا زياتو مخکي له مخکي قضاوتونو او هغوی ته د لا زیات غيرانساني شکل ورکولو لامل سي.

Griechenland I Flüchtlingslager Samos
د مهاجرت له پاره د يونان وزير او د اروپايي اتحادیې چارواکي د کمپ پرانستنه کويانځور: Alkis Konstantinidis/REUTERS

د UNHCR له خوا تنقيد

يو شمير نورو غيردولتي سازمانونو مخکي هم پر اروپايي اتحادیې ږغ کړی ؤ چي د دغه مهاجر کمپ په تړاو له خپلو پلانونو څخه دي تېر سي. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ هم د دغه مهاجر کمپ په هکله خپله اندېښنه ښودلې ده.

خو د يونان حکومت بيا له دغه مهاجر کمپ څخه په دفاع کي ويلي دي چي دغه کمپ بهتر امکانات لکه پاکي بهېدونکي اوبه، تشنابونه او کورنيو له پاره جلا او خوندي ځايونه لري. زاړه مهاجر کمپونه د خرابو شرايطو له کبله د ډېر منفي شهرت څښتنان ول.

د يونان د مهاجرت د چارو وزير، نوتس ميتاراکيس د دغه کمپ د پرانستلو پر وخت ژورنالستانو ته وويل: «حکومت د مهاجرت د موضوع سره هغسي چلند کوي، لکه څنګه چي يې د ولس سره ژمنه کړې وه.» د دغه وزیر به وينا دوه کاله تر مخه لا ساموس ته ۱۰۵۰۰ مهاجر راغلي ول خو دغه کار د راغلو مهاجرو شمير صرف ۱۱۱ دی. ميتاراکيس يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چي يونان و اروپايي اتحاديې ته د غيرقانوني مهاجرت دروازه نه ده.
يونان پر خپلو سمندري پولو د سخت کنترول او له ټاپوګانو څخه د مرکزي وچي ته د مهاجرو په انتقال سره، په ټاپوګانو کی د مهاجرو شمير زښت راکم کړی دی. پر يونان تورونه لګول کيږي چي ګواکي په ناقانونه توګه له سرحد څخه د مهاجرو شړل يا «پوش بېکس» کوي، خو دغه هيواد ياد تورونه ردوي.

په ليسبوس کي بيرونکی وضعيت

تنقيد کوونکي وايي چي په ليسبوس ټاپو کي د موريا په نوم مهاجر کمپ کي د اورلګېدني څخه يو کال وروسته هم هلته وضعيت نه دی بهتره سوی. موريا کمپ چي پکښي د حاکمو خرابو شرايطو له کبله تر سخت تنقيد لاندي ؤ، د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۸مه پکښي اور ولګېد او وسوځل سو.د اروپايي پارلمان استازي، اېريک مارک کواردت د موريا وروسته جوړ سوي د ماوروني کمپ په هلکه د رواني مياشتي په پيل کي ويلي ول چي په ليسبوس کي مخ په وړاندي هم د مهاجرو له پاره شرايط د انسانانو له پاره ناوړه دي. د هغه په وينا په زرونو مهاجر مجبوره دي چي په کانټنرانو او کږديو کي ژوند وکړي چيري چي هغوی نه رواني اوبه او نه هم برېښنا لري. د زرغون ګوند د دغه سياستوال په وينا هلته طبي مراقبت ډېر خراب دی او ماشومان هم ښوونځي ته نسي تللای. د پرو ازيول په نوم د مهاجرو د ملاتړ سازمان تور لګولی دی چي د عامه محضر له توجه څخه ليري ځای کي د بې حقه کولو سياست پر مخ بيول کيږي.

آ./ا.ا./ن.ص.

Griechenland | Luftbild zerstörtes Flüchtlingscamp Moria 2021
موريا کمپ د سوځل کېدنې وروستهانځور: Alkis Konstantinidis/REUTERS
Griechenland I Flüchtlingslager Samos
په ساموس کي د مهاجرو له پاره نوی کمپانځور: Louisa Gouliamaki/AFP