1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پولنډ په ناقانونه توګه افغان مهاجر بيرته ستنوي»

۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان پر پولنډ تور لګوی چې له بیلا روس سره په سرحد کي بند پاته افغان پناه غوښتونکي په ناقانون ډول بیرته ليږدوي. د بشري حقونو مدافعين په دې اړه شواهد وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/415Ic
Polen I Afghanische Flüchtlinge an der polnisch-weißrussischen Grenze gestrandet
انځور: Artur Reszko/PAP/picture alliance

د افغان پناه غوښتونکو يوه ۳۲ کسيزه ډله له څو اونيو راهیسې د پولڼډ په سرحدي سيمه اوسنا رزګورني کي د بيلاروس په خاوره کي نيول شوې ده. لکه څرنګه چې د بخښنې نړيوال سازمان څرګنده کړې ده، دغه پناه غوښتونکي غذايي موادو، پاکو اوبو، درملو او سرپناه ته لاس رسې نه لري. پولنډ خپل ۴۱۸ کيلومتره سرحد تړلی او بيړنې حالت يې اعلان کړی دی، له همدې کبله د خبريالان او مرسته رسوونکو سازمانونو ورتګ په رسمې توګه منع دی.

د هغوی د څرګندونو له مخې له هغه وخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، ځيني افغانان له خپل هيواد څخه په تېښته دي.

د اروپايي موسسو مسؤل ايوګدی وايې: «د بخښنی نړيوال سازمان دغه موضوع مني، زموږ ارزوني او شننې په پوره ډاډ سره دا ښکاره کوي چې د پولنډ وضعيت له بيلا روس سره په یو ځلې د اګست میاشت په وروستيو کي بدلون موندلی.»

دغه حرکت هغه مهال بيل شو چې د پولنډ وسله والو سرحدي ساتونکو د پناه غوښتونکو موقتي کمپ کلابند کړ او د پناه غوښتونکو بیرته ګرزول يې په جبري ډول ترسره کړل. د بخښنې نړيوال سازمان په سپوږمکيو کې د اخيستل شويو عکسونو او انځورنو له مخي ارزونه کوي.

Polen I Afghanische Flüchtlinge an der polnisch-weißrussischen Grenze gestrandet
انځور: Irina Polina/TASS/picture alliance

د پناه غوښتونکو يوه ډله چې د پولنډي سربازانو له خوا يې څارنه کیږې

په اګست مياشت کي په پولنډ کې د پناه غوښتونکو برخليک ته په بهر کې د ډيرو پام واوښت. په شتراسبورګ کي د بشري حقونو اروپايې محکمې مداخله وکړه او اعلان يې وکړ چې بیلا روس ته د پناه غوښتونکو د بیرته اجباري ليږدولو اجازه نه شته.

له پولنډ څخه د بخښنې نړيوال سازمان غوښتنه

د بخښنې نړيوال سازمان د پولنډ پر حکومت غږ کړی دی چې د پناه غوښتونکو په اړه اعلان کړی بيړني وضعيت بیرته لغوه کړي.

دغه راز هغي فعالي چې د څو افغان مهاجرو ږغ پورته کړی له اروپايي کمېسيون څخه د مرستې غوښتنه کړې ده: «د اروپايي ټولني په يوه غړي هيواد کي دغو خلکو د پناه غوښتنه کړې ده او د دغي ټولني يو غړی هيواد د هغوی حقوق په ښکاره نقض کوي.» اروپايي اتحادیه بايد ډير ژر او پريکړنده اقدام وکړي تر څو دغه څرګند تیری د اروپايي اتحاديې د قوانينو له مخې محکوم کړي.

Polen | Migration | Soldaten bewachen die Grenze zu Weißrussland
انځور: Maciej Moskwa/NurPhoto/picture alliance

له څوو مياشتو راهيسې پولنډ، ليتوانیا او لاتویا د بيلاروس يا سپيني روسيې د سرحد له خوا د ډېرو مهاجرو د ورتګ، په خاص ډول د منځنۍ اسيا مهاجرو له ورتګ څخه سرټکوي.

د سپيني روسيې جمهوررئيس الکساندر لوکاشنکو په می مياشت کې د اروپايي ټولني د بنديزنو پرضد اعلان وکړ چې هيواد يې نور د اروپايي اتحاديې پر لور د پناه غوښتونکو ورتګ نه منع کوي.

د پولنډ مرستندويه سازمانونه له ډيرې مودې راهيسې شک لري چې د پولنډ سرحدي ساتونکو ډير شمير پناه غوښتونکي بيرته بیلا روس ته جواب کړي دي.

په دي اړه څېړنه او ارزونه ستونزمنه ده، ځکه سرحدي سیمې په خاص وضعيت کي دې. د ارويايي اتحادیې داخلي کميسار غواړي د پنجشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو د بحران له کبله وارسا ته سفر وکړي. دغه راز په سرحد کي د څو کسانو د مړيني په هکله هم بايد څېړني وشي.

د بخښني نړيوال سازمان د رپوټ له مخې د سپتمبر مياشتي له ۱۹ نيټې راهيسې تر اوسه پورې په سرحدي سیمه کي پنځه کسان مړه شوي. په مړو شوو کي داسي کسان هم دي چې ګرمۍ وهلي ول.