1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رومانيا کې ۱۸ افغان قاچاق وړونکي نيول شوي دي

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

پوليسو په رومانيا کې ۱۸ شکمن افغان قاچاق وړونکي نيولي دي چې په تېرو دوو مياشتو کې یې څه نا څه ۲۰۰ مهاجر قسماً په خطرناکه توګه ښايي آلمان ته انتقال کړي وي.

https://p.dw.com/p/41K0v
Symbolbild Flüchtlinge in einem Lastwagen Schleuser Migration
انځور: picture-alliance/dpa/Police Upper Austria

د دې قضيې پلټونکو د سه شنبې په ورځ وويل چې په رومانيا کې دغه کسان د آلمان په روزنهايم او مونشن کې د آلمان د فدرالي پوليسو د پلټنو په پايلو کې نيول شوي دي.

د ۲۰۲۰م کال له نومبر میاشتې راهيسې د روزنهايم پلټونکي د انساني قاچاق په ورته ډول ترسره شويو قضيو سره مخ شول: قاچاق وړونکو د دې زمينه برابروله چې د افغانانو کوچنۍ ډلې په رومانيا کې په لاريو کې سپري کړي.

دغه کسان بيا ښايي د اتمې لویې لارې په اوږدو کې چې روزنهايم ته نزدې ده، د لاريو د خالي کولو او يا د دمې پر وخت له لاريو کښته کيدل.

د پلټونکو په حواله مهاجرين تر دغه ځايه په غير قانوني او غير انساني توګه او په داسې حال کې چې ژوند یې له خطر سره مخ وو، رسول شوي دي. زياته شوې چې دغو کسانو په ورځو ورځو په ډېره سړه هوا کې په لاريو کې د بار تختو او لرګيو په منځ کې سفر کاوه او د حاجت رفع کولو له پاره یې له ځانه سره پلاستيکي بوتلونه درلودل.

يوې پلټونکې ډلې د ۵۰ دې ډول قضيو په اړه معلومات راټول کړي دي. د پلټونکو په حواله د لاريو چلوونکي نه پوهيدل چې په لاریو کې ورسره کډوال سپاره دي. زياته شوې چې له دغو کډوالو ځينو یې قاچاق وړونکو ته ښايي په زرونو يورو ورکړي دي.

له جون مياشتې راهيسې د آلمان او رومانيا پلټونکو ډلو پر دې قضيې کار کاوه او د سه شنبې په ورځ بيا د يورو پول يا اروپايي پوليسو په مرسته دغه شکمن قاچاق وړونکي ونيول شول.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: