1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د پاسپورت پر ادارې د مراجعینو ګڼه ګوڼه

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

د طالبانو د تیره ورځ اعلان سره سم چې ويلي ول د پاسپورټونو د ویش لړۍ له سره پيلوي، نن چهارشنبه د پاسپورت ادارې مخې ته په سلونو مراجعين راټول شوي ول.

https://p.dw.com/p/41Kc8
Bildergalerie Afghanistan Passport
په کابل کې د پاسپورټ اداره - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د پاسپورت ادارې مخې ته د مراجعیونو رش دومره ډير وو چې د طالبانو امنيتي کسان اړ ول تر څو خلک د نظم د رعایت له پاره شا ته ټيل وهي.

طالب چارواکو ويلي دي چې دوی به د شنبې له ورځې د پاسپورت د ويش لړۍ له سره پيلوي کوم چې د اګست میاشتې په نیمايي کې د طالبانو په راتلو او د پخواني حکومت په ړنګیدو سره درول شوې وه. خو خلکو له نن څخه هجوم وروړی دی.

د افغانستان ډېر خلک پاسپورټ نه لري او د طالبانو په راتلو سره چې له افغانستان څخه د وتلو مفکوره ډېره شوې ده، تمه ده چې د پخوا په پرتله به ډير افغانان پاسپورتونه واخلي.

ګډوډي او د مراجعینو شکایت

Afghanistan Kabul Regierungsbildung Symbolbild
طالبانو د نومبر په ۵مه اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د ويش لړئ له سره پيليږيانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

په ننۍ ګڼه ګوڼه کې د ماهر رسولي په نوم یوه درخواست کوونکي رويټرز ته وويل: «زه راغلی يم چې پاسپورت واخلم. خو څنګه چې تاسو وينۍ دلته ډېر مشکلات دي. سیستم کار نه کوي.»

هغه زياتوي: «دلته هيڅ مسئولان نشته چې زموږ پوښتنو ته ځواب راکړي چې موږ کله راشو. خلک نه پوهيږي چې څه وکړي.»

رويترز ليکلي دي چې دوی په سملاسي توګه بریالي شوي نه دي چې په دې اړه د هغه طالب ویاند چې د پاسپورت ادارې مشري کوي، نظر واخلي. خو په سیمه کې نورو چارواکو راغلو خلکو ته ويل چې خپلو کورنو ته ستانه او سر له شنبې ورځې مراجعه وکړي.

وار د مخه د خلکو مراجعه

Afghanistan | Bürger fliehen vor Kämpfen zwischen Taliban und Sicherheitskräften
د ملګرو ملتونو سازمان په حواله په ورستيو میاشتو کې نیم ميلیون افغانان له خپلو کورنو بيځایه شوي ديانځور: REUTERS

که څه هم طالبانو اعلان کړی چې د پاسپورټونو د ویش لړۍ به د شنبې له ورځې پيليږي او په لومړي سر کې به هغو کسانو ته ورکول کيږي چې د مخه يې خپل درخواستونه سپارلي ول، اما له دې سره سره نن د دغه اعلان یوه ورځ وروسته، په سلونو مراجعین د پاسپورت ادارې مخې ته راغلي ول.

مراجعين د کانکريټي دیوالونو شاته په داسې حال کې رش جوړ کړی وو چې هڅه يې کوله خپلې درخواستيانې د کانکريټي دیوال پر سر ولاړ یو چارواکي ته وسپاري. د دغې صحنې لیدل، د ليدونکي په ذهن کې د اګست مياشت په وروستيو کې، د کابل د هوايي ډګر د تخليې ماموريت انځور تازه کول.

په راغلو کسانو کې یو شمیر يې رويټرز ته ويلي دي چې په افغانستان کې کار او غريبي نشته او دوی غواړي بهر لاړ شي. ځينې نور بیا وايي چې د خپلو ناروغانو د درملنې له پاره غواړي پاکستان ته ولاړ شي او پاسپورت واخلي.

د سعید رسولي په نوم يو کس وويل: «موږ باید افغانستان پریږدو. دلته وضعیت ډير خراب دی. کار او وظیفه نشته. دلته زموږ له پاره وضعیت ښه نه دی.» هغه وايي: «زه غواړم تر څو زه او ماشومان مې یوه ښه راتلونکې ولري.»

Pictures of the Week in the Middle East Photo Gallery
د کابل په هوايي ډګر کې د اګست میاشتې د تخليې ماموريت د وخت انځورانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د احمد شکيب صدیقي په نوم يوه بل کس وويل: «زه راغلی يم چې پاسپورت واخلم، خو له بده مرغه ترلاسه مې نه کړ.» هغه زیاته کړه: «زه نه پوهیږم چې په دا ډول وضعیت کې موږ څه وکړو.»

د خراب وضعيت په اړه اندېښنې

واک ته د طالبانو په رسیدلو سره، په افغانستان کې د فقر او لوږې له لحاظه وضعيت لا پسې خراب شوی دی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې جګړو، کرونا او وچکالۍ هم افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، په ورستیو میاشتو کې نيم ميلیون افغانان له خپلو کورنو بيځايه شوي دي او دغه شمیر به په هغه صورت کې نور هم لوړ شي چې که چيرته روغتيايي خدمات، ښوونځي او اقتصاد په ټپه ودريږي.