1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان د مهاجرو د هجوم له وېرې پر سرحد د ساتونکو شمير ډېروي

۱۴۰۰ مهر ۲۰, سه‌شنبه

يونان په پام کې لري له ترکیې سره پر سرحد د ساتونکو شمير ډېر کړي. دا کار د افغانستان د بحران له کبله له دغه هېواد څخه د مهاجرو د شمیر ډېريدو له ويرې کيږي.

https://p.dw.com/p/41Zwj
Griechische Sicherheitskräfte an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: Reuters/F. Goga

د يونان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي چې ۲۵۰ اضافي عسکر به راتلونکې څو مياشتې د هغو ۱۵۰۰ سرحدي ځواکونو په ليکو کې ور شامل شي چې د تېر کال په سر کې یې شمیر کابو زر تنه لوړ شوی وو.

ويل شوي چې همدا راز ۸۰۰ اضافي سرحدي ساتونکي به په هوايي دګر او د ترکیې او يونان سرحد ته نزدې وګمارل شي.

د چارواکو په حواله د سرحدي ساتونکي په شمير کې زياتوالی قسماً په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسيدو سره تړاو لري. يونان په دې وروستيو دوو کلونو کې د مهاجرت خپله تګلاره سخته کړې ده او سرحدونه په کلکه څاري. په دې ترڅ کې له ترکیې سره پرسرحد يو ديوال هم پراخيږي او د پناه غوښتونکو د مخنيوي په موخه د څار د يوه عصري سیسټم د نصبولو چارې هم پر مخ روانې دي.

يونان په دې منځ کې د بشري حقونو د سازمانونو هغه مخ پر زياتيدونکي تورونه هم رد کړي دي چې وايي دغه هېواد ته داخليدونکي مهاجر سملاسي بيرته اخراجيږي او د پناه د غوښتنې اجازه نه ورکول کيږي.

د يونان د مهاجرت وزير نوتس ميتاراکي، د دغه هېواد په پارلمان کې وويل چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادونو له جملې څخه یې پر سرحد پراته هېوادونه پر اروپايي کميسیون او د اروپايي ټولنې پر اجرايوي څانګي ټینګار کوي چې د مهاجرت د مخنيوي له پاره دې غښتلي ګامونه پورته کړي.

هغه زياته کړه: «اروپا له جګړه ځپلو هېوادونو سره سرحد نه لري او دلته رسيدونکي زياتره کسان په ورستي ترانزيت هېواد کې له خطر سره مخ نه وي نو د دې ل پاره مهمه ده چې تشريح شي چې د مهاجرت تګلاره او د سرحدونو کنترول څرنګه کار ورکوي.»

د اروپايي ټولنې دوه نور هیوادونه پولند او ليتوانيا بیا په دې تېرو څو مياشتو کې د مهاجرو له هجوم سره لاس او ګريوان دي چې زياتره یې د عراق او افغانستان څخه دي او له سپينې روسیې سره د دوی سرحد ته رسيږي.

دغه هېوادونه پر سپينه روسيه د مهاجرو د لړۍ د تشويق تور پورې کوي څو پر اروپايي ټولنه فشار وارد کړای شي.

يونان، پولند او ليتوانيا د هغو دولسو هېوادونو په ډله کې شامل دي چې تېره اونۍ یې اروپايي کميسيون ته د ليک په استولو سره د غير قانوني مهاجرت پر وړاندې يې د اروپايي ټولنې له کلکو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.

ب. ص/ خ. ح (APE)

زموږ له آرشيف څخه: