«له افغانستانه وتل لاهم داسې دي، لکه د ستنې له ستومي تیریدل»
۱۴۰۰ آبان ۱۱, سهشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د دوشنبې (د نومبر میاشتې ۲ نیټه) په ورځ په برلین کې وویل چې تر اوسه پورې ۱۲۰۰ افغانانو له افغانستان څخه د وتلو له پاره له ځمکنیو لارو څخه کار اخیستی دی. له دې جملې څخه ۱۱۰۰ تنو یې د یوه سازماندهي شوي پلان له مخې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه د آلمان پر لور پروازونو له امکاناتو څخه استفاده کړې ده.
د دغه ویاند په خبره د آلمان په سفارتونو کې هغو کسانو ته ډیر زر ویزې ورکول کیږي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت له خوا یي د حفاظت ترلاسه کولو مثبت ځواب ترلاسه کړې وي.
نوموړي په دې اړه د وضاحت په ورکولو سره وویل: «له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته سفر کول [دومره ستونزمن دی] لکه، د ستنې له سوري څخه تیریدل.»
د افغانستان نویو واکمنانو او همدارنګه ګاونډیو هیوادونو دواړو د سفر کولو له پاره د پاسپورت موجودیت شرط ټاکلی دی. په دې ارتباط هم له طالبانو او هم ګاونډیو هیوادونو سره خبرې اترې روانې دي.
همدا تیره اونۍ ۷۰ تنه آلماني تابعیت درلودونکي او د هغوي د کورنیو افغان اتباع په درو پروازونو کې له کابل څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلي دي.
په مجموع کې شاوخوا ۲۵۰ تنه آلمانان او شاوخوا ۶۰ تنه افغانان د دوحې له لارې له افغانستان څخه آلمان ته راغلي دي. هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ یو بل پرواز هم پلان شوی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز