1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا تازه رپوت به په آلمان کې د پناه پر قوانينو اغیز ولري؟

۱۴۰۰ آبان ۱۳, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه په يوه رپوټ کې ويلي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دغه هيواد د ولس ځينې برخې له فشار، مرګ او تعقيب سره مخ کيدلای شي.

https://p.dw.com/p/42ZDC
Deutschland Berlin Auswärtiges Amt
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دا محرم رپوټ د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» ته رسېدلی دی. په دې رپوټ کې ويل شوي چې په ځانګړي توګه د ښارونو اوسيدونکي، پخواني دولتي کاروونکي او د افغان امنيتي ځواک غړي په شديده توګه «له خپلو بنسټيزو حقونو او آزاديو» محروم شوي او د غچ اخيستنې څخه ويره لري.

په ځينو لیرې پرتو سيمو کې بيا برعکس چې لا دمخه د طالبانو تر کنترول لاندې وې، د واک د تغير له کبله یې ورځني ژوند ډير بدلون نه دی موندلی. د رپوټ په حواله واک ته د طالبانو تر رسېدو راهیسې د کورونو د تلاښۍ، خپل سري نيونو، تري تم کیدلو او د دې ډلې د سياسي دښمنانو، مدني فعالانو او د هغوی د کورنۍ د غړيو د اعدامولو په اړه رپوټونه ترلاسه شوي دي.

د پناه په اړه په تصميم نيولو کې مرسته

خو په خپلو مقدماتي څرګندونو کې د بهرنيو چارو وزارت دا خبره روښانه کړې: دا کابو دولس صحفه يي رپوټ د پناه غوښتنې له پاره د وضعيت معلومو عمومي رپوټ نه دی، بلکې يوازې «د اوسني وضعيت» يو انځور دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د مهاجرو په اصلي هيوادونو کې د وضعيت په اړه په منظم ډول رپوټونه وړاندې کوي. دا رپوټونه بيا په تېره بيا د کډوالۍ او مهاجرو چارو له ادارې سره او همد راز له محکمو او ايالتونو د کورنيو چارو له وزارتونو سره د پناه غوښتنې په اړه په تصميم نيولو کې مرسته کوي.

خو دا تازه رپوټ به په لومړي سر کې پر قوانينو کومه اغیز ونه لري. د يوه وياند په حواله د کډوالۍ او مهاجرو چارو اداره او همدا راز نورې ادارې هغو لارښوونو ته سترګې په لار دي چې د پناه غوښتنې د مرستې د اروپا دفتر یې معرفي کوي. دغه تګلاره به بيا د مهاجرت په اړه د «ټولې اروپايي ټولنې تګلاره» مطمنه کړي.

دمګړۍ په آلمان کې د رد شويو افغان پناه غوښتونکو د اخراج پروسه لا ولاړه ده او له آلمانه د افغانانو په زور شړل تر بلې پريکړې پورې ځنډېدلې ده.

Deutschland | Flüchtlings-Erstaufnahme in Eisenhüttenstadt
په دې وروستيو کې په آلمان کې د افغانانو له خوا د پناه غوښتنې ډېرې شوي دي انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د اټکلونو پر اساس دمګړۍ په آلمان کې کابو ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي. له دوی څخه یې ۲۵۶۴ نه د مهاجرو په توګه پيژندل شوي او نه هم موقتي اقامه لري. همدا زار يو شمير هغه افغانان چې د پناه غوښتنې پروسه یې سر ته رسېدلې ده او يا قمساً رد شوې ده، له نوي سره د پناه غوښتنه کوي.

پر تازه راغلو او يا راتلونکو د دې رپوټ اغیزې

همدا راز په افغانستان کې يو شمیر نور افغانان آلمان ته د راتګ ته په تمه دي. دا رپوټ ښايي د هغوی په ګټه وي. د اکتوبر مياشتي په پېل کې کابو ۲۵۰۰۰ افغانانو آلمان ته د راتلو اجازه ترلاسه کړې ده.  له دوی څخه یې ۱۷۸۰۰ په افغانستان د آلمان د پوځ پخواني او وزارتونو کارکوونکي او د هغوی د کورنيو غړي دي.

له مظاهره کوونکو سره ناوړه چلن

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په دغه رپوټ کې له مظاهره کوونکو سره د طالبانو د کلک چلن شواهد وړاندې کړي دي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې پر سوله ایزو انسانانو ډزي شوي دي.

په رپوټ کې زياته شوې ده چې محکمې چې د شرعي اصولو په رڼا کې يې پړېکړې کولې، واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې هم فعالې وې. د دغو محکمو قاضيان د ولس له خوا د عدلیې د پخواني فاسد سيستم په پرتله  قمساً «اغیز لرونکي او د باور وړ» بلل شوي دي.

خو په رپوټ کې زياته شوې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو حقونه ډېر محدود شوي دي. که څه هم چې د سستماتيک دولتي شکنجې پېښې نه دي پيژندل شوي خو د مثال په توګه د ژورناليستانو د شکنجې خال خال پېښې ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې بهرني خبريالان بيا پرته له ممانعته د هيواد هرې سيمې ته سفر کولای شي.

دا چې له اروپا او آلمانه بيرته ستانه شوي کسان په کوم وضعيت کې دي، د تازه معلوماتو په حواله یې په اړه «پر حقايقو ولاړ معلومات» په لاس کې نه شته.

دا رپوټ په ځينو نورو برخو کې تشې هم لري، ځکه چې ليکونکو یې په کابل کې د آلمان د سفارت د نه شتون له کبله نه شوای کولای ځينو معلوماتو ته لاس رسی ولري.

په رپوت کې استفاده شوي معلوماتو د بشري حقونو د ډلو، نړيوالو سازمانونو او د رسنيو څخه په لاس راوړل شوي دي. له همدې کبله په دې رپوټ کې په بيا بيا دا ټینګار شوی دی چې د وړاندې کړل شويو معلوماتو «تائيدول مشکل» دي ځکه «پر حقايقو ولاړو معلوماتو» ته لاس رسی نشته.

دا څه په رپوټ کې د بشري حقونو، خپل سري کړنو، اعدامونو او په مرميو د ويشتل کيدو په تړاو صدق کوي. دا هم روښانه نه ده چې آیا د پخواني حکومت د کارکوونکو او افغان امنيتي ځواکونو د غړيو پر ضد «د غچ اخيستنې هدفي او پراخه کړنې» صورت نيسي او که څنګه.

ب. ص/ ن.ز (dpa)