1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: افغانستان له ډیر سخت ژمي سره مخامخ دی

۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعه

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر په راروان ژمي کي د افغانستان د خلکو د مهاجرتونو او مصیبتونو له زیاتیدو څخه خبرداری ورکړی او له نړیوالي ټولني څخه یې افغانانو ته له سخاوته ډکو مرستو د ورکولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/42cTW
Afghanistan Winter | Schnee in Kabul | Armut
انځور: DW/G. Adeli

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي دي چي د ژمي د یخني په رارسیدو سره، د مهاجرتونو او خلکو د ناخوالو د زیاتیدو خطر موجود دی. د نوموړي سازمان عمومي منشي، انتونیو ویتورینو د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کي وویل چي د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره، د لوږي او یخنۍ په وړاندي مقابلې ته ډیر وخت نه دی پاته. هغه په اندیښنې سره ویلي چي په اوس وخت کي دغه هیواد د سقوط په درشل کي دی.

د کډوالو د نړیوال سازمان د رپوټ له مخي، په افغانستان کي  شاخوا پنځه نیم میلیونه انسانان د داخلي کډوالو یا بې سرپناه په توگه ژوند کوي.

تر۶۷۰ زرو اضافه کسان په روان کال کي د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره سوي دي چي ۶۰ سلنه یې کوچنیان دي. په داسي حال کي چي ډېر کسان هڅه کوي خپل هیواد پریږدي، په تیرو څو میاشتو کي بیا څه د پاسه یو میلیون کسان له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان «‌آی او ام» مشر افغانستان ته تر دوه ورځني سفر وروسته وویل: «د دغه هیواد له نیمايي څخه اضافه اوسیدونکي د لازمو غذايي موادو په پیدا کولو کي له ستونزو سره مخامخ دي.»

د ویتورینو په خبره، کافي غذا ته نه لاس رسی، د سؤ تغذي مشکل په تیره بیا په کوچنیانو کي د پام وړ سطحي ته لوړ کړی دی. له ۸۰ سلنه څخه ډیرو هغو افغانانو چي د نوموړي سازمان له خوا پوښتل سوي، ویلي دي چي خپل ټاټوبي یې له لاسه ورکړي دي. په میلیونو کسان د ژوند کولو په ډېر نامناسب ځای کي شپې او ورځي سبا کوي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د اټکلونو پر اساس، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه اوسیدونکي په دغه هیواد کي د وچکالۍ او سیلابونو له عواقبو څخه اغیزمن سوي دي. ویتورینو ټینگار کړی دی چي په افغانستان کي د یوه بشري ناورین څخه د مخنیوي له پاره د«نړیوالي ټولني له خوا پاملرني او له سخاوته ډکو مرستو» ته سخته اړتیا لیدله کیږي.

GP/NZ/AG