1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: نوی حکومت به د مهاجرو د کورنيو راتګ آسانه کړي

۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبه

د آلمان د راتلونکي ائتلافي حکومت په دوره کې به مهاجرين وکولی شي خپل د کورنۍ غړي آلمان ته را وغواړي. نوی حکومت د مثال په توګه غواړي د پناه د ورکړې يوه بشري پروګرام له لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/43RuU
Deutschland | Flüchtlings-Erstaufnahme in Eisenhüttenstadt
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د آلمان راتلونکی ائتلافي حکومت چې د سوسیال ديموکرات، لیبرال او زرغون ګوندونه به یې په ګډه سره جوړوي، غواړي چې آلمان ته د قانوني مهاجرت امکانات ډېر کړي. نوی حکومت د پناه د يوه بشري پروګرام له لارې غواړي چې له افغانانو سره هم مرسته وکړي.

د يادو دريو ګوندونو ترمنځ د چهار شنبې په ورځ په لاسليک شوي ائتلافي تړون کې د هغه پر شرايطو برابر خارجيانو چې له کلونو راهيسې په يوه غير مطمئن حالت کې ژوند کوي، د اقامې په برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو خبره شوې ده.

ويل شوي دي هغه کسان چې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې یې په آلمان کې پنځه کاله پوره کيږي، کوم جرم یې نه وي کړي او د آلمان آزادا ديموکراتيک بنسټيز نظم مني، يو کلنه آزمايښتي اقامه به ترلاسه کوي، څو په دې موده کې په آلمان کې د اقامې د حق ترلاسه کولو نور شرائط په ځانګړي توګه د خپل معيشت تامين او د هويت د اثبات شرايط پوره کړي.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د ګوندي جناح د مهاجرت د سياست مسئولې لوېزه امتسبيرګ وويل چې دا موافقه «د مسير يو ډېر مهم بدلون دی.» نوموړې وويل چې راتلونکی ائتلافي حکومت کډوالو او مهاجرو ته د دې امکان برابروي چې «خپل ژوند په خپل لاس کې واخلي، کار وکړي، زده کړي وکړي او خپلې اقامې پياوړې کړي.»

تر دې وروستيو پورې د Subsidiär يا محدود محافظت درلودونکو مهاجرو د خپلو کورنيو د الحاق په برخه کې ستونزې درلودلې.

Koalitionsgespräche zwischen SPD, Grünen und FDP in Berlin
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

زوبزيدېر یا محدود محافظت هغو مهاجرو ته ورکول کیږي چې د آلمان د مهاجرت قانون او یا هم د ژنیف د کنوانسیون پر اساس محافظت یا پناهندګي نه ترلاسه کوي، خو دا په اثبات رسوي چې په خپل هیواد کې د مرګ، شکنجې او یا هم غیر انساني چلند له ګواښ سره مخامخ دي.

ډېر سوريايي کډوال په دې کتګورۍ کې راځي. د دې ډول محدود محافظت درلودونکو کسانو د کورنۍ د الحاق له پاره د ويزو ورکړه په موقتي توګه ځنډول شوې وه، خو په ۲۰۱۸م کال کې د مسحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو او سيوسيال ديموکرات ګوند څخه جوړ ائتلافي حکومت پر دې سره موافقه وکړه چې په مياشت کې به د کورنۍ د الحاق په ترڅ کې زرو کسانو ته وېزې جاري کوي او دا یې حد اکثر کچه وټاکله.

خو اوس دا حد اکثر کچه له لغوه کيږي او د محدود محافظت درلودونکي ټول کسان به وکولای شي چې خپل د کورنۍ غړي آلمان ته را وغواړي.

د نويو مقرراتو پر اساس به ميړه يا ښځه کولی شي خپل د ژوند ملګری يا ملګرې او تر اتلس کلنې کم عمر درلودونکي ماشومان او همدا راز هغه مهاجر چې قانوني سن ته نه وي رسېدلي کولی شي خپل مور او پلار او همد راز خوېندې ورونه هم آلمان ته را وغواړي.

د پرو ازول د مهاجرو پلوي ټولنې د کورنۍ د الحاق دا پريکړه ستايلې ده، خو په عين حال کې یې پر دې نيوکه کړې ده چې ظاهراً د پناه غوښتونکو د استوګنې د موقتي ځايونو په اړه کوم پلان موجود نه دی. د پرو ازويل اداري مشر ګونتر بورکهارد زياته کړې: «موږ له دې پلوه ډېر مايوسه يو چې مهاجر به اوس هم تر اتلسو مياشتو مودې پورې له نورو په منزوي حالت کې په لومړيو سرپناو کې اوسيدو ته مجبور وي.» 

ب. ص/ ن. ز (dpa)