1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو له لوري د واک نیولو په ترڅ کې ډیر کسان وژل شوي»

۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې د واک بدلون پر مهال ډېر افغانان وژل شوي. پر طالبانو د جنګي جنایتونو تور پورې شوی او همداشان د امریکایي او افغان امنیتي ځواکونو له خوا هم د افغانانو د وژلو خبره شوې ده.

https://p.dw.com/p/44Hg2
Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
انځور: Ali Khara/REUTERS

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې د واک بدلون د ډیرو افغانانو د ژوند په بیه تمام شوی دی. د چهارشنبې په ورځ په خپور شوي یوه رپوټ کې دغه سازمان ویلي دي چې د افغانستان د کړکېچ د پای په پړاو کې طالب جنګیالیو یو شمیر جنګي جنایتونه ترسره کړي، چې پکې خپلسرې وژنې هم شاملي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د امریکایي هوایي ځواکونو بریدونو او د افغانستان پوځ د هوان ګولیو هم یو شمیر افغانان وژلي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو د روان میلادي کال په می میاشت کې وروسته له هغې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ. طالبانو د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې ډېري ولسوالۍ ونیولې او د اګست له میاشتې راهیسې د څو ورځو په موده کې د ډېر ولایتونو مرکزونه هم ونیول. پلازمېنه کابل د اګست میاشتې په نیمایي کې پرته له کومې جګړې د طالبانو لاس ته ولوید.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې په جولای او اګست میاشتو کې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ پر مهال طالبانو د غچ اخیستنې په بریدونو کې مذهبي لږکي، د پخواني حکومت ځواکونه او د حکومت  خواخوږي شکنجه کړي او وژلي دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کې د ټولو وژل شوو کسانو شمیر معلومول ستونزمن کار دی، ځکه چې طالبانو پر رسنیو او د بشري حقونو پر سازمانونو محدودیتونه وضع کړي او په لیرې پرتو سیمو کې د ګرځنده تلیفونونو او انټرنټ شبکې خدمات یې هم محدود کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداشان څلور هوایي بریدونه هم مستند کړي چې په ډېر احتمال سره یې درې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک او یو یې د افغان هوایي ځواک له لورې ترسره شوی دی. زیاته شوې ده چې د دغو هوایي حملو په ترڅ کې یو شمیر ملیکان هم وژل شوي دي، ځکه بمونه د استوګنې پر سیمې غورځول شوي دي. همداشان ویل شوي دي چې افغان امنیتي پلي ځواکونو د استوګنې پر سیمې د هوان ګوزارونه کړي چې په ترڅ کې یې ملکیان وژل شوي دي.

په آلمان کې د بخښنې نړیوال سازمان استازې یولیا دوشرو، ویلي دي چې د شخړې درې سره اړخونه «طالبان، افغان امنیتي ځواکونه او امریکایي ځواکونه» د ملکیانو په وژلو کې ښکیل دي. د هغې په خبره څېړنې ښيې چې افغان ولس یو ځل بیا د واک بدلون د ډېرو انسانانو د ژوند په بیه پرې کړی.