1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې بيا د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

۱۴۰۰ دی ۲۲, چهارشنبه

له ۲۰۱۷م کال راهیسې په آلمان کې په دومره لوړ شمیر کې د پناه غوښتنلیکونه نه ول وړاندې شوي، لکه تیر کال چې ول. په آلمان کې د افغان پناه غوښتونکو شمیر یو وار بیا لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/45PYq
Deutschland Symbolbild Asylantrag
انځور: C. Ohde/blickwinkel/McPHOTO/picture alliance

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (Bamf) د ارقامو له مخې په ۲۰۲۱م کال کې دغې ادارې په مجموع کې ۱۹۸۰۰ د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. دغه شمیرې د آلمان خبرې آژانس ته په اختیار کې ورکړل شوي دي.

له دې جملې څخه ۱۴۸ زره یې د داسې بهرنیو اتباعو غوښتنلیکونه دي چې په لومړي ځل یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. دا له ۲۰۱۸م کال راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده. همدارنګه په دې ډله کې ۱۷،۵ سلنه یې د هغو ماشومانو دي چې عمرونه یي تر یوه کال کم او په آلمان کې زیږیدلي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اشاره کوي چې د ۲۰۲۰م کال له ارقامو سره د دغو ارقامو پرتله کول به چې په هغه وخت کې د کرونا وبا د مخنیوي په خاطر په نړیواله کچه پر سفرونو محدودیتونه وضع شوي ول، ډیره دقیقه خبره نه وي.

په ۲۰۲۰م کال کې په آلمان کې د پناه غوښتنې ۱۲۲۰۰۰ غوښتنلیکونه وړاندې شوي ول. په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې څه دپاسه ۲۲۲۶۰۰ کسانو د حفاظت غوښتنه کړې وه.

تیر کال یو وار بیا سوریه هغه هیواد وو چې تر ټولو ډیرو اتباعو یي په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه. د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د احصايې له مخې تیر کال تر ۷۰ زرو ډیرو سوریایانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه.

د معلوماتو له مخې په همدې منځ کې له افغانستان څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو په شمیر کې زیاتوالی رامنځته شوی دی چې په همدې منځ کې یو وار بیا په کې سخت دریځه طالبان واکمن شوي دي. تیر کال په آلمان کې تر ۳۱۰۰۰ ډیرو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز