1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ځينو افغانانو د منلو پر يوه نوي پروګرام کار کوي

۱۴۰۰ دی ۲۳, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په پارلمان کې د دغه هيواد له سياسي اپوزيسيون څخه غوښتنه کړې ده چې حفاظت ته د اړتيا لرونکو افغانانو د منلو د نوي بشري پروګرام ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/45TfQ
Deutschland Berlin | Annalena Baerbock, Außenministerin zu Afghanistan
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

د بهرنيو چارو وزیرې انالينا بېربوک، د چهار شنبې په ورځ د آلمان د نوي ائتلافي حکومت د بهرني سياست په اړه د بحث په ترڅ کې د بشر دوستۍ پر اساس حفاظت ته د اړتيا درلودونکو افغانانو د منلو د يوه نوي پروګرام په اړه خبرې وکړې او په عين حال کې یې وویل چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ ماموريت باید وارزول شي.

بېربوک وويل چې د کورنیو چارو له وزيرې نينسي فريزر سره په ګده د هغو افغانانو د منلو له پاره پر يوه بشري پروګرام په چټکۍ سره کار روان دی چې خاص حفاظت ته اړتيا لري.

نوموړې په دې تړاو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو يادونه وکړه چې باید ساتنه یې وشي او راويستل شي. هغې زياته کړه: «موږ په دې ورځو کې [په افغانستان] کې يو مطلق بشري ناورين تجربه کوو. له دې کبله موږ بايد د بشري مرستو د قوي کولو له پاره هم خپل ټول توان په کار واچوو.»

د جرمني داخله وزیره: افغانان پناه غوښتونکي په آلمان کي د پاتېدو ښه چانس لري

نوموړې زياته کړه چې په دې ترڅ کې يووالي ته اړتيا ده: «په دې مورد کې يوازې د آلمان د حکومت هلې ځلې کافي نه دي» بلکې د اپوزيسيون همکارۍ ته هم اړتيا ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د نوي ميلادي کال په سر کې ويلي ول چې واک ته د طالبانو تر رسېدو څو مياشتو وروسته، اوس هم کابو شل زره افغانان ښځې او نارينه له افغانستانه وتلو او آلمان ته د تلو په انتظار دي.

آلمان په افغانستان کې د پاتې ۲۰ زره افغانانو پر ايستلو فکر کوي

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته آلمان د نورو غربي هېوادونو په څېر د الوتکو له لارې د خپلو سيمه ایزو همکارانو او له خطر سره مخامخ افغانانو په راايستلو لاس پورې کړ.

خو د دوو اونيو په دې عملیاتو کې ټول هغه کسان چې حفاظت ته یې اړتيا لرله، تخليه نه شول او وروسته یې سفر تر سختو شرائطو لاندې د قطر او پاکستان له لارې آلمان ته دوام پيدا کړی.

ب. ص/ ن. ز (DPA)