1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر له طالبانو سره د تخلېې پروګرام پر ادامې توافق ته ورسید

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

قطر له طالبانو سره د کابل له هوايي ډګر څخه په چارتر الوتکو کې د تخليې پروګرام پر ادامې یو توافق ته رسیدلی دی. رويترز خبري آژانس وايي چې دغه اکسيوس خبري ويب پاڼي د قطر د بهرنيو چارو وزير په حواله خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/46NXh
Afghanistan Kabul | Flug nach Doha
د کابل هوايي ډګر د تخليې پروګرام انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

اکسیوس خبري ویب پاڼې د قطر د بهرنيو چارو له وزیر، شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د کړې مرکې رپوټ د سه شنبې په ورځ خپور کړی دی. آل ثاني دغه مرکه د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خپل رسمي سفر پر مهال کړې ده.

د رويترز په حواله د طالبانو او قطر تر منځ د شوي توافق له مخې به په هره اوونۍ کې له افغانستان څخه دوه پروازونه د قطر هوايي شرکت په چارتر الوتکو کې ترسره کيږي. همدارنګه امریکا متحده ایالات او نورو هیوادونه به هم اجازه ولري چې په افغانستان کې خپل پاتې اتباع او له ګواښ سره مخامخ په زرونو په شرایطو برابر افغانان بهر ته وباسي.

د قطر حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د جنوري پر ۲۷مه رويټرز ته ويلي ول چې قطر له افغانستان څخه په خپلو چارتر الوتکو کې د تخليې ماموریت ته تر دوه میاشتني توقف وروسته بیرته ادامه ورکوي.

تر دې وړاندې د قطر او طالبانو تر منځ پر دې مسئله چې کوم کسان د تخليې په پروګرام کې د سفر اجازه لري او شامل وي، اختلاف رامنځته شوی وو چې دې له سره قطر د دسمبر میاشتې په اوايلو کې د تخليې ماموریت متوقف کړ.

اکسیویس خبري ویب پاڼې د قطر د بهرنيو چارو وزیر له قوله دا هم ويلي دي چې له آریانا افغان هوايي شرکت سره هم په اوونۍ کې د یوه پرواز پر سر خبرې اترې روانې دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.