1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په راتګ سره د قاچاقچیانو بازار نور هم تود شوی

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته د څارنوالې په توګه شفیقې ساعي ته نور ژوند سخت شوی او له هیواده د تیښتې بله لار نه ویني. خو دا چې دغه هڅه به په څه بیه ورته تمامه شي، هغه لا پرې خبره نه ده.

https://p.dw.com/p/46zYT
Pakistanisch-afghanischen Grenzstadt Chaman
انځور: AFP/Getty Images

په افغانستان کې د پخواني حکومت تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ډېر پخواني حکومتي کارمندان او د نړیوالو موسساتو او بهرنیو ځواکونو محلي کارمندان یا له افغانستان څخه وتلي او یا هم د وتلو په هڅه کې دي. په دوی کې د پخواني حکومت په ځانګړې توګه څارنوالانې هم موجودې دي چې تر پخوا ورته اوس ژوند سخت شوی او له هیواده د وتلو پرته بله لاره نه ویني.

له دغو ښځینه څارنوالانو څخه یوه یې هم شفیقه ساعي ده چې غواړي له هیواده د وتلو سفر پیل کړي خو دا چې دغه سفر به څومره لګښت ولري، هغه لا پرې نه پوهیږي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د انساني قاچاقچیانو له لوري لګښتونه لوړ شوي او د دوی شبکې تر پخوا لا پسې پراخي شوي دي.

په افغانستان کې قاچاقچیان اوس د هغو افغانانو له بې وسۍ ګټه پورته کوي چې له هیواده د وتلو په تکل کې دي. په دې سره د قاچاقچیانو د خدماتو بیې لوړې شوي او بل لوري ته بیا د افغانستان پر پولو باندې هم کنټرول ډیر شوی دی.

Türkei | Afghanische Flüchtlinge in der Provinz Van
انځور: Ali Ihsan Ozturk/DVM/ABACAPRESS/picture alliance

یو شمیر هغه افغانان چې د تیر میلادي کال د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې پاکستان ته تللي څو له هغه ځایه نورو هیوادونو ته ولاړ شي، وايي چې ان په پاکستان کې امنیتي ځواکونو له دوی څخه پیسې شکولي دي او په ځینو مواردو کې د کورونو خاوندانو ورباندې کرايې هم دوه یا ان درې برابره لوړې کړي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پخوانۍ څارنوالې شفیقه ساعي د رویترز توماس بنسټ ته په مرکه کې وویل: «هرڅوک زموږ له وضعيته ګټه اخلي او پر موږ پیسې ګټي.» د پخواني حکومت تر سقوط وروسته زرګونه افغانان ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي څو له هغه ځایه نورو هیوادونو ته انتقال شي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان پر پولو سخت کنترول او همدا راز د طالبانو د حکومت له لوري د پاسپورتونو په ویش کې ځنډ او خنډ د افغانانو په دغو ستونزو کې لا ډیروالی راوستلی دی چې له کبله یې ډېر افغانان اړ کیږي قاچاقچیانو ته مخه کړي. په دې ترڅ کې ځینې کسان د سختو لارو په وهلو ځانونه رسوي او ځینې بیا د جعلي اسنادو پرمټ ځانونه ګاوڼدیو هیوادونو ته رسوي.

Chaman, Afghanistan | Geflüchtete an Grenze zu Pakistan
انځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

د میکس مایګریشن سنټر Mixed Migration Centre په نامه سازمان چې د قاچاقچیانو بیې او شبکې څاري وايي چې د کرونا د وبا پرمهال له وړاندې نه بیې لوړې شوي دي خو زیاتوي چې د افغانستان د سقوط سره هم مهاله د قاچاقچیانو بیې تر آسمانه رسیدلي دي.

شپږ ویشت کلنه شفیقه ساعي چې له کابله پاکستان ته تللې، وايي چې له مور او د کورنۍ له اوو نورو غړو سره یوځای د اګست میاشتې پر ۲۵مه یې ۵۰۰۰ ډالر ورکړي څو له افغانستانه یې په خوندي توګه وباسي. مخکې له دې چې دوی له کابل څخه حرکت وکړي، انساني قاچاقچیانو د شفیقې مور ته جعلي سیروم تیر کړی او د ناروغ په توګه یې له هیواده ویستلي دي. پاکستان اوس هم هغو افغانانو ته چې ناروغ وي، پرته له ویزې پاکستان ته د داخلیدو اجازه ورکوي.

میرمن ساعي وايي چې په پاکستان کې هم د کور څښتن ورباندې کرایه لوړه کړې او ان له دې کبله چې په پاکستان کې له اسنادو پرته د کور کرایه کولو غیر قانوني دي، دوی پاکستاني پولیسو ان ۷۰۰ ډالر ورکړي څو له دې جرم څخه یې پټ وساتي.

Pakistan Afghanistan l Sicherheitskraft an der Grenze in Chaman
انځور: Akhter Gulfam/dpa/picture alliance

په ژنيو کې د میکس مایګریشن سنټر په نامه سازمان وايي چې د سپین بولدک د مرز له لارې پاکستان ته اوس د یوه کس د انتقال له پاره قاچاقچیان د ۱۴۰ نه تر ۱۹۳ ډالرو پورې اخلي. دغه بیه تر دې وړاندې یوازې ۹۰ ډالر ښول شوې ده. دغه سازمان وايي چې د زرنج له لارې بیا ایران ته د تګ بیه د ۳۶۰ او ۴۰۰ ډالرو په منځ کې ده.

پر دې سربیره، بیې د لارې په فاصله او سختوالي هم اړه لري او دا چې انساني قاچاقچیان د قاچاق کیدونکی کس مالي امکاناتو ته په کتو هم بیې ټاکي. رویترز تامسن بنسټ له ډېرو افغانانو سره په دې هکله خبرې کړي خو هغوی بیا په دې برخه کې د لا لوړې بیې خبر ورکوي. یوې میرمنې ویلي دي چې د خپل ځان او دوو ماشومانو له پاره یې پاکستان ته د تګ له پاره ان ۱۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړي دي. په ژنيو کې د میکس مایګریشن سنټر په نامه سازمان وايي په دې وروستیو کې په سیمه کې د انساني قاچاقچیانو بیې لوړې شوي او شبکې یې هم لا پسې پراخه شوي دي.

توماس رویترز بنسټ / خ. ح/ ن. ز