1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خرابیږي

۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو استازې ویلي چې د افغانستان د اقتصادي وضعت د ښه والي له پاره نړیوالې ټولنې لازم اقدامات نه دي کړي او اوس اقتصادي وضعیت داسې ځای ته روان دی چې بیرته عادي کیدل ورته ستونزمن دي.

https://p.dw.com/p/47wHO
New York UN Sicherheitsrat Sitzung MH17
انځور: picture-alliance/dpa/J. Szenes

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي دیبورا لاینز ویلي دي چې مرستندویه سازمانونو ښايي په کافي اندازه افغانستان ته مرستې رسولې وي تر څو له لوږې او قحطۍ مخنیوی وکړي خو د دې هیواد اقتصادي وضعیت داسې لوري ته روان دی چې بیرته عادي حالت ته را ګرځیدل به ورته ناممکن وي.

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲مه) د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې امنیت شورا ته وویل چې «دا ډیر لومړیتوب لري» چې د افغانستان د کړکیچ ستونزه حل شي. هغې زیاته کړې چې د دې کار له پاره په ټولو موضوعاتو کې د طالبانو مرستې ته اړتیا ده، داسې ډله چې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې یې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته واک په لاس کې واخیست.

Deborah Lyons UN-Sondergesandte für Afghanistan
انځور: Ajjad Hussain/AFP/Getty Images

دیبورا لاینز په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «موږ باور نه لرو چې »د افغانستان له اوسنيو حاکمانو« سره له کار کولو پرته له افغانانو سره مرسته وکړو.» په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدو نیږدې شپږ میاشتې په تیریدو دي، خو دغې ډلې لا هم په نړیواله سطحه مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او هیڅ هیواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. په افغانستان کې تر سیاسي تحولاتو وروسته بهرنیو هیوادونو او مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره خپلې مالي مرستې قطع کړې، داسې مرستې چې د حکومت د مصارفاتو نیږدې ۷۰ سلنه برخه یې تشکیلوله.

له افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو او خیریه سازمانونو د مرستو توقف د دې سبب شو چې د جګړه ځپلي افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شي. سربیره پر دې، په افغانستان کې بې کاري، لوږه او د نغدو پیسو کمښت د افغانانو وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی. تر دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوه پراخ بشري ناورین خبرداری هم ورکړی وو داسې ناورین چې د ملګرو ملتونو په خبره نیږې ۲۰ میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دی. دیبورا لاینز همدا راز امنیت شورا ته وویل چې تر اوسه پورې یې نیږدې ۲۰ میلیونه افغانانو ته مرستې ویشلي دي.

دا هم په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د تمدید په هکله هم د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ جنجالونه راپورته شوي دي. د ملګرو ملتونو د افغانستان ماموریت هر کال د ملګرو ملتونو له لوري تمدیدیږي او ټاکل شوې چې دغه ماموریت به د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه نیټه د نه تمدید په صورت کې پای مومي.