1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان حکومت بايد له خطر سره مخ افغان ښځو ته پناه ورکړي»

۱۴۰۰ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د مهاجرو پلوي سازمان (پروازول) د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د فعالو افغان مېرمنو د مرستې غږ بدرګه کړی دی. دغي ټولنې د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې له خطر سره مخامخ مېرمنو ته په آلمان کې پناه ورکړي.

https://p.dw.com/p/489XC
Afghanistan | Afghanische Aktivistinnen protestieren gegen Taliban-Beschränkungen in Kabul
آرشيف انخورانځور: AP/picture alliance

په آلمان کې د مهاجرو پلوي سازمان د دوشنبې په ورځ د «موږ له دې ځايه وباسئ» تر سرليک لاندې خپله غوښتنه د آلمان له حکومت سره شریکه کړې او د آلمان پر حکومت یې غږ کړی دی چې له افغانستان څخه له خطر سره مخامخ انفرادي کسان ژر تر ژره بايد ومنل شي او په دې ترتيب د ائتلافي حکومت د جوړولو په توافقنامه کې کړې ژمنه عملي کړي.

پروازول ټولنه د خپلو معلوماتو په حواله اندېښنه لري چې طالبانو د اوکراين جګړې ته د نړيوالو د پام اوښتو څخه په استفادې، په افغانستان کې د خلکو تعقيب، شکنجې او وژنې ته شدت ور بخښلی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو په حواله پر سفر د بندیز رپوټونه، د کورونو تلاښۍ، د خلکو ګواښل، نیونې او د ښځو پر وړاندې د زور زياتي څخه د کار اخيستو پېښې مخ پر زياتیدو دي.

د ۳۳ مېرمنو يوې ډلې چې د افغانستان د پخواني حکومت د سولې له پروسې سره یې همکاري درلودله، د مرستې د غوښتنې د غږ په ترڅ کې چې پروازول ټولنه یې هم ملاتړې ده، د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې دوی خوندي ځای ته انتقال کړي. دوی غوښتنه کوي: «نور انتظار مه کوئ، هره ورځ حسابيږي!»

د طالبانو بیا راتګ د ښځو ژوند څنګه بدل کړی؟

پروازول ټولنې د يوې اغیزمنې شوې مېرمنې غږ هم را خيستی چې مجبوره شوې پاکستان ته وتښتي او اوس هلته پاتې ده. دغه مېرمنې ويلي: «زه دلته [پاکستان کې] بنده پاتې یم. تر درې مياشتو زياته موده وشوه خو تر اوسه هیڅ کوم آلماني نهاد زموږ د مرستې غږ ته غبرګون نه دی ښوولی.»

د افغان ښځو د حقونو د غوښتنې ټولنې له خوا ويل شوي چې «يوه داسې ټولنیز نظم ته بيرته راګرځيدل چې په هغه کې ښځې له ټولنیز ژوند څخه شړل کيږي، حقونه ترې اخيستل کيږي، زور زياتې ورسره کيږي، سنګساريږي او وژل کيږي، «بايد ونه منل شي.»

افغان موډلې نجونې: په ویره کې او په پټه ژوند کوو

دغه مېرمنې زياتوي چې کله چې سازمانونه او يا دولتونه په افغانستان کې د ښوونځيو له پاره بودجه ورکوي نو باید دغه مرستې په دې تضمين پورې وتړل شي چې طالبان به د نجونو ليسې بيرته پرانيزي.

ب. ص/ ن . ز (AFP)