1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا افغانانو ته د موقتي محافظت اقامه ورکوي

۱۴۰۰ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د امریکا حکومت له افغانستان څخه د تخلیې په ترڅ کې انتقال شويو افغانانو ته داسې اسناد ورکوي چې په موقتي توګه پرې د هغوی د اخراج مخه ونيوله شي. د دغه موقتي اقامې درلودونکي به د کار اجازه هم ولري.

https://p.dw.com/p/48c0c
The Wider Image: From Kabul to Kentucky: Afghans put down roots in refugee haven
انځور: Amira Karaoud/Reuters

د امریکا متحده ايالاتو د داخلي امنيت وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې په اصطلاح د « Temporary Protected Status» ټي پي اس يا موقتي محافظتي اقامې د ورکړې د دې پروګرام له لارې به د هغو ۷۲ زرو او ۵۰۰ افغانانو د اخراج مخه ونيوله شي چې د امريکا د تخلیې د پروګرام په ترڅ کې امريکا ته انتقال شوي ول او د بشر دوستۍ پر بنسټ یې د لنډې مودې اقامه ترلاسه کړې وه.

دا پروګرام به هغه کابو ۲۰۰۰ افغانان هم تر پوښښ لاندې ونيسي چې امريکا متحده ايالاتو ته د محصل، تاجر او يا د سيالاني په توګه تللي ول او په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې نه شوای کولی بيرته ستانه شي.

د امریکا د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې هغه افغانان به د موقتي حفاظت د دې پروګرام په ترڅ کې د ۱۸ مياشتو اقامه ترلاسه کړي چې د مارچ مياشتې د ۱۵مې نيټې تر مخه په امريکا کې ول. زياته شوې چې د اقامې موده تمديد کيدلای هم شي.

د دې پروګرام له لارې به هغه بهرني اتباع چې په خپلو ټاټوبو کې د جګړې، تاوتریخوالي، طبيعي آفاتو او يا د نورو غير معمولي حالاتو له کبله بيرته نه شي ستنېدلای، وکولای شي چې د يوه ټاکل شوي وخت له پاره په قانوني توګه په امریکا کې پاتې شي او کار وکړي.

د امريکا د داخلي امنيت وزير اليخاندرو ماريورکاس په يوه اړونده اعلاميه کې ويلي دي چې د دې پروګرام له لارې به افغانان له شړل کيدو او بيرته د خطرناک وضعيت سره د مخ کيدو وژغورل شي او دا به «له هغو شريکانو او له خطر سره مخ افغانانو سره يوه مرسته وي چې په افغانستان کې یې د امريکا د پوځ، ديپلوماتانو او بشري مرستو له ماموریتونو سره په تېرو شلو کلونو کې مرسته کړې ده.»

امريکا ته تخليه سوي افغانان د کور پيدا کولو ستونزې لري

په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، متحده ایالاتو له ۸۶ زرو ډېرو افغانانو ته دغه هيواد ته د داخليدو اجازه ورکړه. د امريکا د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې له دوی څخه یې ۴۰ سلنه د مهاجرت د ځانګرو ويزو مستحق ول. د مهاجرت د ویزې ترلاسه کول يوه اوږده او پيچلې پروسه ده چې د دايمي اقامې او د امریکا متحده ايالاتو د تابعيت ترلاسه کولو ته هم لاره هواروي.

ډېری افغانان چې په دې وروستيو کې امريکا ته مهاجر شوي، د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي توګه په شمالي ویرجينيا، د واشنګټن دي سي په شا او خوا، شمالي کاليفورنيا او تکساس کې ميشت شوي دي.

د مهاجرو پلوي ټولنو په تکرار سره د بايدن له اداري غوښتي چې افغانانو ته د موقتي محافظت وضعيت ورکړل شي څو د دې مخه ونيوله شي چې د دوه کلن بشردوستانه محافظت د دورې تر ختميدو وروسته دغه مهاجر له يوه نامعلوم برخليک سره مخامخ نه شي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: