1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د تذکرې دفتر ۶۱ مامورين ولې له دندې ګوښه شوي؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

په ننګرهار کې د الکترونيکي تذکرو له ولایتي دفترونو په یوه ورځ ۶۱ کارمندان له دندو ګوښه او کورونو ته لېږل شوي دي. ګوښه شوي مامورین وايي، د ګوښه کېدو په دلیل نه دي پوه شوي او ناڅاپي ورته ویل شوي، چې نور دې دندې ته نه ورځي.

https://p.dw.com/p/49HWL
Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

د ګوښه شویو کسانو له ډلې یو یې ذبېح الله عظیمي دی، چې په اقتصاد کې تر ماسترۍ زده کړې لري او له څلورو کالو راهیسې د الکترونيکي تذکرو د لومړي مرکز مشر و.

نوموړي دویچه وله ته وویل، د سې‌شنبې په ورځ په دفتر کې په کار بوخت و چې د دفتر رئیس او څو نور کسان ورننوتل، دی یې له څوکۍ لرې کړ او پر ځای یې د قاري جهاد الله په نوم کس معرفي کړ. دی هم د خپلې ګوښه کېدنې په دلیل نه پوهېږي او نه ورته کره لامل ښودل شوی دی.

په ننګرهار کې د الکترونيکي تذکرو ۳ مرکزونه دي. ذبېح الله عظیمي وايي، له دغو درو واړو مرکزونو په یوه ورځ ۶۱ کارمندان ګوښه شوي، خو زیاتوي چې د ده نوم د ګوښه شویو کسانو په ليست کې نه و.

دی وايي، د طالبانو دا کار د تذکرو ویش «ډېر» زیانمنوي، ځکه په خبره یې، تر پلازمېنې کابل وروسته په ننګرهار کې ډېرې تذکرې ویشل کېدلی او فکر نه کوي چې د دومره شمېر مسلکي او پخوانیو تجربه لرونکیو کسانو په ليرې کولو سره د تذکرو دفتر د تذکرو د ویش هغه هدف وساتلی شي چې دوی ور رسېدلي ول.

Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

د انصارالحق همدرد په نوم یو بل ګوښه شوی کس چې د کورنیو د نوم لیکنې مامور و، وايي چې له تېر یو نیم کال راهیسې یې د الکترونيکي تذکرو په دفتر کې دنده لرله او پرون له دندې ګوښه شوی. هغه وايي له دندې د دوی د ګوښه کولو دلیل دا ورته ویل شوی چې ګنې بستونه یې له منځه تللي دي.

دی هم تر ماسترۍ زده کړې لري، خو اوس چې بې دندې شوی د ځان او کورنۍ په اړه اندېښنه لري.

د طالبانو د حکومت د مرکزي احصایې ادارې ویاند محمد حلیم رافع دویچه ويله ته وویل چې په ننګرهار کې د تذکرو له دفتره ليرې شوي کسان منفق شوي نه، بلکې قراردادونه یې ختم شوي دي.

هغه وايي چې د تذکرو د ویش ټول کارونه یې منظم روان دي او په دې برخه کې به هېڅ ستونزه پېښه نه شي؛ خو په ننګرهار کې د الکترونيکي تذکرو د درو واړو مرکزونو مشر سیف الله ساحل دویچه ويله ته وویل چې په یو دمي ډول د دوی له ادارې د ۶۱ کسانو ليرې کول، د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي او دوی هیله لري چې مرکزي اداره به ژر تر ژره د دوی ستونزې ته رسېدنه وکړي.

هغه وايي، که حکومت د نویو کسانو د ګومارنې پر ځای له همدغو ګوښه شویو کسانو ګټه واخلي، نو دا چاره به ګټوره وي، ځکه په خبره یې، دغه کسان په کار پوه او په خپله برخه کې بشپړه تجربه لري.

د ننګرهار د احصایې ادارې رئیس مولوي نظر محمد حامد دویچه ویله ته وویل، د الکترونيکي تذکرو په ټولو مرکزونو کې د ۶۱ کسانو بستونه له منځه تللي وو، نو ځکه دوی له دندو ګوښه شوي دي. هغه وايي، د دغو کسانو ليرې کېدل د تذکرو پر وېش اغېز نه کوي او د تذکرو د وېش لړۍ په چټکۍ روانه ده.

Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي هم د طالبانو د حکومت دې پرېکړې اندېښمن کړي چې له مخې یې په یو واري ډول له یوې ادارې ۶۱ په کار پوه کسان ګوښه شوي.

د دې ولایت یو اوسېدونکي شفیع الله دويچه ويله ته وویل چې په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې د طالبانو حکومت ته پکار ده چې خلکو ته کاري موکې برابرې کړي، نه دا چې په کار اخته کسان کورونو ته ولېږي.

په ننګرهار کې د الکترونيکي تذکرو د وېش له مرکزونو دا ۶۱ کسان داسې حال کې ګوښه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې پر لوړېدو ده.

نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د خلکو اوسنی اقتصادي حالت اندېښمنوونکی بللی او له طالبانو سره یې د مرستو له پاره نجونو ته د زده کړو پر اجازې سربېره ځینې نور شرطونه هم ایښي دي.

امید دیدار